!کورونا ویروس په کمه مه نیسئ

نوروهاب څپاند

0 708

کورونا وبا تر اوسه په ټوله نړۍ کې په ۲,۳۶۷,۷۵۸ تنو کې خوره شوي ، ۶۰۹,۹۰۵ تنو روغتیا موندلې او ۱۶۳,۱۳۴ تنه ترې مړه شوي دي . همدارنګه د هغه شمیرو له مخې چې لاسته راغلې ، په افغانستان کې ۹۹۶ تنه په کورونا ویروس ککړ شوي او ۳۳ تنه ور څخه مړه شوي . د کورونا ویروس د خپریدو کچه ښيي چې دا ناروغې په چټکۍ له یوي لوي وچې بلې لوي وچې ته او له یوه انسان څخه بل انسان ته په اسانۍ لیږدیږي . څرنګه چې د کورونا د وژونکې ناروغۍ درمل تر دې ګړۍ نه دې راوتلې ، نو د نوموړې وبا خپریدل او له هغې څخه دانسانانو ژوند ته د خطر کچه ډيره لوړه او زړه ریږدونکې ده . پرمختللې نړۍ ښایې د کورونا ویروس د مرګ او میر د لږولو تدبیرونه ونیولی شي او ښایي متبادل درملونه وکاروي چې د تلفاتو سطحه کمه کړي .

خو وروسته پاتې هېوادونه ، په تیره بیا افغانستان ممکن د کورونا وبا په قابو کولو کې زیاتې ستونزې وویني او خداي مه کړه د مرګ او میر اندازه لوړه وخیژي . له دې کبله ، ټولو افغانانو او د هغوي کورنیو ته په کار دي چې د نړیوالي روغتیا د سازمان ، د افغانستان د اسلامې جمهوریت د عامي روغتیا د وزارت او نورو اړوندو ارګانونو ، لارښوونو ، خبرتیاؤ او مشورو ته کلکه پاملرنه وکړي . د پاکوالي د ساتنې ، د وقایي په موخه له هغو موادو چې ورته لاسرسۍ ممکن دی استفاده ځانګړی او حیاتي اهمیت پيدا کوي . په کورونو کې پاتې کېدل ، له اړتیا پرته بهر ته له وتلو او له ټولنیزو اړیکو ټينګولو ځانونه ساتل اړین بلل کیږي .

له اړمنو هېوادوالو سره د مرستو سازمانول ، د نرخونو د لوړیدو په وړاندې د اوچت شوي اواز بدرګه کول ، په وړو ګروپونو کې د مرستندویه خدمتونو د موندلو او رسولو له پاره د تیاریو بشپړول ، د چارواکو او اړمنو تر مینځ د ستونزو د حل په موخه د ژوندیو اړیکو جوړول ، د ناغیړیو د لیدلو په صورت کې جوړونکې او بربنډي ګوت نیونې کول او د اړمنو له مرستو ناوړه استفاده کوونکې د قانون منګولو ته برابرول د هر افغان انساني ، اسلامي او افغاني دنده ګڼل کیږي .

باور شته که هېوادوال د وړاندې کېدونکو مالوماتو څخه ګټوره استفاده وکړي ، له منطق نه لیرې په تشو تبلیغاتو ونه غولیږي او د وبا د خوریدو په شرایطو کې د نوي ټولنیزو اړیکو د پاللو مراعات وکړي ، په کورونا د اخته ناروغانو د تلفاتو کچه به د خداي ج په فضل ډيره لږه وي . له دې کبله د کورونا وبا په کمه مه نیسئ ، دا انسان وژونکې وبا ده . پوره پاکوالی ، ښه وقاییه ، سمه درملنه ، اړین فزیکې حرکتونه او لوړه روحییه ستاسو د روغتیا چانسونه زیاتوي .

ستاسو هر یو د بشپړي روغتیا په هیله !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply