په موږ مو ژوند قیامت کړ، اوس په کومو سترګو راځئ

محمود مهرووال

0 744

مونږ د وردګو ولایت په یوه لرې پرته غرنۍ سیمه کې ژوند کاوه. زموږ کلي کې کې لیسه نه وه. کله به مو چې ابتدايي ښوونځی خلاص کړ که  به مو درس ویلو ته ادامه ورکوله اړ وو دوه، درې ساعته پلې لار تر لیسي ولاړ شو، که د کور او لیسې تګ او راتګ حساب کړو پنځه، شپږ ساعته لار مو باید هر ورځ تر لیسې او کوره پلی تګ کړی وو. د اووم نه تر نهم صنف پورې کم عمره ماشوم ته هره ورځ دومره فاصله وهل ډیر سخت وو. زمونږ د کلي هغه هلکان چې تر ما مشران وو د هغوی لپاره بیا شرایط تر دې هم سخت وو. ځکه چې کله دوی د لیسې شاګردان وو، زمونږ په سیمه کې لیسه هم سقوط وه. دوی اړ وو د خپلو زده کړو ته د ادامې ورکولو لپاره اړ وو چې باید په وردګو ولایت کې بلې ولسوالي یا کلي ته مسافر شي. نو لدې امله به دوی د زده کړو لپاره اړ وو کله په غزنې کې و اوسي، کله کابل کې و اوسي او کله هم په سیداباد کې چې زمونږ د ولسوالۍ مرکز دی د کور نه لرې و اوسي.

شهید ډاکټر توریالی چې زما نه مشر وو، پدې ډول یې پورته ستونزو ته کتلو سره په ډیرو تکلیفونو ښوونځی بشپړ کړ او د کانکور د لارې یې د کابل طب ته لاره وموندله. دا وخت د طالبانو دوره وه، د هغه وخت ستونزې او فقر او د طب د پوهنځي د درسونو په سختوالي زه څه نه لیکم. ځکه هغه وخت زه ماشوم وم او په یوه لرې پرته سیمه کې مې ژوند کاوه، هغه ستونزې به د دوستانو په یاد وي. زما یوازې توره پاکیزه په یاد ده چې مجبور وو په سر یې کړو. که به مو نه وای په سر کړې، مجبور وو د ښونځي د مدیر صاحب لندې لښتې ته تر هغه لاسونه ونیسو چې لښته به ماته، ماته شوه.

ډاکټر توریالی په ۲۰۰۶ کال کې د طب پوهنځی بشپړ کړ او فارغ شو. په وروسته کلونو کې یې زمونږ په سیمه کې یوه معاینه خانه درلوده او د ناروغانو معالجه به یې کوله. په ۲۰۰۹ کال یوه ورځ چې کله ډاکټر توریالی د خپل کور نه راوتلی وو او په سیمه کې بل کلي ته د دوستانو کره تللو د طالبانو یوې جنایتکاره ډلې هغه نیولی وو او د څو ساعتونو شکنجو نه وروسته یې په هماغه شپه په ډیره بې رحمۍ سره په شهادت رسولی وو. په سبا یې په وینو کې لت، پت جسد چې د سختو شکنجو نښې پرې وي مونږ پیدا کړ او خاورو ته مو وسپاره. پدې ډول یوه کورنۍ د غم په ټغر کیناسته او یو تر ټولو ډیر عزیز د کورنۍ غړی ځوان ډاکټر یې د لاسه ورکړ. ولې ګناه یې څه وه؟ که به مو د طالب نه پوښتل ویل به یې مونږ په شهادت ندی رسولی؟ ډاکټر شهید دی قاتل به یې خدای په خپله درته رسوا کړي.

آیا پدې ډول زمونږ زړه تسلي کیده، نه هیڅکله نه. مونږ ته هغه کسان چې ډاکټر توریالی تښتولی وو، معلوم وو. د ډاکټر توریالي موټر ورسره وو چې هغه بیا طالبانو مونږ ته تسلیم کړ. خو قاتلین یې چې د طالبانو د ډلې غړي وو، دوی هم پیژندل، منکر وو. ویل یې مونږ ډاکټر په شهادت ندی رسولی. طالبانو به مونږ ته ویل چې تاسي سم ثبوتونه پیدا کړی چې ډاکټر همدې کسانو په شهادت رسولی. ډاکټر شهید دی قاتل به یې خدای خپله پیدا کړي. د طالبانو شریعت د غیر طالبانو لپاره پدې ډول دی. مونږ ته به یې د چوپ کیدلو او صبر کولو ویل.

پدې توګه دوه کال تیر شول. کله چې د طالبانو هغه ډله خلک چې ډاکټر توریالی یې په شهادت رسولی وو پوه شول چې دا خلک د شهید ډاکټر توریالي د شهادت پوښتنه کوي او همداسي مو نه پریږدي. یوه ورځ زمونږ د کورونو مخ ته راټول وو، هڅه یې کوله چې بې زمونږ د اجازې زمونږ کورونو ته داخل شي. کله مو چې اجازه نه ورکوله زمونږ کور ته داخل شي په ډزو یې شروع وکړه او زمونږ په کورونو یې جګړه شروع کړه. زما مشر کاکا د شهید ډاکټر توریالي پلار یې په خپل کور کې په شهادت ورساوه. تر ماښامه یې زمونږ په کورونو د درنو او سپکو وسلو جګړه وکړه. په ماښام کې یې زما د کشر کاکا سره قسم کړی وو چې ته د کور نه بهر راشه د خبرو لپاره ضرر درته نه رسوو. خو کله چې زما کاکا د دروازې نه څنګه را بهر شوی وو ډزې یې پرې کړې وي او په شهادت یې ورساوه.

وروسته به مو چې کله د طالبانو نه پوښتل چې ولې مو داسي ظلم وکړ. په پاکستان کې مو یې مشرانو نه د ترسره کړي ظلم او وحشت په اړه عارض شوو. هغوی به ویل مونږ پدې اړه پوښتنه کوو. کله چې به یې په سیمه کې د طالبانو د دې جنایتکاره ډلې نه پوښتنه کوله چې ولې مو دا وحشت تر سره کړ. دوی به ورته ویل چې لومړی دوی په مونږ ډزې وکړي او زمونږ ملګري احساساتي شول په کورونو یې ورغلل جګړه یې پرې وکړه. یوازې پدې خبره د طالبانو دغه جنایتکاره ډلګۍ ته د ترسره کړي وحشت نه برائت ورکړل شو. د طالبانو شریعت د غیر طالبانو لپاره همدا دی.

زمونږ د کورونو د سوځولو او زما د دوه کاکا ګانو د شهادت رسولو نه وروسته، د لسو نه زیات کلونه کیږي چې زمونږ ځمکه او باغونه همداسې شاړه پراته دي. په سیمه کې د طالبانو دغه جنایتکاره ډله هیڅوک هم نه پریږدي چې آباده یې کړي. آیا زمونږ په حق د دې تیري په اړه د طالبانو تحریک هیڅ مسئولیت نلري. خو دوی اجازه ورکړي چې د طالبانو په صف کې که دغه جنایتکاره ډله هر څه ظلم او وحشت کوي عام خلک یې باید په وړاندي غږ جګ نکړي. د طالبانو عدالت او شریعت د طالب او غیر طالب لپاره همدا دی.

زه د طالبانو د تحریک نه یو ځل بیا غواړم چې طالبان د ترسره شوي وحشت په هکله ځواب ویونکي شي. زمونږ په سیمه کې د طالبانو دغه جنایتکاره ډلګۍ د خلکو سره سخته ناروا او ظلمونه کړي دي. که چیرې طالبان د دوی تر ولکي لاندي سیمو کي د دغه جنایتکاره ډلګیو د ظلم او ناروا مخه نه نیسي او پوښتنه یې نه کوي. دا د دې ښودنه کوي چې طالبان د افغانانو په وړاندې هر ډول وحشت روا بولي او یوازي خپلې موخې د قدرت لپاره پالي. او د دوی د شریعت او اسلام تطبیقولو غږونه هسي درواغ دي، په عمل کې دوی د هغه د خلاف کارونه کوي لکه یوه بیلګې چې ما دلته بیان کړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply