د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وایي، طالبانو ګڼ اسیر افغان کومانډو ځواکونه او د ملي اردو سرتېري پاکستان ته سپارلي دي.

رحمت الله نبیل ازادي راډیو سره مرکه کې ویلي، طالبانو دغه ۹۹ کومانډو او ۲۲ د ملي اردو سرتېري پاکستان ته سپارلي او دا مهال هغوی سره په کوهاټ زندان کې بندیان دي.

تر دې وړاندې د طالبانو له لوري پاکستان ته د افغانستان د اردو د وسایطو او تجهیزاتو د اړولو راپورونه او عکسونه خپاره شوي دي، خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اسیرانو د سپارلو راز افشا کېږي.

خلک غوښتنه کوي، چې د طالب بندیانو د خوشې کولو په لړ کې باید د دغو افغان ځواکونو د خوشې کولو شرط هم مطرح شي او له نړیوالو مراجعو څخه غوښتنه وشي چې پاکستان دغه سرتېري ازاد کړي.

تر اوسه حکومت د رحمت الله نبیل د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.