کرونا ویروس په نړۍ کې پنځه پنځوس خبریالان مړه کړي

0 639

د رسنیو یوه  غیر انتفاعي موسسه وایي د روان کال د مارچ را په دیخوا په نړۍ کې کرونا ویروس لسګونه خبریالان مړه کړي دي.

د رسنیو دا  موسسې (PEC)  وایي کرونا تر ټولو ډېر خبریالان په اکوادور او امریکا کې مړه کړي دي.

د دغې موسسې موندنې ښیي چې خبریالان او د خبري بنسټونو کارکوونکي محافظتي جامې او نورو اړین توکي نلري چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره اړین دي.

دغه موسسه وایي په ۲۳ هیوادونو کې یې د ۵۵ خبریالانو د مړینې په اړه راپورونه تر لاسه کړي خو لا معلومه نده چې په ټوله نړۍ کې څومره نور خبریالان په کروناویروس اخته او یا هم مړه شوي‌دي.

د دې موسسې یوه اعلامیه وایي : “خبریالان د دغې وبا پر مهال له  لویو ستونزو سره مخ دي. دوي روغتونو ته ځي، ډاکټرانو او نرسانو سره خبرې کوي، سیاسي مشرانو، کارپوهانو، ساینسپوهانو او حتی بیمارانو سره د دغه ویروس په اړه د معلوماتو ټولولو لپاره مرکې کوي.”

د دغه مرکز معلومات ښيي چې یواځي ایکوادور کې نهه ژورنالستان په تیرو دوه میاشتو کې د کروناویروس له کبله مړه شوي دي.

همداراز امریکا کې اته، برازیل کې څلور او برتانیا او هسپانیا کې درې-درې ژرونالستان مړه شوي دي.

د رسنیو د خپلواکۍ غیر انتفاعي موسسې (PEC) د ملګرو ملتونو وروستیو څرګندونو په تایید ویلي چې ځینو هیوادونو کې د کروناویروس په پلمې د ځینې خبریالانو او رسنیو په فعالیت بندیز لګول شوی چې د اندیښنې وړ خبره ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply