کورونا راغله

رحمت شاه فراز

0 642

کورونا راغله. کرونا یوه طبیعي وبا ده. مسلمان پر دې عقیده دی چې د الله له لوري ده، هماغه ذات به یې چاره کوي. دا عقیده پخپل ځای درسته ده، خو که له عقلاني چلند او منطقي تدبیر سره غاړه غړۍ نه شي؛ فکر کوم مسلمان امت به د خپل دین د اساسي لارښوونو پر وړاندې ګام پورته کړی وي. زه دلته د ((اساسي لارښوونو پر وړاندې ګام)) لپاره د نقلي دلایلو په راوړلو د خپلې مقالې لمنه نه اوږدوم، یوازې د کرونا وایروس پر وړاندې د مسلمان امت پر چلند خبرې کوم. زموږ د ((مذهبي فکر)) یو ستر منل شوی ارزښت، او پر دې امت غالب نظر دا دی چې د ژوند هر اړخ، هر ډګر ته باید له مذهبي لیدلوري وکتل شي؛ او د هر راپېښ کړکېچ او مسئلې په اړه د دین او مذهب لیدټکی وپتېیل شي؟ بې لدې چې وګورو آیا دا موضوع له دین او مذهب سره اړخ لګوي او که نه؟ او آیا اړتیا شته چې د هر شي په اړه د اسماني اشارې تمه ولرو، که نه؟

کرونا یو طبي آفت دی او د انسان ژوند یې له ګواښ او خطر سره مخ کړی؛ نو په دې تړاو یوازینی مسؤلیت د دې برخې کارپوهانو، متخصصینو، د عامې روغتیا وزارت، د بشر ژغورنې د ټولنو او د طبي برخې څېړونکو ته متوجه دی چې په دا ډول کړکچېن او ستونزمن مهال کې څه پکار دي؟ او کوم اړین تدابیر باید نیول شي؟

له بده مرغه، د تل په څېر زموږ چلند دا ځل هم له دې سره خلاف وو، او بیا مو هم مذهبي رهبرانو ته مخه کړه، او د یوې ساینټیفیکي، علمي، او طبي موضوع په هکله مو څه باندې لس پېړۍ وړاندې لیکل شوي نصاب فارغینو ته د خپلو پوښتنو بوخڅه پرانیسته او هغوی هم د تل په څېر بې له دې چې د موضوع ماهیت او نوعیت وګوري او د اصلي سرچینې او دریځ پر لور مو سوق کړي، زموږ رهنمايي او لارښوونې ته یې پایڅې وربډ وهلې، او د خپل اثر و رسوخ د دوام لاره همدا ور ترسترګو شوه. دا همداسې مثال لري لکه د شاتو په لټه کې راوتلی شخص چې د شړشمو تېلو پلورنځي ته ودرېږي.

دلته یوه ټکي ته اشاره ډېره اړینه بولم، په دې کې هېڅ د تردد ځای نشته چې دا ((څه باندې لس پېړۍ وړاندې لیکل شوی نصاب)) د وګړو د اخلاقي سمون او روحاني ارتقا لپاره هغه ګرانبیه پانګه او زرینه زېرمه لري چې د نړۍ بل هېڅ علمي نصاب او/یا څېړنیز کار (تر دې چې ساینس هم) ورسره د سیالۍ جوګه نه دی. خو پکار ده چې دا ټکی هم له یاده ونه باسو چې هره پوښتنه د خپل ځواب لپاره بېل ماخذ او جدا بنسټ لري.

خبره د ناسم او غیرعقلاني چلند تر شاوخوا څرخېده؛ د دې پر ځای چې موږ یوه ملا ته ورغلي وی، پکار وه چې د دې ستونزې پر ساینسي، علمي او طبي حل لارې پسې وتلي وی؛ او د ډاکټرانو سپارښتنو او لارښوونو ته غوږ غوږ شوي وی، او د زړه له تله مو ترې هرکلی کړی وی.

په دې ځای کې، له همدې ټکي سره مرتبط یوه بېلګه راوړل ښايي د لیکوال دې کرښو ته د استدال مټې ورکړې: دا زموږ د دیني علماوو ډېر پخوانی چلند دی چې کله له دوی څخه څوک پوښتنه کوي چې زه ناروغه یم، نو آیا زه د روژې په میاشت کې روژې قضا کولی او وروسته پوره کولی شم؟ نو د دوی ځواب دا وي چې دا پرېکړه یوازې یو ډاکټر کولی شي چې آیا په رښتیا هم ستا ناروغي داسې ده چې د روژې نیولو توان یې درڅخه اخیستی او که نه؟ د دې کرونايي بهیر له پیل څخه، د لیکوال د فکري عمل ډېری برخه همدې پوښتنې نیولې چې دا مهال هم دوی ولې هماغه چلند نه ور خپلوي؟ او په دې کړکېچن وخت کې د ډاکټرانو او کارپوهانو د ملاتړ پر ځای ولې د هغوی پر خلاف ویناوو باندې ټینګار لري؟

البته علماوو هغه مهال خامخا د نیوکې یو څه حق درلود چې کله دا موضوع تر مذهبي دهلېز ورسېده او پر دیني کړنو او اعمالو (لکه جومات ته پرتګ او لمونځ) بندیز ولګېد، خو دا نیوکه هم په هماغه چلند ځواب کېدای شوی چې دوی یې د هغه ناروغ په مقابل کې غوره کوي چې د رمضان روژې نه شي نیولی. له دې ورهاخوا، دوی هېڅ حق نه درلود.

لیکوال د بي بي سي راډیو پر هغې خپرونې هم کلکه نیوکه لري چې د کرونا په هکله د عامه پوهاوي لپاره جوړه شوې وه، او د یوه ډاکټر تر څنګ یې یوه دیني ملا ته هم بلنه ورکړې وه؛ او تر ټولو لوی ظلم دا چې کوربه له ملا څخه دا پوښتنې هم کولې چې دین په دې هکله څه وايي؟ او ملا هم د ډېرو ناقصو دلایلو او بې سنده روایتونو له مخې د دې خبرې د اثبات هڅه کوله چې خلک باید د خپل ځان ساتنه وکړي.

د دې پوښتنې تر ټولو لنډ ځواب د راقم الحروف په فکر دا دی چې ویل شوي وی: هغو لارښوونو او سپارښتنو ته غوږ ونیسئ چې ډاکټران، د دې برخې کارپوهان او په دې هکله تازه ساینسي او علمي څېړنې یې وړاندیزوي، او دا چې موږ یو مسلمان امت یو او پر یوه خدای عقیده لرو، نو له هغه څخه د مرستې او له دې آفت څخه د ژغورتیا لپاره لاسونه هم لپه کړئ. یو مسلمان ته بویه چې د ژوند په هره برخه کې پر همدې دوو پړو غاښونه کلک کړي: تدبیر او پر الله توکل.

د حسن اختتام لپاره د مولانا پر دې بیت خپل زړونه ارام او ارواې خوږې کړئ:

ګفت پیغمبر به آواز بلند
با توکل زانوی اشتر ببند

رمز الکاسب حبیب الله شنو
از توکل در سبب کاهل مشو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply