د وطن مور

شهید سيد بهاوالدين مجروح

0 1,290
شهید سيد بهاوالدين مجروح

زمانه شوله آخره

عجیبه خبرې اورم

د وطن مورته چا داسې وویلې

***

لاروی

ای د وطن مورې!

په ما ګرانې په زړه پورې

زار قربان دی د میرو شه

د سپیرو شړو دشتو شه

خو لعنت دی په بچو شه!

***

ای دوطن مورې په ما ګرانې

نن اختر دی، بختور دی

دا کمیس دی پرون تور وو

نن هم تور دی

خړ پرتوک دی څیری څیری

نوی نه شو

خو اختر دی مبارک شه

ګرانې مورې!

***

ای دوطن مورې ښه دی ښه دی

چی پرتوک دی خړبخن دی

څیری، څیری د هیچا نه په کاریږی نه خرڅیږی

ځکه ستا بچی ډیر زښته نارینه دي

خرڅوی د مور پرتوګ هم

***

ای دوطن موری ستا بچی څنګه بچی دی؟

انسان نه دی

دی پخپله هم هیڅکله

ځانته نه وایی “انسان” یم

کله وایی “زه مرغه یم” بیا پیښی کړی در مرغانو

کله وایی “ځناور” یم په څلورو شی روان بیا

***

ای د وطن موری ستا بچی خو انسان نه دی

راته ووایه خپل راز اوس تاراوړی دی له کومه؟

له کوم اصله، له کوم ذاته، له کوم نسله؟

***

ای د وطن موری راته ووایه خپل راز اوس

ته چی پیغله ښایسته وې څه پسات درباندې وشو؟

د انګړ ترشا بیدیا کې ستا کوم غل دلاری مل شو؟

یا د شپی په تروږمی کې څه بلا وه؟ په پالنګ دروختله

***

ستا بچی وایي “ّځناوریم

خو باچا د ځناورو

زه یم زمری په دې نړی ترما اتل نشته

بل په کابل نشت، بل په زابل نشته

په رښتیا چی ځناور دی خو، باچا د ځناور بی کسانو،

بی وزلانو ته شین پړانګ دی

غوښی خوری د کونډو رونډو یتیمانو

ماتوی ورور او تربور خپل چی زور زیات ورباندی برشي

نو، ګیدړ شي چل وټی کړي ځغلوي درکور چرګان بیا

***

دا عجیبه ځناور دی

ځکه هیڅ ځناور داسی کاتې نه کا

چی قوی وی خپل خپلوان خوری

خپل همنوعی ناتوان خوری

بیا چی زور ورباندی برشی

څوړ غوږونه لکه خرشی

ملایې ماته ظلم او زور ته تسلیمیږی

استبداد ته غاړه کیږدی

هم د ده له برکته استبداد راپیدا کیږی ساتل کیږی

هم بیداره، وفاداره د قدرت درګاه ستاتینه

د زړو جامو خاوند ته غاپی لاپی

***

ای د وطن موری راته ووایه خپل راز اوس

انسانان خو داسی نه وی

***

کله وایي زه مارغه یم جګ پروازې، لوړ همتې ډرنیکه زما عقاب دآریانا دی

***

ای دوطن موری خدای ته ګوره کیسه دی راته وکه چی مارغه ته څنګه واده شوی؟ څه دروشو؟ انسانان خو داسی نه کړی هګی نشی اچولای

***خو داڅرنګه عقاب دی؟ بی غیرته؟ چی شاهین پری راښکاره شي له اوچته

داسرکوزی ووښو لاندی پتیږی سرپه خاورو کې دننه لکی پورته دی عقاب نه دی، تپوس دی لتوی په دیرانونوکې مردارې ګنده یی کړې شودیارې***ای دوطن موری په ما ګرانی په زړه پورې دابچی که ستا بچی وي تف لعنت دی په داهسی زیږیدوشه

***

مور لارویه، زما زویه ځوانی مرګ شې ګدې وډې نورې بس کړه تپوسونه رانه مه کړه پیغله مسته بې خبره د دنیاوم په هوا به ګرځیدمه ترڅو نا څاپه لینګی مې په هوا شول خبر نشوم څه را وشو ای زما نا اهله زویه! څه تپوس کړی؟ دا زړی خبری ولی یادوي ته؟ په پرهار باندی مې مالګی دوړوې ته تیروختونه خو تیرشوې اوس ماښام دی شپه نږدی ده تیری شوی زمانی څه پکاریږی؟ دانن شپه راته بلا ده دسبا ورځی ډاریږم

***

په ما هر پسات چې کیږی دشپی کیږی

وهل کیږم، تړل کیږم په تورتم کې

چی سبا شی بیا خبرشم چی بچو،

خپلی بچو یمه تړلی یوه بل نوی میړه ته یې واده کړی

***

یو تربور یې وی شړلی بل تربورته یې ورکړې په دی شانی خرڅوی ما په ظالمو، مستبدو، زورورو په بار، بارې ودوي ما عمرتیرشو ناویتوب می نه ختمیږی داچی وایی ته ورته تاریخ وای څه بیان کړی؟ داسی وایې، “یوه ناوی وه چی سل کرت واده شوه” هغه زه یم.

***

اوس نو وایه چې په زور ظلم واده شي

څو څو واره په جبری نکاح پالنګ ته

راښکل کیږی په رڼا ورځ سره دولی

که راوړل کیږی بیا چی شپه شي

توره شپه شي په زور کټ کې تړل کیږی

وهل کیږی چی تا ولی بکارت نه دی ساتلی

اوس نو وایه ددی هسی مور اولاد به څه اولاد وی؟

زما لږ غوندی امید وو دا بچی به خدای رالوی کړی

سړیتوب به له چا زده کړی دروند نظر به راته وکړی

ظالمان به رانه وشړی هرخواته

په خپل مینځ کی به سره کیني

دانصاف او عدالت تړی به کیږدی

خو لا اوس هم دوی بچی دی، سړی نه شول

مور یې یوه بیل بیل پلرونه

یو له بل سره دښمنی کړي، تربګنی کړي

دوی په خپله را ولاړ شي یو میړه راته پیدا کړی

زورور واک اختیار په لاس کې ورکړي

بیا ژړا کړی واویلا کړي

ماته ناست وي راته وایي

چی دا پلارمو پلندر دی

په مونږ ظلم او ناروا کړی

لارویه، زما زویه! ښه په یاد مې هغه شپه ده

زه بیده وم نا څاپی په ما خورې شوی منګولې

څو له ځانه خبریدمه لاس و پښی می وې تړلې

خوله می بنده دقرنونو تجربه تکراریدله

شومه غلې ماوې، وکړی بچو وکړی هرڅه وکړی

لږ لږ ورو ورو چی سبا سهار رڼا شوه

نو کتل مې یو میړه په کور کې ناست و

بدهیبتی بد آشنا دتیرکلونو

دا خو هغه لیونی زما سردار و

چی له خدایه مرور و،

تل بندګانوته په قارو

یوه شیبه یی ماته شاکړو مرور شو

لاړو کیناست چیرته غلی په کلو کلونو وروسته

اوس و بیا یو ځل راغلی زړه می ووی، څه خبریې،

دغه زوړ آشنا چی بیا پت پت راغلی

کوم آفت، کوم مصیبت یې دی لکی پورې تړلې

خو بچو بد‌ذاتو ووې دا سړی نوی سړی دی

هغه نه دی زمانه ده نوي شوي پخوانی زمانې لاړی

بیا به هیڅکله رانشي تیروختونه، زور ظلمونه

نوی باب، نوی کتاب دی نوی ژوند دی

انقلاب دی دسبا دنیا رڼا ده تروږمی به نوری نه وی

***

څو چی شپه شوله تورتم شو

بیا هم هغه ټکول وو راښکول وو

دقرنونو تجربه تکراریدله

شومه غلی څه موده لاتیره نه وه

چی زما بچی بدذاتی راته راغلل

په ژړا په واویلا شول چی دا نوی پلار ترنورو هم ظالم دی

هم وهل، هم ټکول کړي هم وژل کړي

***

ای زما کمبخته زویه، لارویه!

دا زړی خبری ولی یادوی ته

په پرهارباندی مې مالګی ډوړوی ته

د تیر وخت را یادول څه پکاریږی

دانن شپه راته بلا ده له سبا ورځی داریږم

چی به کله ما تړی څوک

دبل چا لاس ته سپاری څوک

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply