ټرمپ له افغانستانه خپل ټول سرتېري باسي

0 525

ان بي اس نیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی دی، چې د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د کرونا وایروس له وېرې له افغانستان ټول سرتېري باسي.

د راپور پر اساس، ټرمپ له خپلو نظامي سلاکارانو غوښتي چې د سرتېرو ویستلو لړۍ باید پیل شي.

د سرچینې په وینا، ټرمپ هره ورځ افغانستان کې د خپلو سرتېرو له موجودیت شکایت کوي او ټينګار يې دا دی چې ځواکونه یې باید له افغانستان څځه ووځي.

راپور وايي، د ټرمپ سلاکارانو هغه ته ویلي، که چېرې د کرونا وایروس له وېرې له افغانستانه امریکايي سرتېري کاږل کېږي، باید د نړۍ له نورو برخو هم و ایستل شي.

د راپورونو پر اساس، تر اوسه افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ۴ غړي په کرونا وایروس اخته شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply