ټاس: طالبان د بلک واټر په رول کې راڅرګندېږي

0 717

د بلک واټر مشر ایرېک پرینس ویلي، د امریکا په نوي راتلونکي جنګي ماموریت کې به طالبان د بلک واټر سرتېرو په رول کې راڅرګند شي.

هغه د روسیې له ټاس خبري آژانس سره په تازه مرکه کې ویلي، دا چې بلک واټر ته په تېره افغان جګړه کې رول ور نه کړل شو، اوس د طالبانو او امریکا د سولې له توافق وروسته، دغه رول طالبانو ته ورکول کېږي او دغه ډله به یې پر مخ وړي.

د پرنیس په وینا، طالبان مکلف دي چې د هوکړې پر اساس، د داعش، القاعده او نورو اورپکو ډلو خلاف جګړه وکړي، هغه ډلې چې د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دي.

هغه زیاته کړې، د طالبانو نوی مسوولیت هغه مسوولیت ته ورته دی چې کابو شل کاله مخکې بلک واټر ته سپارل شوی وو.

طالبانو بیا تر اوسه ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

افغان حکومت تر دې وړاندې بلک واټر ته د افغان جګړې د ورسپارلو مخالفت کړی و او ددې کمپنۍ رییس ته یې اجازه نه وه ورکړې چې افغانستان ته سفر وکړي، خو اوس لیدل کېږي چې طالبانو ورسره دغه مسوولیت منلی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply