دا ولي هره ورځ وینې بهیږې؟

دیا سنګهـ انجان

0 814

دا ولي هره ورځ وینې بهیږې
دا ولي ټول غمجن دې نه خندېږې

تر څو به دا جنګونه دا حالات وې
تر څو به زمونږ لاس او پښي غوڅیږې

ګلاب ګلاب ځوانۍ خوارې ایرې شوې
تر کله به دا جنګ دلته اوسیږې

د جنګ ټیکه دارانو حساب شته دی
د جنګ ټیکه دارانو تپوس کیږې

هلته ټيټ سر به دریږی لاځوابه
دا دروغ دا مکاری هیڅ نه چلیږې

د هر ظلم به ځواب له تانه غوښت شې
مخ تورنو مخ به لا ستاسو توریږې

ستم پریږدی توبه وکړی لا وخت شته دی
مه ځنډیږی دا وخت هم درنه تیریږې

انجان ګوره محبت کي څنګ خوشال دی
غوړولی محبت دی لا غوړیږې

No photo description available.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply