ځمکه ښويدنه څه شی دی او لاملونه يې څه دي؟

څيړندوی انجنير ستانه مير زهير -د افغانستان دعلومو اکاډمۍ پخوانی غړی

1 3,054

د ځمکې پيژندنې د علم له مخې ځمکه ښويدنه هغه عمليه يا پروسه ده چې د هسک نه د ټيټ په لور د ځمکې د جا ذبې قوې د کشش په وسيله منځ ته راځي .
يعنې د غرونو د هسکو برخو نه د خاورو او تيږو لويې لويې تختې په کتلوي بڼه دغرونو لمنو ته راښويږي ، که چيرې د غرونو په لمنو کې کلي او کورونونه اباد وي نو طبعي خبره ده چې په دغسې سيمو کې به ځاني او انساني تلفات هم ورسره مله وي. دغه ډول ښويدنې عموما په هغه غرونو کې زياتې وي چې د نشيبونو ميلان يې د٢ – ٣ درجو نه زيات وي .
يو بل ډول يې عمودي ښويدنه يا سملاسي سقوط دی ، کله چې د ځمکې لاندې اوبه د يوې سيمې نه تيريريږي ، نو که په هغه سيمه کې داسې رسوبات لکه مالګه چونه يا اهکونه او يا هم نوره ميده خاوره وي ، نو هغه د ځمکې په لاندې اوبو کې په اسانۍ حل کيږي ، همدا اوبه بيا دغه خاوره يا حل شوي رسوبات د چينو او يا هم کاريزونو او کوهيانو له لارې ځان سره د ځمکې مخ ته وړي ، او په نتيجه کې ورورو هلته يوه خاليګاه يا تشه را منځ ته کيږي ، د زمانې په تيريدو او د پورتنی فشار او د ځمکې کشش په نتيجه کې پورتنی پوړ سملاسي سقوط کوي چې ورسره سم په شاوخوا غرونوکې هم د پاسه نه د ښکته په لورد خاورو او ګټو ښويدنې ملې وي 
دا ښويدنې عموما د پسرلي د بارانونو او د وارو د ويلي کيدو د موسم په وخت کې زياتې وي ، ځکه همدا باراني اوبه د بيلابيلو درزونو له لارې دغرونو دننه برخو ته ځي هلته پستې خاورې مرطوبه وي او د پاسنيو درنو تيږو د کتلوي ښويدنې د پاره لاره هواروي . 
په افغانستان کې د ځمکې د جاذبې له مخې ښويدنې عموما د هندوکش په سيمه او د هيواد شمال ختيځ او مرکزي برخو کې زياتې وي . 
په ١٩١١م کال کې په پامير کې هم همدغسې يوه ښويدنه منځ ته راغلې وه ، چې څه ناڅه اته مليارده ټنه خاورې او تيږي له پاسه لاندې راوښويدې او د مرغاب د سيند په وړاندې يې د ٦٠٠ مترو په ارتفاع ديوال جوړ کړ، په هندوکش کې د ښويدنې يو بل لوي لامل زلزله ده ، 
بدخشا ن په ټول افغانستان کې هغه سيمه ده چې هلته تر ټولو زياتې زلزلې کيږي ، د هرې زلزلې په نتيجه کې دا امکان شته چې د کلکو تيږو لويې لويې کتلې يو له بله بيلې کړي او د وخت په تيريدو کيدای شي همدا کتلې له پاسه ښکته را ښويه شي . 
لنډه دا چې د ځمکې په ښوويدنې کې زلزلې ، د ځمکې د جاذبې قوه ، د ځمکې لاندې اوبه اود ځمکې سطحي يعنې د بارانونو او سيلابونو اوبه لوي رول لري ، همدا رانګه انساني فعا ليتونه لکه د کانونو د راسپړنې له پاره دصفونو کيندل ، د ساختماني موادو را سپړنه او داسې نور 
د ځمکې د راښويدنو د پاره تر اوسه وړاندويه ناشونې ده ولې د مسلکي کسانو له خوا دومداره څيړنې کولی شي د ځمکې په ښويدنو په مخ نيوي او د انساني تلفاتو په کموالي کې يې مرسته وکړی . 
مثلا د ماهيپر د غره په لمنو کې هره ورځ په هره دقيقه کې موټر ځي راځي ، که مسولين وخت نا وخت ورشي هغه لويې لويې ګټې چې ورلاندې استنادي نقطې يې کمزورې شوي وي ، پيدا اکړي او هغه بيرته تقويه کړي نو کيدای چې د ښوويدنې مخه يې ونيول شي 
همدا رنګه څو کاله د مخه د کابل دهمزنګ په غره کې هم ځمکې ښويدنې پيښې رامنځ ته شوې وی ، چې خلک يې د زياتو ستونزو سره مخ کړي و ، همدا رنګه څو کاله دمخه د درونټې په سيمه کې د غره نه ډيره لويه کتله رابيله او د څو ورځو د پاره يې دکابل – جلال اباد لويه لاره بنده کړې وه .
زما وړانديز دادی چې دحکومت د بيړنيو مرستو کميټه بايد د دې ډول پيښو د تلفاتو د مخنيوي د پاره، په خپل تشکيل کې بايد مسلکي انجينرانو ته ځای ورکړي څو هغوي په کال کې څو ځلې پرله پسې دغسې خطري سيمو ته لاړ شي ، هلته څيړنې وکړي او کمزورې نقطې پيدا او له منځه يوسي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

1 Comment
  1. GHULLAM HUSSAINI KHORAM says

    سلامونه نېکې هیلې!
    ستاسو د لا بریاو په هیله، که مهرباني وکړئ راته ووایئ چې څنګه کولای شم تاسو سره په اړیکه کې شم او خپله مقاله تاسو ته واستوم؟

    درنښت،
    غلام حسیني خرم

Leave A Reply