د استاد سید خلیل الله هاشمیان څلورم تلین

محمد طارق بزګر

796
څلور کاله مخکې د جون په شپږمه

د ګران دوست استاد سید خلیل الله هاشمیان به ویر کې

 

نن سهار وختې د استاد سید خلیل الله هاشمیان د مړینې خبر شوم. کار ته په لاره مې ونشو کړای چې د خپل ګران دوست ملي مبارز د کابل پوهنتون پخوانی استاد او د آئینه افغانستان مجلې مسئول مدیر او چلونکی استاد سید خلیل هاشمیان د مړینې له امله خپله غمرازي او درد څرګند کړم. استاد هاشمیان چې له ډیرو کلونو راپدیخوا د امریکې به کلیفورنیا کې اوسېده او یو د بل سره د ۲۵ کلونو راپدیخوا په اړیکه کې وو، تل یې خپله ارزښتمنه مجله او خبرې بولیټن رالیږل، د تلیفون او ایمیل د لیارې تل په اړیکه کې وو. تل یې خپلې قیمتي لیکنې دعوت میډیا، افغان سباوون او اوس دعوت میډیا ۲۴ ته رالیږلې، د دعوت میډیا ۲۴ په ارشیف کې لسګونه مقالې خوندي دي. وروستۍ مقاله یې (پژواک میگفت که ملت افغان هنوزهم در اسارت بسر میبرد!) تر عنوان لاندې د اپریل په ۲۱ مه راورسېده او ورسره لیکلي یې وو:
دوست محترم بزګر
شاید این آخرین مقاله ام بشما باشد
سلامها و تمنیات نیک مرا بپذیرید – با احترام – هاشمیان
استاد هاشمیان د هغې د خپلې وینا له مخې اصلاً د کونړ ولایت د پشد د سیدانو څخه وو . په خپل هېواد مین شخصیت وو او دغه مینه یې د عمر تر ۹۱ کلنۍ پورې په خپلو علمي لیکنو په لیکلو څرګندوله.
استاد هاشمیان په خپل وروستيو تلیفوني خبرو کې چې په اغلب ګومان د مارچ د میاشت په اولو کې وې راته د خپلې روغتیا په اړه وویل: ماغزه مې سم کار کوی خو نوره مې مزه نشته د نورو روغتیایي تکلیفونو تر څنګ د سترګو او دید په تکلیف هم اخته یم چې څنګه ډاکټر اجازه راکړي هغه څه چې راباندې د وطن پور دی هغه لیکم. ما ورته وویل له لیکلو تیر شۍ خپل صحت ته توجه وکړۍ جواب یې وو هغه څه چې راسره د افغان ولس امانت دی او زه پرې پوهیږم باید د مرګ مخکې یې وروګرځوم، په ژوند اعتبار نه دی په کار.
زه په داسې حال کې چې د خپل ګران دوست، فرهنګی شخصیت او ملي مبارز استاد هاشمیان مړینې سخت ودردولم خو مرګ حق دی او تیښته ترې نشته او له وروستي پیغام څخه یې معلومېږي لکه دی چې له خپله مرګه خبر وو (شاید این آخرین مقاله ام بشما باشد). ګران استاد ته د فردوس جنت دعا کوم او له دوستانو غواړم چې تر خپله وسه د استاد هاشمیان مقالې او کتابونه چې ټول خورا مهم دی یو ځل ولولي او تر نورو یې ورسوي، دا به مو د استاد سره د مینې څرګندونه وي. لسګونه مقالې یې په دعوت میډیا ۲۴ www.dawatmedia24.com کې لوستلی شۍ.
درنښت
بزګر
May be an image of 1 person and text

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.