فکري مغالطې

ابراهیم ایمان

0 564

‎زموږ ولس تل په ابهام کې ساتل شوی دی ، ‌‌‌‌‌‌ډېری وخت تور سپين او سپين تور ورته معرفي شوي دي، دوی ته هر وخت خپل صدقت دار شوی او پکې ځړیدلي دي، یو چا د خپلې شخصي ګټې لپاره استثمار کړي دي ځپلي یې دي خو ‌‌‌‌‌‌ډېر وروسته چې پوه شوي دي. بیا یې خپلې ماضي ته لاړې ورتو کړي او په خپلو کارونو سخت پيښمانه شوي دي.

‎اوبه چې له ورخه تیرې شي بیا نه راګرځي.

‎دا ولس تل په فکري مغالطو کې ساتل شوی دی او همدې مغالطو بیا د نورو د لاس ابزار ګرځولی دی.

‎زه د خپلې سیمې څو سپین ږیري پيژنم چې پلرونه یې د کشمیر په جنګ کې جنګېدلي وو ما ته یو سپين ږیږي د خپل پلار کیسه کوله :

‎زما بابا د کشمیر غزا کې ګډون کړی و د هندوانو سره یې سختې جګړې کړي وې خدای دی جهاد قبول کړي!

‎ لومړۍ فکري مغالطه:

‎ کشمیر په اصل کې ځان ته ملک دی نه هند حق پکې لري او نه پاکستان، هند یې د خپلې پخوانۍ جغرافیې په منطق نیسي او خپل یې ګڼي پاکستان یې بیا د اسلام په نوم خپل ګڼي خو په پښتنو یې ځان ته نیسي، د هند سره جنګ غزا او جهاد بولي او پښتنو ته یې دا اقتصادي او جغرافیايي دعوا دومره مقدسه کړي وه او ده چې زیاتره یې د دې غزا په ارمان کې شپې سبا کوي!

‎پاکستان پردی ملک د جهاد په نوم نیسي کوټه کوټه پښتانه یې ور روان کړي وي که مړ شي د پاکستان اداره د شهید نوم ورکوي او که ژوندی راغی د غازي، دا یاد شهیدان او غازیان یې تر ننه د اسلام په نوم د خپلې ګټې په خاطر په فکري مغالطه کې ساتلي دي.

دوهمه فکري مغالطه:

‎جهاد تر ورځ د قیامته پورې فرض دی دا جمله مې په سلهاوو ځلې د زلمکیو له خولو اورېدلې ده، دا زلمي په دې باور دي چې د قرآن له آیت او د خدای له امر څخه چې جهاد یې فرض ګرځولی دا دی چې باید حتما تل په جګړه کې ښکېل وي، دوی ته داسې ویلي شوي دي او بیا یې یادې کیسې د ریکارډرغوندې ثبت کړي دا خبره اوس په هر ځای کې کوي او نور ترې متاثره کوي!

خو پرې دې نه پوهېږي چې جهاد خپل ځانګړي شرایط لري او هغه مهال فرض کیږي چې کله یې ستر ارزښتونه تر تېري لاندې راشي.

‎دوی چې د جهاد نوم واوري نو په ذهن کې یې د وژلو او وينو تصویر مخکې مخکې کیږي دا په دې مانا چې دوی  جهاد مرګ ژوبلې او د وینو تویولو ته وایي دوی په دې عقیده دي چې باید د قیامت تر ورځې پورې وینه تویه کړو او د الله دین خلکو ته په همدې طریقه ورسوو.

‎دې خلکو ته چې چا دا خبره کړي ده په فکري مغالطه کې یې ګیر کړي دي ځکه دوی ته دا نه دي ویلي شوي چې اسلام د مینې او ورورولۍ دین دی. دوی په دې نه دي خبر چې تر ټولو لوی جهاد د خپل نفس سره دی چې باید د قیامت تر ورځې پورې وشي نه هغه چې ستاسو په فکر او خیال کې دی!

دریمه فکري مغالطه:

‎کله چې له کوم ژڼي پوښتنه وکړم چې ولې مکتب نه وایې؟ لنډه یې را خلاصه کړي چې یوه د ټوپک مرمۍ مې ختمولی شي ولې یې ووایم له دې خبرې څخه د دوی موخه دا وي چې هسې هم مرو نو ولې ځانونه ستړي کړو چې درس ووایو، دا خبره یو کس نه ده کړي بلکې په پښتني سیمو کې معمول ده دوی خپلې ټولنې او روانې جګړې کیدای شي په دې خطرناکه فکري مغالطه کې ګیر کړي وي خو د دې تر شا چې کوم منطق کاروي سخت خندونکی هم دی دوی ولې په دې فکر نه کوي چې مرګ حق دی هر څوک فنا کیدونکي دي، خو خدای ج په خپل محبوب پيغمبر اول نازل شوی ایت دا دی: ((اقرأ)) یانې ولوله! هغه څوک هم خدای پاک فنا کړو چې سرور کاینات و خو ته ولې د مرګ له ویرې داسې وایې او ولې دې دا بې منطقه منطق ځان ته د کاڼي کرښه کړي ده؟

‎نن چې استعماري هیوادونه نور وطنونه استثماروي اول یې تعلیمي چوکاټونه له پښو غورځوي، پرون یې چې په تا بده ورځ راوسته ولې یې په تعلیمي نصاب کې (ټ، ټوپک) درته د قرات په ‌‌‌‌‌‌ډول راوستلي وو، نن دا فکر وکړه چې ولې یې په دې فکري مغالطه کې ګیر کړی یې چې وايي هسې هم مرم ولې درس ووایم؟؟

‎نن چې کوم خلک داسې او یا دې ته ورته خبرې کوي؛ خولې یې خپلې دي خو دا خبرې یې د دښمن او د دې خاورې دښمنې دي، موږ باید له هر څه مخکې ځان او بیا دا ټولنه له فکري مغالطو څخه وژغورو او ددې فکري مغالطو پر ضد فکري ویښتیا رامنځته کړو او دا د ويښتیا ناره باید په هر کور کلي او حجره کې پورته کړو، که دا ناره پورته نه کړو بیا به د تل په څير هره ورځ له خپلو کورونو کلي او حجرو نه جنازې پورته کوو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply