په کرونا مړه شوي کسان څنګه خاورو ته سپارل کیږی؟

0 985

کله چې کوم شخص په  کرونا ناروغۍ مړشي نو په ځانګړو خلتو کې ایښودل کیږي او تر خښولو پورې څوک پرې کار نه لري ځکه چې که خلاص شي نو کرونا نوروته انتقالیږي.

د کرونا مړینه داسې مړینه ده چې نه یې دوستان کتلی شي او نه یې هم کورته وړلی شي، په کرونا اخته شخص یوازې وي او یوازې مري.

دا شخص تر مړینې مخکې هم یوازې وي او د کورنۍ هیڅ غړی ، دوست او خپلوان ورته نه پرېښودل کیږي.

 په دې برخه کې ټول هېوادونه او خلک باید د روغتیا د نړیوال سازمان سپارښتنې عملي کړي.

 که څه هم په بېلابېلو هیوادونو او دینونو کې د مړو خاورو ته سپارل په بېلابېلو بڼو ترسره کیږي، خو هغه څه چې باید ټول یې په پام کې ونیسي د روغتیا د نړیوال سازمان سپارښتنې دي او ټول اړ دي چې دهغه مطابق چلند وکړي، ځکه که داسې ونه کړي نو کرونا به وروسته ټول هغه کسان ووژني چې په دې ناروغۍ له مړه شوي سره یې اړیکي ټینګه کړې.

په ایران او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې چې په دې ورځو کې په روغتون مړه شي کورنۍ ته یې ترهغه نه سپارل کیږي چې د کرونا تست یې نه وي شوی.

دوی ورځې ورځې انتظار باسي.

 په کرونا مړه کسان څنګه خاورو ته سپارل کیږي؟

د روغتیا نړیوال سازمان پروتوکول له مخې مړی په ځانګړي کور( تابوت) کې ایښودل کیږي (البته داعادي تابوت نه دی بلکې نورې ځانګړتیاوې لري) او نه خلاصیږي.

 ځانګړي شوي امبولانسونه او افراد یې هدیرې ته وړي، غسل نه ورکول کیږي او د خښولو له پاره یې هم جلا ځایونه په پام کې نیول شوي وي( د اوسیدو له سیمې لیرې).

د روغتیا نړیوال سازمان وایي له دغه مړي سره باید هیڅ ډول تماس ټینګ نه شي. په ایران او ډیرو اسلامي هیوادونو کې هم د روغتیا د نړیوال سازمان دا سپارښتنې عملي کیږي.

 د بیلګې په توګه د ایران په پلازمینه تهران کې د کرونایی مړیو یا عفوني مړیو ځانګړې قطعه جوړه شوې چې دا ډول مړي هلته خاورو ته سپارل کیږي.

په ایران کې د کرونا مړي هم نه مینځل کیږي یا غسل نه ورکول کیږي.

 کله چې د کرونا ناروغ مړشی نو له ځنډ پرته په یوه ځانګړې خلته کې اچول کیږي او بیا د خلاصولو اجازه نشته ځکه چې نورکسان ورسره تماس ونه نیسي او په کرونا ناروغۍ اخته نه شي.

د ایران په ځینو سیمو کې چې ډېر مذهبي دي  د کرونا مړو ته د غسل پرځای تیمم ورکول کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي کله چې څوک په کرونا ناروغۍ ومري نو له ځنډ پرته باید خاوروته وسپارل شي ځکه چې د کرونا ویروس د خورېدو لامل کیږي.

خو په یو شمېر هغو هیوادونو کې چې د روغتیا دنړیوال سازمان سپارښتنې یې سمې نه دي عملي کړې کرونا ناروغۍ ډېر کسان وژلي.

د بیلګې په توګه ایران چې د ډاکټرانو په وینا مړي د دې پرځای چې په ځانګړې بڼه او ژر یې خاورو ته وسپاري د ورځو ورځو له پاره په روغتونو او یا غسل خانوکې پراته وي چې له امله یې نیژدې په ټول ایران کې دا ناروغي خوره شوې ده.

 که څه هم ایراني چارواکو ویلي هغه کسان چې په کرونا ناروغۍ مړه شوي وي کورنۍ ته له ورکولو پرته یې په ځانګړو تدابیرو او ځانګړي ځای کې خاورو ته سپاري.

ایراني چارواکي وایي ځینې مړي چې په غسل خانو کې پراته وي لامل یې دادی چې کورنۍ یې د ورسپارلو غوښتنه کوي، خو مسوولې ادارې یې ځکه نه ورکوي او نه هم خښوي چې تر شک لاندې وي چې ښایي په کرونا مړه شوي وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply