د ارواښاد مصطفی عمرزي د لومړي تلین په یاد

محمد طارق بزګر

1,143

د ارواښاد مصطفی عمرزي د لومړي تلین په یاد

د تیر کال د جون د میاشتې د پنځمې لینکه

ګران دوست د هېواد تکړه لیکوال، څېړونکی، ژباړن او ژورنالست مصطفی عمرزي
مصطفی عمرزی په هېواد او افغان ولس مین، دردمن لیکوال وو
نوموړي په خپل خاص سبک په یوازې ځان لسګونه کتابونه او په سلګونو مقالې د یوې وړې کرایی کوټې څخه لیکلی دي.
د ۲۰۱۸ کال د اپریل په څلورمه مې کابل کې لیدو ته راغی ښې ډیرې خبرې مو وکړې، ډیر څه یې وویل او ډیر څه مې ترې واورېدل.
ویې ویل کوټې ته دې نشم بولی، هلته دې میلمه کولی نه شم کوټه مې ډیره نامنظمه، وړه او ګډه وډه ده.
د دعوت د رسنیز مرکز قلمي همکار وو، چې لسګونه مقالې یې په دعوت رسنیز مرکز کې خوندي دی. څو کاله وړاندې یې زما د ناڅیزه کارونو په اړه کتاب ولیکه، د چاپ یې وویل ما ورسره د چاپ د مصرف وعده وکړه، کتاب یې راولیږه چې په ناروې کې یې چاپ کړم. کتاب یې انلاین خپور کړ، چاپ یې د کرونا له امله وځنډید او ما خپله کړې وعده په وخت پوره نشوای کړه. کله ناکله به مو د تلیفون، مسینجر او فیسبوک د لارې خبرې کولې.
عمرزی لاړ خو زه به د هر څه مخکې خپله وعده چې څومره ژر کیږي پوره کړم.
څو ورځې مخکې ښاغلی اسد دانش يې د کورونا ناروغۍ په اړه ولیکل غوښتل مې چې تکلیف یې یو څه کم شي احوال به یې اخلم.
نن سهار مې د عمرزي صاحب د مړینې خبر ولوست، ناڅاپي مرګ یې وژړولم.
نن د شینکي لغمان د جنرال سعدالله خان ساپي او ارکانحرب محمد جان فنا د یوه ستر ټبر غړی په ډېرې بېکسۍ کې له ټولو غمونو او دردونو د تل له پاره بېغمه شو
ژوند یې له یوازېتوب، سختو، ستونځو، دردونو او ارمانونو ډک وو
او نن د خپلو ټولو دردونو، ارمانونو او لوړ افغاني ملي فکر سره د خاورو میلمه شو.
په ګور یې نور او روح يې ښاد.
درنښت
بزګر

May be an image of 2 people, beard, people sitting and indoor

May be an image of 2 people, book and text

May be an image of outdoors

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.