ولسمشر: د تل پاتې سولې تامین لپاره مو ټول لازمي ګامونه اخیستي دي

0 653

ولسمشر محمد اشرف غني نن یکشنبه، د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې دیبرا لوینز سره د خبرو پر مهال ویلي، سوله د افغان حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او په هیواد کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره مو ټول لازم ګامونه اخیستي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ویلي، د افغان دولت د لومړیتوبونو ترڅنګ به په سیاسي مسایلو، د سولې پروسې او کرونا ویروس سره په ګډه مبارزه تمرکز او کار وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان نوې استازې ویلي، د افغانستان دولت او ملګرو ملتونو سازمان ترمنځ د همکارۍ د نوي څپرکي د پرانیستلو غوښتونکې ده، ترڅو مګرو ملتونو سازمان او د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغان دولت سره په ګډه د هغو مهمو مسایلو د حل په موخه چې افغانستان ورسره مخ دی  منظم او منسجم کار وکړي.

خبرپاڼه کاږي، اغلې دیبرا لوینز ژمنه وکړه چې افغان حکومت او جمهوررئیس سره به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ژمنتیاوو کنفرانس لپاره چې په  پام کې ده، سږکال ترسره شي، له نږدې کار وکړو، ترڅو د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د ژمنتیاوو تازه کولو لپاره تیاری ولرو.  

بلخوا، جمهوررئیس غني له دیبرا لوینز څخه په مننې زیاته کړې، ملګرو ملتونو سازمان سره د همکاریو د نوي فصل پرانیستلو ، ګډ کار او مبارزې له لارې باید دکرونا ویروس له امله پر ټولنه او اقتصاد کېدونکې منفي اغېزې راکمې کړو.

همدارنګه یې د ملګرو ملتونو دفترونو د کار او پروژو موثریت، حساب ورکولو او شفافیت ته د پاملرنې ترڅنګ په هغه اړه د افغانستان حکومت سره د معلوماتو شریکولو یادونه هم وکړه.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، حکومت له نړیوالې ټولنې سره ګډ کار ته لېواله دی او موږ ته دا مهمه ده چې د کرونا ویروس د منفي اغېزو پر وړاندې په همغږۍ کار وکړو. هغه زیاته کړه، جنیوا کنفرانس ته چې سږکال په نومبر میاشت کې جوړېږي، موږ باید له پوره چمتووالي سره ورشو. د سولې پروسې او کرونا ویروس سره د مبارزې پرمختګونه به هم په دغه کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې سره شریک کړو.

د هیواد جمهوررئیس وویل، طالبانو متاسفانه لا هم له تاوتریخوالي څخه لاس نه دی اخیستی او نه یې هم د روژې مبارکه میاشت کې د اوربند په موخه د افغانستان دولت، خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی دی او هیله ده چې طالبان د اوربند غوښتنه ومني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply