د غوا د ښکرونو او  تیونو ترمینځ توپیر

ژباړه: محمد طارق بزګر

0 1,100
د مالیزیا لومړی وزیر مهاتیر محمد یا د مالیزیا معالج ډاکټر؛
هغه په یوه ۱۱ کسیزه کورنۍ کې دنیا ته راغلی، له کیله خرڅولویې خېلې زده کړې پیل کړي.
د انګریزانو له خوا د مالیزیا د نیواک پرمهال، هغه په ګاونډي هیواد کې د طب زده کړې وکړې او وروسته یې د برتانیا په پوځ کې د جراح ډاکټر په توګه کار پیل کړ.
له مالیزیا څخه د انګریرانو له وتلو وروسته د طب په برخه کې د خپل کار د نیمایي عاید برخه یې په بېوزلو خلکو مصرفوله.
په ۱۹۶۴ عیسوی کال کې لومړی پارلمان ته بریالی او له ۱۷ کلن سیاسي سفر او مختلفو دندو وروسته د مالیزیا لومړی وزیر شو.
په وطن مین یو کیله خرڅوونکی د مالیزیا د سړی سر عاید له ۱۰۰ ډالرو ۱۶۰۰ ډالرو ته لوړ، او د هېواد سرمایه یې له ۳ ملیارد ډالرو ۹۸ ملیارد ته زیاته او د خپل هېواد صادرات ۲۰۰ ملیارد ډالرو ته لوړ کړل.
هغه د مالیزیا اقتصادي او سیاسي جراح بلل کیږي!
او له همدې امله د وطن سره مینه، د پوهې او مهارت سره، هغه وکولای شو خپل هیواد له “موږک” څخه په “پړانګ” بدل کړي. په ۲۰۰۳ کال کې پرته له دې چې واک د ځان سره وساتي خپل هېواد یې د چین، جاپان او جنوبي کوریا وروسته د آسیا څلورم لوی اقتصادي ځواک کړ او همدغه وخت یې ځان له واکه ګوښه کړ.!
مهاتیر محمد څو کاله وړاندې ایران ته سفر کړی و او په یوه ایراني تلویزیون کې یې په ژوندۍ بڼه په یوه پروګرام کې له ده وپوښتل شول:
“دا چې امریکا د ټولو مسلمانانو ګډ دښمن دی، نو تاسو ولې د ایران په څیر له امریکا سره جګړه نه کوئ؟”
مهاتیر محمد په ځواب کې وویل: “هو! ستاسو خبره سمه ده امریکا د شیدو ورکوونکې غوا په څیر غوسه ده، مګر موږ په مالیزیا کې د هغې تیونه نیولي او لشو یې او تاسو په ایران کې د هغې ښکرونه!
لید څومره توپیر کوي!
هوښیاره کړنلاره تل د هیوادونو د پرمختګ ستر عامل وي
په هرصورت! موږ په افغانستان کې د دې غوا د کوم ځای پورې نښتي یو؟؟؟؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply