پا کستان په بحران کې

سید عبیدالله نادر

0 854

احمد رشید : د پاکستان وتلی خبریال او لیکونکی

پاکستان د ګړنګ پر غاړه له کتابه څخه

دویم څپرکی

پا کستان په بحران کې

د پاکستان له پاره په افغانستان کې ، د یو کمزوري افغانی حکومت ګټه دا هم ده ، چې د هندوستان ــــــــ پاکستان تر مینځ په جګړه کې به یې دوي په خپل ګټه کاروي ،دغه بی منطقه تیوري ما په خپل کتاب کې ، چې طالبانو په ۲۰۰۹زیږدیز کال کې ښکاره مخالفت غوره کړی ، بیان کړي دي ،

پوځ غواړي په سیمه او په ځانګړي ډول ، په افغانستان کې یاده بی منطقه تیوري و غځوي ، نو له همدي امله ده ، چې د افغانستان په اړه یې تر اوسه د بریا لیو او غوره پالیسیو له وړاندی کولو سره مخالفت کړی دی ،

څلورم فکټور چې د پاکستان د ما تیدو سبب ګرځي هغه د قومی ګروپونو تر مینځ د سیاسي همغږی نه شتون دی ، دغه ګروپونه په دي ،نه دي توانیدلی چې د یو بل سره سیاسي همغږۍ رامینځ ته کړي ،  پوځ په دي اړه هم ځکه ناکام بلل کيږي . چې تر اوسه یې د پاکستان د سیاسي سیستم او په قومی لحاظ د رامینځ ته شویو سیاسي ګوندونو د سیستمومونو ناکامی او تیت پرک کیدو مخه نه ده نیولی ، پنجاب له جغرافیوی پلوه د پاکستان دوهم لوی ولایت دی ،چې د هیواد ۶۰ سلنه نفوس په کې میشت دي ، خو د حکومت ۷۰ سلنه بیورو کراسی ټوله له همدې پنجاب څخه سر چینه اخلي ، پنجاب د قومی جوړښت له پلوه ډیر یو ګونی ولایت هم ګڼل کيږي .

ځکه چې د نفوس یوه لویه برخه یې پنجابیان جوړوي ،بلوچان ، سیندیان او پښتانه په دي هم خفه دي چې د هیواد په ګټو کې د هغوي د ادعا له مخې د دوی په پرتله کم شریک دي ، پنجابیان د هیواد ۶۰ سلنه جوړوي ،که دا نور پاتي قومونه سره یو ځای هم شي ،د پنجابیانو پروړاندی کم دي ،او هغه اغیز چې پنجابیان یې د هیواد په اقتصاد او پالیسیو غورځوي ،ورسره برابریدای نه شي ، له دي ټولو سر بیره د ځینو نورو موضوعاتولکه د اوبو بریښنا ویش او یا نورو ستونزو پرسر ځیني وخت بلو چان ،سند او خیبر پښتونخوا ولایتونه ګیلي کوي ،او ان کله کله خو ناندرۍ  هم رامیځ ته کوي ، د وړو ولایتونو له پاره پنجاپ د هیواد د مرکز په توګه کار تر سره کوي ،ځکه چې نظامی قوت او حکومتی بیرو کراسي هم له همدې ولایته سر چینه اخلي ،په یو هیواد کې د پنجاب دي نازولتوب او نورو ولایتونو بی برخي توب هغه لاملونه دي چې د وخت په تیریدو سره له مرکز څخه د نورو ولایتونو واټن مخ په زیاتیدو دی ، بی برخي ولایتونه د مرکز په وړاندی ،د خپل حق تر لاسه کولو د پاره له هرې وسیلي څخه کار اخلي ،لکه سیاسي مخالفت ، عوامی خوځښتونه او ملی قیامونه چې ان کله کله خو د دواړو لوریو تر منځ په اخ ودب هم تمامه شوي ده په بلو چستان کې روانه وسله واله جګړه د همدي ډول پنځم ځل دی ، چې تر سره کیږي نو د ملي یو والي د نه موجودیت له امله په پاکستان کې قومی ،مذهبی او ژبنۍ ستونزی مخ په زیاتیدو دي ،که چیرته پاکستان د نړیوال سوداګری د پاره یو مرکز ګرځیدلی وای ، پاکستانی چارواکو خپله خاوره همداسي یو مرکز ګرځولای وای ټول .قومی ګروپونه یې سره راټول کړي وای ، او په یو دسترخوان یې ، په شته خواړو راضی کړی وای ،نو نن به پاکستان له دي حالت سره مخ نه وو .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply