نارویژي پښتو قاموس

محمد طارق بزګر 

2,195

د دواړو پښتو او نارویژي خوږو ژبو مینه والو او څېړونکو! نارویژي پښتو دا قاموس  Stor Norsk Pashto Ordbok چې ۵۰ زره لغاتونه او د ورځنۍ محاورې اصطلاحات په کې راټول شوي؛ د لیکلو چارې یې له نن څخه ۱۷ کاله وړاندې پیل او د اګست په میاشت کې د چاپ په ګاڼه ښکی شو.

له هغه وخته راهیسې چې زه په ښه او بد پوهېدلې یم، د خپلې ژبې او خلکو پرمختګ او په سولې کې ژوند مې ستر ارمان دی. د نورو با احساسه پښتنو په څېر، زه هم هیله مند یم چې پښتو او پښتانه په هر ډګر کې د نړۍ د مختلفو ژبو او خلکو سره مثبته تربورولي وکړي او د خپل وجود او هویت شاخص، ځلانده وساتي. د انساني تهذیب د عروج او زوال په شان، ژبې هم د بدلون په حال کې دي او د پرمختللې ټکنالوژۍ له برکته د ژوند بڼه ورځ تر بلې بدلیږي. ځینې ژبې ارتقا کوي، ژوندۍ پاتې کیږي او د ژوند له کاروان سره اوږه په اوږه سفر کوي. مګر هم مهاله، د هغو وګړو ژبې مري، ورکیږي او یا هم د غلامۍ د دسترخوان میلمنې کیږي چې د پرمختګ او بدلون تومنه له ځانه سره نه ساتي.

هغه ژبه لا غوړیږي، غنا مومي او د سیالانو سیاله کیږي چې د هغې ګرامر او لیکدود مزبوت وي. په هغې باندې له نورو ژبو څخه علمي لیکنې او څیړنې وژباړل شي او د قاموس / ډکشنرۍ لیکنې علمي کار ته اوږه ورکړل شي. ژبه الهي نعمت او انتخاب دی چې بنده ګان په کې واک او ځواک نه لري؛ نو په کار ده چې د الله تعالی د نورو نعمتونو په څیر د خپلې ژبه ساتنه او پالنه وکړو.

دا قاموس په همدې موخې، د همدې نعمت د شکرانې په لور یو ګام دی. په دې تمه چې موږ هر یو به تر خپلې وسې د خپلې ژبې د پیاوړتیا له پاره په مثبتو کارونو کې مټې رانغاړو او یو د بل ننګه به کوو. ښایي دا قاموس به نه یواځې د ښوونځي د لومړي ټولګي څخه نیولې د پوهنتون ترکچې مرستندوئ او د نارویژۍ ژبې د ټولو زده کوونکو د لاس امسا وي، یواځې د ژبې د زده کوونکو له پاره نه بلکه د هر مسلک د کارکوونکو له پاره په ژبنیز ډګر او د نارویژي ژبې د اسانتیا او پوهاوي له پاره تر ټولو غوره مرستندویه قاموس بلل کېدای شي.

ما تل هڅه کړې چې د هر ډول لغاتونو د راغونډولو په لټه کې شم ترڅو د بېلا بیلو مسلکونو د ژبنیزو ستونزو په حل کې ورسره مرسته وشي. خبره یوازې دلته نه خلاصیږي ټولو هغو ناروې میشتو پښتنو ته چې د خپلې ژبې په پرتله په نارویژي ژبه برلاسي دي د هغوئ سره دا قاموس مرسته کوي چې د نارویژي لُغاتو ته کره او سوچه پښتو مانا او مشابه لُغات ومومي او خپله پښتو لا غښتلې او کره کړي.

لکه چې ټولو ته څرګنده ده، ژبې یو تر بلې خورا ډیر توپیر لري او د لغاتونو مانا ګانې او مفاهیم یې ډیر کله په یو قالب که نه ځاییږي. یو لُغت کېدای شي په ډیرو ځایونو کې یو له بل سره په مختلفو ډولونو وکارول شي او په هر ځای کې بېله بېله معنی ورکړي. د یو لُغت او څو معناوو ستونزه په دواړه ژبو کې شته، ما د هر نارویژي لُغت جلا معنا او ځانګړی مفهوم لیکلی او په ځینو ځایونو کې مې د یو لُغت څو ماناوې په ۱/، ۲/، ۳/ په بڼې لیکلي او په بعضو کې یو لُغت او یوه یوه مانا یې د بیل لُغت په توګه لیکل شويده. د قاموس لیکنې او د لغاتونو د ژباړنې بله ستونزه، د یوې ژبې ذاتي اډانه او جوهر دی چې کېدای شي یوه ژبه په یو څه کې شتمنه وي خو دغه بله ژبه په بل څه کې بډایه وي؛ نو دا تل آسانه نه ده چې مشابه (ورته)  لُغت او نوم ورته ومیندل شي. بله خبره دا ده چې د نارویژۍ ژبې د ویوونکو شمیر، د پښتو د ژبې سره د پرتلې وړ نه دی. د پښتنو نفوس له پنځه شپیته ملیونو څخه اوړي، خو د نارویژۍ ویوونکي مازې پنځه نیم ملیونه دي. ولی باید ومنو چې د ژبنۍ غنا او پیاوړتیا له مخې، نارویژۍ ژبه ډیره بډایه او زښته ډېر کار ورته شوی دي.

ما هڅه کړې چې هر نارویژي لُغت ته د هغې انډول پښتو معنی ومومم؛ خو ډیر ځل دا کار ناشونې وو. هغه ستونزه چې زه ورسره بیا بیا مخ کیدلم دلته یې د بېلګې په ډول یوه یادونه کوم؛ نارویژۍ ژبه د کبانو او مرغانو د نومونو په برخه کې خورا غنی ده چې په مقابل کې پښتو د کبانو او مرغانو په نومونو کې ډیره فقیره ده، ولې پښتو بیا د اهلي او کورنیو ژوو په نومونو کې ډېره شتمنه او لمن یې پراخه ده. د لا ښه پوهاوي له پاره، د ځینو لغاتونو او نومونو انځورونه د کتاب په پای کې ځای په ځای شويدي تر څو ګران لوستونکي په اسانۍ سره وکولاې شي د انځور په لیدلو د لغت او نوم په معنی وپوهیږي.

دا کتاب به نارویژي وګړو ته د افغانانو د کلتور، دودونو او ژبې په اړه د هغوئ په پوهې او پېژندلو کې غوښنه مرسته وکړي. له بله پلوه، په ناروې کې د افغاني پښتنې ټولنې سره به هم په ښه ډول کمک وکړي چې د نارویژۍ ژبې، نارويژي فرهنګ او په نارويژۍ ټولنې کې د سیاسي او اقتصادي ادغام په بهیر کې د دوئ لاس نیوې وکړي. تر ممکن بریده هڅه شوې چې کتاب له تیروتنو، املایي او انشائي غلطیو څخه پاک وي.

ټول هغه نارویژي قاموسونه یا ډیکشنرۍ چې نورو ژبو ته اړول شويدي، تقریباً د ټولو سره د مختلفو نارویژي ادارو له خوا راز راز مرستې شوېدي. مګر د دې قاموس په برابرولو کې د لیکوال سره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې او ټول کار د لیکوال خپل او د هر څه مسئولیت یې هم خپل دی. زه تمه لرم چې دا قاموس به د هر مسلک د خاوندانو سره د پښتو او نارویژۍ ژبو په زده کړې، د ژبو په اسانولو او د ژبو اړونده ستونزو په اوارولو کې تر ډېره حده مرسته وکړي. خپلو ټولو هېوادوالو ته چې په ناروې کې میشت دي؛ په ځانګړي ډول هغوئ چې په وروستیو کلونو کې ناروې ته راغلي دي یادونه کوم چې: په ناروې کې د ژوند په ټولو چارو کې نارویژۍ ژبه، د ژوند کولو او پرمختګ کیلي ده او پرته له نارویژې ژبې په ټولنه کې مخ ته تګ خورا ستونزمن او له کړاو څخه ډک دی. زه ډاډه یم چې منزل ته د مزل او سفر په دې بهیر کې به دا قاموس له تاسې درنو میشتو پښتنو او ټولو افغانانو سره ښایسته مرسته وکړي.

د دې کتاب د ای ایس بی این شمېره: ISBN: 978-82-691395-0-1 ده

 دا کتاب مینه وال د دعوت رسنیز مرکز څخه په لیلیستروم کې تر لاسه کولی شي.

Dawat Media Center

Voldgt. 37A, 2000 Lillestrøm

Email. dawatmedia@gmail.com

Mobile: +47-90856195

مینه او درنښت

محمد طارق بزګر

لیلستروم، ناروې

May be an image of text

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.