له کورونا څخه د ځان ساتنې لارې چارې

پوهندوی عبدالخلیل افغاني

0 1,307

د وبايي امراضو شا لید او تاریخچه

پوهیږو چې ټول مرضونه، مصیبتونه، عذابونه او آفتونه د الله تعالی له طرفه وي، کله چې بنده ګان د الله تعالی له اوامرو سرغړونه شروع کړي او له الله جل شانه یې رجوع قطع شي؛ نو الله تعالی په خپلو بنده ګانو امتحان او ازمایش راولي تر څو بنده ګان خپلو کړنو ته متوجه شي او بيرته الله تعالی ته رجوع وکړي.

ناول کرونا-19 وائرس په نړۍ کي لومړۍ وباء نه ده چي، نړۍ يې د پرمختللي طب سره سره په مخ راګرځولو کي پاتې ده او لا ورځ تر بلي د خونړۍ وباء شکل اختياروي, ورځ تر بلې په مرض د اخته کسانو او مړینې شمير زياتيږي او دا لامل دی چي، د ماهرينو په اند د دوهم جنګ جهاني وروسته په بشریت کی دا تر ټولو لويه غميزه ده.

په تاریخ کې د ساري ناروغیو(ویروسي، بکتریایی او پرازیتونو) څخه انساني تلفات ترهرڅه (زلزلو، قدرتي آفتونو، جنګونو) زیات وي او نن د کورونا ناروغۍ هم اوښودله چې، ټولنه یی زیاته اسیب پذیر ده، اوس پوښتنه داده، چې موږ څرنګه کولای شو په راتلونکی کی د ورته ساري ناروغیو مخه ونیسو.

د ملاریا د ماشي یا منګس په واسطه  پیدا کیدونکي ناروغۍ ملاریا، چې زرګونه کلونه یې انسانان ښکار کړل؛ خو له نیکمرغه د تیرو شلوکلونو راهیسې یې د وقایی او علاج په رامنځ ته کیدو سره  د مرګ په کچه کې د پام وړ کموالی راغلي چې، له دې وړاندې یی هرکال تقریباً نیم میلیون انسانان له مینځه وړل. په شپږمه پیړۍ کې طاعون چې د Plague of Justinian په نامه یادیږي، تر پنځوس میلونه پورې انسانان له مینځه یووړل. په څوارلسمه پیړۍ کې تور مرګ (Black Death ) چې د عین پتوجن لخوا رامنځ ته شوی وو، تر دوه سوه میلونه پورې انسانان ووژل. په شلمه پيړۍ کې قوي یا چیچک (Smallpox ) تر دري سوه میلونه پورې خلک له مینځه یووړل. په ۱۹۱۸ کال کې انفلوانزا د پنځوس څخه تر سلو میلونو پورې انسانان ووژل او د هغه وخت د موجوده انسانانو د هرو دریو څخه یو یې اغیزمن کړ. ایډز چې یوه بله بدمرغه ناروغي ده اولا تراوسه یې درملنه یا واکسین نه دي جوړ شوي، دوه دیرش میلونه خلک مړه کړي، پنځه اویا میلونه یې اغیزمن کړي او لا هم هره ورځ پدې شمیرکې نوره اضافه رامنځ ته کیږي.

کله چي يو مرض د  طاعون او وبا شکل اختيار کړي؛ نو بيا د مرض خطر مسلمان او کافر دواړو ته متوجه کیږي د طاعون او وبا تاريخ ته که نظر وکړو دا خبره به را ته څرګنده شي چي، مسلمانان هم د وبا له امله مړه شوي دي .د بيلګي په ډول په صدر اسلام کی د حضرت معاذ بن جبل – رضي الله عنه – په شمول د ده ټوله کورنۍ د وبا له امله شهيدان شوي دي.

حضرت ابو عبيدة بن ا لجراح – رضي الله عنه – د طاعون له امله شهيد شوی دی .
یوازې په دې توپیر چي، د الله ج څخه د منکرینو  لپاره عذاب دی او د مسلمانانو لپاره يې مرګ د شهادت درجه لري .

د کورونا ویروس پیژندنه  

د کورونا ویروس د لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۶۸ کې د ویروس پيژندونکو د یوې ډلې (J D Almeida et all) لخوا وپیژندل شو. دا د واحد تار لرونکی رایبو نیوکلیک اسید یا Single-stranded RNA ویروس دی، چې قطر یې ۱۲۰ نانومیترو ته رسیږي. دغه ویروس د Coronaviruses له ډلې څخه دی او د Corona د لفظ مختلفې معناګانې کیدلای شي، ولې په دهغه وخت کې د دغو عالمانو په ذهن کې د لمرسترګه او د هغې چاپیره شغلې وې، چې جوړښت یې د کورونا ویروس سره ورته والي درلود؛ نو دغه ویروس ته یې د Coronavirus نامه ورکړه. دغه ویروس د Betacoronaviruses له جینس سره تړاو لري، چې رسمي نوم یې د ICTV(International Committee on Taxonomy of Viruses)  کمیټې لخوا د ۲۰۲۰ کال د فروري میاشتې په ۱۱ نیټه Severe Acute Respiratory Syndrome Coronavirus 2 (SARS-CoV-2)”  کیښودل شو، چې د covid-19  عامل دی. د دغه مرض په اړه ځینې عامې پوښتنې او د هغوي ځوابونه په لاندې ډول دي.

کورونا مرض علایم څه دي؟

معمولي اعراض: تبه، ستومانتیا او وچ ټوخی

غیرمعمولي اعراض: د عضلاتو دردونه، د مریو درد او سوزش، د پوزې بندیدل یا بهیدل، اسهال، د خوند اوبوی حس له مینځه تلل، د بعضې مریضانو په پښو باندې د سرو دغموجوړیدل، سړه لړزه لرونکې تبه.

کورونا مرض څنګه د یو انسان څخه بل انسان ته سرایت کوي؟

د کورونا ویروس یو تنفسي ویروس دی کوم چې په بنیادي ډول د اخته شوي تن له لاړو څخه دده د ټوخي، پرنجي او یا هم هغه رطوبتونه چې د پوزې څخه خارجیږي، انتقالیږي.

د کورونا ویروسي مرض څومره دوام کوي؟

د خفیفوعلایمودرلودونکي مریضان د اخته کیدو له ورځې څخه تقریباً تر دوو هفتو پورې او د شدیدو علایمو مریضان د 3-6 اونیو پورې د جوړیدو وخت نیسي.

کوم کسان باید صحي مرکز ته مراجعه وکړي؟

هغه کسان چې تبه، ټوخی او تنفسي ستونزې ولري باید صحي مرکز ته مراجعه وکړي.

آیا ټول اخته شوی کسان په شفاخانه کې بستر کولو ته اړتیا لري؟

نه ، تقریباً ۸۰ سلنه اخته شوي ناروغان د کومو ځانګړو اهتماماتو پرته شفا مومي او کیدلای شي له هرو شپږو کسانو یو تن وخیم حالت اختیار او په شفاخانه کې بسترکیدو ته اړتیا ولري، ترڅو اکسیجن ورته مهیا کړل شي.

د شکمنو یا په ویروس د اخته کسانو سره باید څومره فاصله مراعت شي؟

اخته شوي کسان د ټوخي ، پرنجي او یا هم د خبرو پرمهال په ویروس ککړ شوي قطرات یا څاڅکې انتقالوي، نو بناً د دوي سره باید د یو متر څخه تر دوو مترو پورې فاصله مراعت شي.

د کومې کټګورۍ خلک ددې مرض څخه زیات متاثره کیدلای شي؟

د کورونا ویروس څخه د هر عمر لرونکي متاثر کیدلای شي، ولې په عام ډول سره د ډیر عمر لرونکي خلک، هغه خلک چې له پخوا څخه صحي ستونزې ولري، لکه ساه بندي، شوګر، د زړه ناروغي درلودونکي خلک، د لوړ فشار لرونکي خلک، د ایډزمرض درلودونکي خلک، د نشه ایی توکو کاروونکي خلک او په ټوله کې هغه خلک چې د وجود دفاعي سیستمونه یې کمزوري وي، ددغه مرض څخه زیات متاثره کیدلای شي.

آیا د کورونا ویروس د هوا له لارې انتقالیدلای شي؟

چون د کورونا ویروسونه نسبت نورو ته یو څه درانه دي او ترډیره وخته نه شي کولای په هوا کې معلق پاتې شي، نو د اخته شوی انسان په یو متري کې شاید د هوا له لارې روغ انسان ته انتقال شي او پرته له هغې په نورو جسمونو غورزیږي، چې په مختلفو سطحو ددغه ویروس د ژوندي پاتې کیدو وختونه مختلف دي، چې د اړونده سیمي رطوبت او د حرارت درجي ته فرق کوي. په عام ډول سره د لرګي او شیشې پرسطحو باندې ترڅلورو ورځوپورې، پرکاغذ د څلورنه ترپنځو ورځوپورې، پرپلاستک ترپنځوورځو پورې، پرسټیل تردوو ورځوپورې، د جراحۍ په دست کشوباندې تراتوساعتونو پورې او د المونیم پرسطحې د دوو نه تراتو ساعتونو پورې پاتې کیدلای شي. په هرصورت د هرقسم سطحي سره د تماس نه وروسته باید لاسونه په صابون، الکوحل لرونکو یا ضد عفوني موادو باندې ووینځل شي.

آیا د کورونا ویروس د درملنې لپاره د انټي بیوټیک دواګانو خوړل ضروري دي؟

نه!، انټي بیوټیک دواګانې د بکتریاي مرضونو د تداوي په موخه کارول کیږي ، نه د ویروسي. او بل داچې انټی بیوتیک دواګانی د بدن دفاعی سیستم کمزوری کوی او په نتیجه کی د یاد ویروس په وړاندې د بدن معافیت کمزوری کیږي، له دې امله په دې برخه کی زیات  احتیاط پکار دی او د معالج داکترصاحبانو سره پرې مشوره کول لازم او ډیر اړین دي.

آیا هر وخت د ماسک اغوستل ضروري دي؟

که یو څوک د کورونا په ویروس اخته شوی وي یا هم ټوخي لري او یا هم دداسې کسانو سره مخامخ کیږي چې په دغه مرض اخته شوي وي، باید ماسک وکارول شي، د ګڼې ګوڼې په صورت کې هم د ماسک کارول ښه دي، پرته له هغې د ماسک کارولو ته اړتیا نشته، بله داچې په یوه وخت د څو ماسکونو کارول ښه نه دي.

آیا د کرونا یو ناروغ دوهم ځل لپاره په کورونا وایروس اخته کیدای شي؟

دا هغه پوښتنه ده چې ډیری له دې ناروغۍ څخه بیرته جوړ شوي کسان يې له ډاکټرانو څخه کوي، هو په دې ناروغۍ اخته کس که ځان ونه ساتي بیرته په دې ناروغۍ اخته کیدلای شي، د بیجینګ – چاینه جاپان فرینډشیپ روغتون د نمونیا د برخې مشر ډاکټر جنګیان وايي، د دغې ناروغۍ وروسته بدن یوه انټي باډي جوړوي خو دغه انټي باډي ډیر وخت لپاره نه پاتې کیږي؛ نو ځکه په کورونا وایروس اخته کس د رغیدو وروسته هم باید لکه د نورو په شان احتیاطي تدابیر ونیسي.

ډاکټر اسټیفن وايي چې څوک یو ځل په کرونا وایروس اخته شوي او جوړ شوي وي دې کس ته بیا دا وایروس د لګیدو امکان کم دی؛ خو که مدافعتي نظام يې کمزوری وي؛ نو بیا پرې اخته کیدلائ شي.

نظافت او پاکوالی

د یوه حدیث شریف مفهوم دی، چې وايي: پاکوالی د ایمان برخه ده.(الطهور شطر من الایمان)

دا چې نظافت او پاکوالي زمونږ د ایمان برخه ده؛ نو پرته لدې چې صحي لارښوونو ته پام وکړو، د یوه مسلمان په صفت د خپل ځان پاکوالی، د جامو پاکوالی او د خپل ځای پاکوالی زمونږ ایماني او دیني وجیبه ده، چې باید ترسره یې کړو.

احتیاطي او وقایوي اړخ

په حديث شريف کي راغلي دي: إِذَا وَقَعَ الطَّاعُونُ بِأرْضٍ وَأنْتُمْ بِهَا فَلاَ تَخْرُجُوا مِنْهَا ، وَإِذَا وَقَعَ بِأرْضٍ وَلَسْتُمْ بِهَا فَلاَ تَقْدُمُوا عَلَيْهِ.( مسند أحمد ص : ۴۱۶ ج : ۳ )

ژباړه:  کله چي طاعون (وبا) په يوه زمکه کي پيښه شي او تاسو په هغې کي ياست، نو مه ځيني وزئ او کله چي په يوه زمکه کي پيښه شي او تاسو په هغې کي نه ياست، نو مه ورځئ. چې ددې مبارک حدیث څخه مراد د نن ورځې قرنطین دي، که رښتیا هم د پیغمبر ص په دي مبارک قول عمل صورت نیولی وای؛ نو نن به د نړۍ دومره ډیر انسانان ددغې فاجعې سره نه لاس او ګریوان کیده.

دا حديث او همدا راز نور ګڼ احاديث په دې اړه شته چي بايد د وبا د مرض په وخت کي احتياطي تدابير او اسباب اختيار کړل شي او دا د اسبابو استعمالول د ځان ساتني لپاره پر الله تعالی د توکل کولو سره منافي او په ټکر کي نه دي.

درنو لوستونکو تاسې وګورئ ميږتون/ميږی چې کله  خطر محسوس کړ؛ نو خپل قوم ته یې وویل: ”قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ.“ سورة النمل (18)

ژباړه: وویل د مېيږیانو ملکې ای ميږتنو! خپلو کورونو ته ننوځئ، چې سلیمان علیه السلام او د هغه لښکر مو پای مال نه کړي په داسې حال کې چې هغوی به خبر هم نه وي؛ نو مونږ او تاسې ته هم په کار دي، چې د یو عقل مند مخلوق په صفت، چې د نړۍ له نورو مخلوقاتو یی جدا کړې یو احتیاط وکړو، د نظافت خیال وساتو، له ګڼې ګوڼې ګوښه شو، په خپلو کورونو کې پاتې شو، د الله تعالی ذکر وکړو، استغفار ووایو، له خپلو تقصیراتو توبه وباسو، الله تعالی ته رجوع وکړو او د هغه اوامر عملي کړو تر څو له دغه عذابه نجات پیدا کړو.

یوبل حدیث شریف د حضرت عائشه رضي الله عنها څخه روایت دی، هغه وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم نه د طاعون باره کې پوښتنه وکړه؛ نو رسول الله صلی اله علیه وآله وسلم ماته خبر راکړ، چې دا یو عذاب دی، الله تعالی دغه عذاب لیږي چاته یې چې خوښه شي، نو دغه عذاب د مؤمنانو لپاره رحمت ګرځوي، که یو سړی په طاعون مبتلاء شي، په خپل کور/ښار کې پاتې شي، صبر کوونکی او د ثواب غوښتونکی وي او په دې پوهیږي چې ده ته نه رسیږي مګر هغه څه چې الله تعالی ورته لیکلي وي؛ نو ددې کس لپاره به د یو شهید هومره اجر وي.

عن عائشة رضي الله عنها قالت: سألت رسول الله ﷺ عن الطاعون فأخبرني رسول الله ﷺ (أنه كان عذابا يبعثه الله على من يشاء فجعله رحمة للمؤمنين ، فليس من رجل يقع الطاعون ، فيمكث في بيته صابراً محتسبا ، يعلم أنه لا يصيبه إلا ما كتب الله له إلا كان له مثل أجر الشهيد “. صحيح رواه أحمد (26139) وقال الشيخ احمد شاكر صحيح ، والبيهقي في الأسماء والصفات (ح٣٠٣ص ٣٧٦) وهو صحيح رجاله كلهم ثقات ، ورواه البخاري(٥٤٠٢) بلفظ (فيمكث في بلده) بدلاً من بيته

همدغه پورتنی حدیث د مسلمانانو لپاره ستر زېری دی؛ ځکه حدیث کې راغلي، چې ددې عذاب په وخت کې په خپل کور/ښار کې سکونت اختیار کړي او د ثواب غوښتونکی وي؛ نو الله تعالی به د یو شهید هومره اجر ورکوي، نور دا نه دي ویل شوي چې له دې عذابه مړ شي بیا به د یو شهید اجر ورکول کیږي او که مړ نشي د یو شهید اجر به نه ورکول کیږي؛ بلکې په دواړو حالاتو کې دغه کس د یو شهید هومره د اجر خاوند شو؛ خو شرط پکې همدا دی چې په خپل کور/ښار کې واوسي او بهر بې ضرورته را و نه وځي.

په مرض باندې د اخته کسانو سره د تعامل او چال چلن په مورد په یوه بل حدیث شریف کې راغلي:

چې فرمايي: «فرٍ من المجذوم فرارک من الأسد»، یعنې د جذام او وبايي مرض څخه داسې وتښتئ، يعنې ځانونه ترې داسې لیرې وساتئ لکه له  زمري نه چې تېښته پکار ده.

وروى أيضا من حديث ابن أبي أوفى أن رسول الله قال كلم المجذوم وبينك وبينه قيد رمح أو رمحين رسول الله مبارک فرمايي چې له مجذوم سره په داسې حال کې خبرې کوه چې ستا او د هغه ترمنځ یوه، یا دوه نیزې واټن وي.

له دې څخه پرته باید ځینې نور احتیاطي تدابیر هم ونیول شي. لکه:

په صابون باندې باربار د لاسونو وینځل

د اوداسه پرمهال د خولې او پوزې په داسې طریقې سره مینځل چې په مالګینو اوبو سره د ستوني غرغره او پوزې ته هم واچول شي.

د ضد عفوني موادو لکه ډیټول، سینټایزر وغیره کارول

په ځانګړي دستمال باندې د لاسونو پاکول

په مرض د اخته شوي کس سره د فاصلې مراعت کول

د هغو کسانو چې ټوخی او پرنجی ولري د فاصلې نیول

د لاسونو په واسطه د پوزې، خولې او سترګو نه لمسول

د ټوخي او پرنجي پروخت په دستمال یا څنګل باندې د خولې او پوزې پټول

د تبې، ټوخي او ساه ایستلو پروخت د تکلیف په صورت کې د ډاکترسره مشوره کول

د ګڼه ګوڼې پروخت او یا هم د بعضې علایمو د درلودلو پر وخت د ماسک کارول

د لمرله تودوخې څخه استفاده کول

د ګرمو اوبو د بخارانو تنفس کول

د زیاتو مایعاتو کارونه

درملنه او طبي اړخ

لا تراوسه د کورونا ویروس تداوي نشته او په ټوله نړۍ کې د ۷۰ نه په زیاتو واکسینونو کار جریان لري. په هرحال د دغه مرض د ډیری علایمو درملنه شونې ده، چې دغه درملنه د مریضانو په کلینیکي حالت پورې فرق کوي.

تراوسه په سلګونو څیړنې ددې ویروس ددرملو په منځته راوړلو کې ترسره شوي دي چې د هغوی له جملې څخه لاندې درمل یو څه ګټور ثابت شوي دي:
۱. کلورکین (د ملاریا ضد درمل)
دغه درمل نن ورځ په خواله رسنیو کې د پلاکینیل په نوم ښکته اوپورته کیږي   ورسره لیکلی وي چې د کرونا ویروس ۱۰۰ سلنه له مینځه وړي ، حال دا چې دا یوازې یوه مرستندوی درمل دی!
۲. ریټاناویر (د ایډز ناروغۍ ضد درمل)
۳. هایډروکسي کلورکین (د روماتیزم، لوپس او ملاریا ضد درمل )
۴. فاویلاویر: دغه درمل د فاویلاویر چیني درمل جوړونې کمپنۍ په وسیله رامنځته شوې چې د کرونا ویروس په له مینځه وړلو کې ډیر ګټور ثابت شوي دي!
تر دې وړاندې دغه درمل په جاپان کې د زکام یا انفلوانزا د ناروغۍ ددرملنې لپاره کارول کیده.
۵. ریمډیز ویر(انټې ویروس درمل چې مخکې د ایبولا ناروغۍ په درملنه کې کارول کیدل)
ددې لپاره چې ددغه بدمرغه ناروغۍ د درملنې لپاره نه لا تراوسه کوم واکسین تیار شوي او نه هم تر نن ورځې پورې داسې درمل چې په مکمل ډول د کورونا ویروسي مرض له مینځه یوسي، موجوده شرایطو ته په کتو د لاندې دوو لارو څخه ددغه مرض د مهارولو سپارښتنه کیږي:

۱ : په خپلو خوړو کې یا په عامه توګه د داسې نباتاتو کارونه چې ویروس ضد خاصیت ولري.

 هغه نباتات چې ویروس ضد یا antiviral خاصیت لري په لاندې ډول دي. د یادونې وړ ده چې د ځینې نباتاتو استعمال، د خوراک اندازې او وختونه باید د داکتر/ رجسترد حکیم د مشورې سره سم ترسره شي.

۲: د وجود د فاعي سیستم د قوي کولو له لارې:

کله چې انساني دفاعي سیستم قوي وي؛ نو مرضونه دفع کوي او نه پریږدي ترڅو کوم باندینی عامل د انسان په وجود کې په اسانۍ سره خپل فعالیت ترسره کړي. د انسان دفاعي سیستم د مختلفو لارو څخه قوي کیدلای شي ، چې عبارت دي له :

۱ : د غذا له لارې:

د دې لپاره چې د خپلو وجودونو دفاعي سیستمونه قوي کړو ، باید په خپلو خوړو کې لاندې سبزیجات، میوه جات ، حبوبات او لبنیات وکاروو لکه:

هوګږه، پیاز، کورکمن، خواږه کچالان، ګازرې، سره مرچ، شنه مرچ، نارنج، ګریپ فروټ، توتۍ، براکولي، امونه، کیلې، لیمو، نټ باب (وچه مېوه)، پالک، د کونځلې تخمونه،  خوږ کدو اود کدو تخمونه ډ لمرګي تخمونه، لوبیا، دال، عدس، هندواڼي، کیوي، جینسګ، شین چایی، توره زیره، مرخیړي، ماستې، شیدې، پنیر، مڼې، زردالو ویلنی، بادام، پاپایا، ګوپي، کبان،غوایه غوښه، ادرک، هګۍ،  د چرګې ښوروا، کوپره او د کوپرې تیل، حبوبات، انار، ټول شنې پاڼې لرونکي سبزیجات.

۲ : مناسب خوب : د مناسب خوب له لارې هم د انسان دفاعي سیستم تقویه کیدلای شي او د بې خوبۍ په واسطه دغه سیستم زیانمن کیږي.

۳ : مناسب ورزش : مناسب ورزش هم د انسان دفاعي سیستم ته ګټور دی.

۴ : د سټرس له مینځه وړل : سټرس یا خفګان هم د انسان دفاعي سیستم زیانمولا شي.

۵: د مخدره توکو نه کارول : مخدره توکي هم د انسان دفاعي سیستم کمزوري کوي؛ نو پکارده چې د هر ډول مخدره توکو د استعمال څخه ډډه وکړل شي.

دیني او روحي اړخ

ابن خلدوم وایی چې وهم نیمه ناروغي ده ، اطمینان نیمه دوا ده او صبر د شفا لومړی قدم دی.

 په یوه حدیث مبارک کې راغلي چې: الطَّاعُونُ شَهَادَةٌ لِكُلِّ مُسْلِمٍ .( صحيح مسلم ص ۱۴۳ ج : ۲ )
ژباړه : طاعون ( وبا ) د هر مسلمان لپاره (چي له امله يې مړ شي) شهادت دی.

دا چې د کورونا ویروسي ناروغي د الله ج له طرفه یو عذاب او افت دی، چې د ماډرنې تکنالوجي درلودونکي ملکونه یې په مهار کولو کې پاتې راغلي ، هره ورځ د زرګونو انسانانو قرباني ورکوي او د دنیا هروګړی پدې معترف شوی، چې  [و خلق الانسان ضعیفا ] (یعنې انسان ضعیف دی )،  نو د یوه مسلمان په حیث مونږ باید پدې عقیده ولرو چې یوازې د کایناتو رب کولای شي د نړۍ له مخ څخه ددې بدمرغې ناروغۍ ټغر ټول کړي او انسانانو ته ددې لوی عذاب څخه نجات ورکړي. دا چې د انسان لپاره د مرګ نیټه تعین شویده او هر روح لرونکی به په خپله ټاکلې نیټه له دې نړۍ څخه کوچ کوي، نو د پریشانۍ ، خفګان او په ځان باندې بوج را وستو ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي، مونږ باید ټول حفاظتي، احتیاطي او صحي تدایر اختیار کړو او د داکترانو سپارښتنې  ترعملي کیدو وروسته په الله پاک توکل وکړو او د صحي سپارښتنو ترڅنګ لاندې ذکر شوې دینې سپارښتنې هم عملي کړو.

۱ : استغفار ډېر ويل: ځکه په استغفار سره له دُنيوي عذاب څخه انسان خوندي کېږي . (کامياب مسلمان ص : ۲۸کي لیدلای شي)
۲ : بِسْمِ اللهِ الَّذِي لاَ يَضُرُ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ ، فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاءِ ، وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيم ( سنن ابي داود ص : ۶۹۴ ج : ۲، الترمذي ص : ۱۷۶ ج : ۲ ) ( ۳ ځله سهار او ۳ ځله ماښام لوستل )
۳ : د درود شريف  او ایات کرسي لوستل
۴ : له الله تعالی څخه دُعاګاني غوښتل چي الله – جل جلاله – مسلمانان له دې عذاب څخه وساتي.
يوه دُعاء دا ده : اللَّهُمَّ عَافِنِيْ فِيْ بَدَنِيْ، اللَّهُمَّ عَافِنِيْ فِيْ سَمْعِيْ ، اللَّهُمَّ عَافِنِيْ فِي بَصَرِيْ ، لَا إِلَهَ إِلا أَنْتَ (سنن ابي داود ص: ۶۹۴ ج : ۲ ) ۳ ځله سهار او ۳ ځله ماښام لوستل.

۵ : ویل کيږي چي “لاحول ولاقوة الابالله ” د ۹۹ امراضو لپاره دواء ده، چې تر ټولو کوچنی مرض يې پريشاني ده
۶ : پر الله تعالی توکل او عقيده لرل چي يوازي هغه تکليف به رارسېږي کوم چي را ته ليکلی وي او کوم چي را ته ليکلی نه وي، هغه به هيڅکله نه رارسېږي.
که دا اسباب اختيار شي، نو ان شاء الله تعالی له دې عذاب څخه به مو الله پاک وساتي.

کلتوري، اقتصادي، علمي او اجتماعي اړخ

داچې دغه وبا په ټوله نړۍ نازله شویده ، د صحت بخش د متخصیصینو د سپارښتنو د عملي کیدو، د صبر، زغم او په کور پاتې کیدو څخه پرته بله لار نه لرو؛ نو پکار ده، چې دغه  یو طلایی فرصت وګڼو او خپل کلتوري، اقتصادي، علمي او اجتماعي مناسبات ددغه فرصت له لارې قوي کړو او په خپلو اختصاصي بخشونو کې د پرمختګ لپاره غوره پلانونه او عملي کیدونکې طرحې جوړې کړو.

وړاندیزونه او سپارښتنې

د دولت او صحي متخصیصونو ټولې سپارښتنې باید عملي کړل شي

دولت باید د هرڅه د مخه د طبي پرسونل د محافظت لپاره جدي اقدامات وکړي.

طبي او صحي پرسونل دې له مریضانو د ګریز لاره نه خپلوي ، باید مراجعینو ته د دلسوزۍ، صله رحمي احساس ورکړي او د هغوي حوصله افزایی وکړي.

مالداره او شتمن خلک باید د خپلې سیمې د ناداره او بې وزله خلکو لاس نیوی وکړي او د ژوند هر اړخ ته په کتو یې د ژوند بنیادي ضرورتونه پوره کړي.

دولت باید د غریبانو د لاس نیوي لپاره عملي، رښتني او جدي اقدامات ترسره کړي.

د مکتب شاګردان او د پوهنتونونو محصلین باید غافله پاتې نه شي او له هرې ممکنې لارې خپل درسونه تعقیب کړي.

د مکتب معلمین او د پوهنتونونو استادان باید خپلو شاګردانو ته درسي توکي اماده کړي او د هرې ممکنې لارې یې د دوي سره شریک کړي.

محصلین د خپل تدریس ترڅنګ باید د ټولنې په عامه پوهاوي، د مرستو په جلب و جذب کې مرسته وکړي او د خپلې ټولنې په خدمت کې پاتې شي.

دوکانداران او تجاران باید په خپله ټولنه رحم وکړي ، دغه بد حالت د د نیوي ګټې پر ځاي د اخروي ګټې لپاره یو فرصت وګڼې ، د اجناسو د احتکار څخه ډډه وکړي او د خرڅلاو پر وخت د عدل او انصاف لاره خپله کړي.

دولت دې د نرخونو د کنترول په موخه جدي اقدامات ترسره کړي.

د اړیکو د پاللو په موخه د خپلو خپلوانو، دوستانو ، اشنایانو د تلیفون یا نورو ذرایعو له لارې پوښتنه وشي او حوصله د ورکړل شي.

په کلیو او ښارونو کې دې د ځوانانو اتحادیې ایجاد شي ، له شتمنو او مالدارو خلکو څخه دې مرستې راټولې او د سیمې په غریبانو دې وویشل شي.

دولت دې ددغه بدمرغه ناروغۍ له وجې د تلف شویو کسانو د غسل ، کفن ، جنازې او تدفین لپاره ځانګړي اقدامات ترسره کړي، ترڅو د پوره شرعي احکاماتو په رڼا کې خاورو ته وسپارل شي.

دولت دې د طبي نباتاتو د پیژندنې ، پروسس او کارونې لپاره مناسب اقدامات ترسره کړي.

https://www.who.int/emergencies/diseases/novel-coronavirus-2019/advice-for-public

https://www.cebm.net/covid-19/coronaviruses-a-general-introduction/

https://www.bbc.com/future/article/20200325-covid-19-the-history-of-pandemics

https://t.me/s/Al_Aesha_News?before=1477

https://books.google.com.af/books?id=v-lo0Kwta7YC&pg=PA143&lpg=PA143&dq=is+stigmasterol+antivirus&source=bl&ots=PKMQ-PK0W8&sig=ACfU3U19fFQ-8yrW9ymksStiNJAZr8FVeQ&hl=en&sa=X&ved=2ahUKEwjz9Y6f8YzpAhVVkMMKHZBUDFoQ6AEwCHoECAoQAQ#v=onepage&q=is%20stigmasterol%20antivirus&f=false

https://www.dawnnews.tv/news/1128650/

https://books.google.com.af/books?id=bePKBQAAQBAJ&printsec=frontcover&dq=pashto+name+of+oregano&hl=en&sa=X&ved=0ahUKEwik1-LVlI3pAhVkw4sKHaK_A0MQ6AEILjAB#v=onepage&q=oregano&f=false

https://www.healthline.com/nutrition/antiviral-herbs

https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pmc/articles/PMC4032839


لیکوال؛ پوهندوی عبدالخلیل افغاني د خوست د شیخ زاید پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply