کرونا تر ټوله زياته بې روزګاري په دغو برخو کي راوستلې ـ انځوريز راپور

0 698

د کرونا ويروس له کبله بنديزونو او محدوديتونو په ټوله نړۍ کي سوداګرۍ ته زيان رسولی دی. په دې ترڅ کي په مؤقتي توګه زيات انسانان بې روزګاره سوي او يا کار نه سي کولای. تر ټولو زيات اغېزمن سوي مسلکونه دلته وپېژنئ:

Reisebüro in Köln (DW/A. Subic)

سفري نمايندګۍ

په آلمان کي سفري نمايندګۍ د خپلې بقا له پاره مبارزه کوي. د کرونا بحران د سېلانيتوب او سفر سيکتور ته زيات زيان رسولی دی. آلمان ته پر تګ او راتګ بنديز دی. سفري نمايندګۍ بايد د رخصتيو له پاره له فرمايش ورکونو څخه اخيستل سوي پيسې بېرته ورکړي. نه دا چي دمګړی عايد نه لري، بلکي زړې سپماوي يې هم ختمي سوي يا د ختمېدو په حال کي دي.

Deutschland Flughafen Frankfurt am Main | Coronavirus | Polizei (picture-alliance/dpa/A. Arnold)

هوايي ډګرونه

په آلمان کي پر هوايي ترافيک د محدوديتونو له کبله هوايي ډګرونه سخت اغېزمن سوی دي. د آلمان د يو له تر ټولو لوی د کولن هوايي ډګر څخه اوسطا ۱۳ ميليونه انسانان هر کال و ۱۳۰ هيوادونو ته پروازونه کوي. خو دمګړی دغه هوايي ډګر د بيديا په شان خالي دی.

Corona-Virus Frankfurt Flughafen (picture-alliance/dpa/H. Bratic)

هوايي شرکتونه

هوايي شرکتونو د کرونا د بحران په پيل کي د مسافرو د کمېدو له کبله الوتنې کمول پېل کړې، خو کله چي زياتو هيوادونو له بهر څخه پر راتلونکو مسافرينو بنديز ولګاوه نو زيات هوايي شرکتونه مجبور سول چي په بشپړه توګه الوتنې ودروي. د آلماني هوايي شرکت لوفتانزا نژدې ۹۰ سلنې الوتکي په تمځايونو کي ولاړي دي.

Symbolbild | Fluglotse (picture-alliance/dpa/M. Gambarini)

پيلوټان

کله چي الوتکي نه الوزي نو پيلوټان به څه وکړي؟ هغوی اوس دمګړی بېکاره دي. د نړۍ لويو هوايي شرکتونو خپل خدمات درولي يا ډير محدود کړي دي. خو يو شمېر آلماني پيلوټان ځانګړي الوتنې کوي چي بهرني هيوادونو کي بند پاته آلمانيان خپل هيواد ته راورسوي.

Flugbegleiterin beim Service in Uniform aus dem Jahr 2003
(airberlin)

د الوتکو مېلمه پال

د الوتکو مېلمه پالې هم د پيلوټانو په څېر دمګړی هيڅ کار نه لري. د هغوی له پاره ځورونکی شی دا دی چي نه پوهيږي کله به يې کار بېرته پيل سي. د بحران له کبله زيات هوايي شرکتونه د ډېوالي کيدو په حالت کي دي او کارګر يې د دې ويري تر سيوري لاندي ژوند کوي چي ښايي دايمي بې روزګاره سي.

Flughafen Berlin Brandenburg | Arbeiter an Flugzeugfahrwerk (Imago Images/imagebroker)

د هوايي ډګر کارکوونکي

د هوايي ډګرونو کارګر هم د هوايي ترافيک د درېدو له کبله اندېښمن دي. د بېلګي په توګه د آلمان د کولون په هوايي ډګر کي د ۱۳۰ شرکتونو تر ۱۵۰۰۰ زيات کارګر کار کوي او هر کال د ۱۳ ميلیونو مسافرو د سفر له پاره امکانات او خدمات برابروي.

Bildkombo Park Inn Hotel

هوټل / مېلمستون

د کورونا بحران له کبله مېلمستونونو سخت زيان ليدلی دی. د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۸ کال په مالي بحران کي هوټلونو ۲۵ سلنه زيان وليد خو دا ځل د کرونا له کبله هوټلونه په بشپړ ډول خالي دي. ځيني هوټلونو هغو کسانو ته وړانديز کړی دی، چي له هوټلونو څخه خپل کاري ځايونو وګرځوي، څوک چي مجبوره دي د انټرنټ له لاري له کوره کار وکړي او په کور کي يې نفس تنګ دی.

Hamburg Mein Schiff 3 Kreuzfahrtschiff Zimmerservice (picture-alliance/dpa/C. Charisius)

د هوټل کارکوونکي

کله چي هوټلونه خالي وي نو کارګرو ته يې هم کار نه سته. که د هوټلونو څښتنان عايد ونه لري، نو هغوی بيا د هوټل چلولو او کارګرو ته معاشونه هم نه سي ورکولای. هوټلونه او ريستورانتونه هر کال نژدې د ۹۰ ميلياردو يورو کاروبار کوي، خو کرونا دمګړی دغه کار په ټپه درلوی دی.

Deutschland | Heidelberger Druckmaschinen (picture-alliance/dpa/U. Anspach)

ميخانيک

د کرونا د بحران له کبله د لګول سوو بنديزونو په وجه ټول هغه کارونه چي حتمي نه دي درول سوي. په دې ترڅ کي د آلمان مشهور موټر جوړونکو شرکتونو هم خپل توليد درولی دی، ځکه چي که ټول کارګر فابريکو ته ورسي نو د ټولنيز اړين واټن ساتنه به ګرانه وي.

Facharbeitermangel (Fotolia/Marco2811)

کسبکار

مسلکي کسبکاران د ودانيو له تعميراتي کارونو څخه نيولې د برېښنايي او توشنابونو د فيټينګ او ترميم پوري د زياتو ساحو له پاره اړين وي. خو نژدې دغه ټول کارونه د کرونا بحران له کبله په ټپه درېدلي دي. د آلمان حکومت غواړي د مسلکي کسبکارانو شرکتونو ته تر ۱۵۰۰۰ يورو فوري مرسته ورکړي، خو د هغه باوجوده د زياتو کسبکار وړو شرکتونو موجوديت له ګواښ سره مخامخ سوی دی.

Zoo Palast Berlin (Imago Images/Tinkeres)

سېنما

د کرونا ويروس د خپراوي د مخنيوي له کبله پر يوځای تر دوو زياتو انسانانو پر راغونډېدو بنديز دی. له دې کبله سېنماوي هم بندي دي. په آلمان کي په ۷۰۰ تياترونو کي شاوخوا ۴۰۰۰ صحنې يا د سېنما پردې سته. د بنديزونو له کبله هغوی ته هره اونۍ ۱۷ ميليونه يورو زيان رسيږي.

Filmstadt Berlin Valkyrie Dreharbeiten (picture-alliance)

د فلمونو فلمبرداري

د کرونا ويروس د خپراوي له کبله بنديزونو او محدوديتونو د فلمي صنعت کارونه په ټپه درولي او زيات شوټينګونه لغوه کړل سوي دي. په لومړي سر کي بعضي فلمبردارۍ په شخصي کورونو کي تر سره سوې خو کله چي موضوع جدي سوه نو ټول کارونه په بشپړه توګه ودرېدل.

Deutschland München ARCHIV | Nationaltheater, Bayerische Staatsoper (picture-alliance/RelaXimages)

تياتر

په آلمان کي به تياترونه لږ تر لږه د اپريل مياشتي تر ۱۹مې نېټي پوري تړلي وي. د اروپا په نورو هيوادونو کي هم تياترونه بندي دي. د برلين د يو تياتر چلوونکی توبياس فايټ وايي چي د بنديزونو له پيل راهيسي يې ۵ لکه يورو تاوان کړی دی.

Bonner Oper | London Symphony Orchestra ( Barbara Frommann)

آرکیسټرا

د سېنما او تياتر په شان په آلمان کي آرکيسټرا هم بند دي چي له کبله يې د هنرمندانو پر عايد اغېز کړی دی. د اکثرو دغو هنرمندانو کارونه د لنډمهاله او کوچني تړونونو سره مربوط وي. که چيري نوي تړونونه نه وي نو هغوی عايد هم نه لري او د بې روزګارۍ د ګواښ سره مخامخ دي.

BdT | Corona Virus: Das öffentliche Leben in Stuttgart (Imago Images/Lichtgut/M. Kovalenko)

کافې او چای خوني

کافې او چای خانې هم د کرونا له کبله تړل سوي دي. په ټول آلمان کي پر راټوليدني بنديز دی او له دې کبله هيڅوک دباندي نه وځي. که څه چي د اوس په شان لمر لرونکو او مخ په تودېو ورځو کي عموما زيات آلمانيان کافي ورکوونکو ريستورانتونو ته مخه کوي، خو اوس ټول پر کور پاته دي. د کافې خرڅوونکو له پاره دا يو لوی اقتصادي تاوان دی.

Schweden Stockholm | Coronavirus | Bars geöffnet (picture-alliance/AP Photos/TT News Agency/A. Lorestani)

بار

په آلمان کي د هوټلونو او ريستورانتونو تر څنګ بارونه هم د کرونا له کبله بند دي. ځکه چي د بار چلولو اجازه نسته. خو يو شمېر بار چلوونکي اوس د خلکو کورونو ته مشروبات ور رسوي. خو بيا هم اکثره يې د لوی اقتصادي زيان سره مخامخ دي، ځکه چي د برېښنا او کرايې په شان لګښتونه لا په دغو پيسو نه سي پوره کولای.

Berliner Kiez-Buchhandlung - Leseecke mit Ohrenses (picture-alliance/K. Kleist-Heinrich)

کتاب پلورنځي

د کرونا بحران پر کتابفروشيو هم سخت منفي اغېز کړی. که څه چي د کتابونو دکانونه د بنديزونو له کبله نه دي تړل سوي، خو اجازه نه لري چي پکښي زيات مشتريان پر يو وخت راټول سي. زيات کتاب پلورونکي اوس کوښښ کوي چي د تليفون، انټرنټ او پوستې له لاري خپل کتابونه تر لوستونکو ورسوي.

Symbolbild Fitnessstudio (Colourbox)

ورزشي کلبونه

په آلمان کي د کرونا د مخنيوي له کبله ورزش کلبونه هم بندي کړل سوي دي. د سپورټ او ورزش نورې عامه موسسې لکه د لامبو حوضونه او د لوبو ميدانونه او لوبغالي هم بند دي. يو شمېر خلک صرف د ځغاستي له لاري خپل ځان د کرونا پر وخت تکړه ساتي.

Indonesien Kampf gegen die Prostitution (Reuters/D. Whiteside)

سلماني/آرايشګا

په آلمان کي سلمانۍ او آرايشګاوي هم بندي دي دوی هم ډير تاوان رسېدلی دی.

Autowerkstatt Abgasskandal ein Software-Update auf einen Volkswagen Golf (picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte)

مستري خانې

په آلمان کي د موټرونو د ترميم ځايونه لا پرانستي دي او که د چا موټر خراب وي نو يې هلته وروستلای سي. خو د نوو موټرو خرڅوونکي دکانونه او شورومونه تړلي دي، په استثنا د هغو پلورنځيو چي موټرونه ترميموي. خو هغوی پر مشتريانو اضافي پرزې نه سي خرڅولای.

dw.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply