په ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني تر دویمې بریا وروسته په ارګ کې د لوړې مراسم وو. د ملي تلویزیون پر سکرين لیدل کېدل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د تشریفاتو کارکوونکي ځانګړي بلل شوي خلک د لوړې تر ځایه بدرګه کوي. د غره په څېر یو غښتلی ځوان د تلويزیون په پرده راڅرګند شو، ناست مېلمانه سره وبنګېدل:

 “سردار عارف وزیر راورسېد

د لوړې د مراسمو پر مهال د خپل پلرني ټاټوبي د ولسمشر خبرو ته څو ځل له خپله ځایه پورته او په چکچکو یې د هغه خبرې بدرګه کړې.

په ارګ کې له مراسمو څخه تر فراغت وروسته یې د لوی وطن په زړه (کابل) کې له خپلو مشرانو او همځولو سره ګڼ مجلسونه وکړل. ویل یې، پوهیږي، چې کوزې پښتونخوا ته له ګردځېدو سره سم به یې پنجابی دولت په دې هم بندي کړي، چې ولې د پلار نیکه وطن ته تللی دی خو دوی نور له زندانونو او تهديدونو څخه نه وېريږي.

عارف وزیر له ډيورنډه واوښت؛ هماغسې وشول لکه ده چې یې وړاندوینه کړې وه. پاکستاني حکومت بندي کړ. له څو میاشتني بند وروسته څو ورځې وړاندې یې بېرته خوشې کړ. خو دغه ازادي د تورو تمبو پر ځای د نوموړي په تور لحد د زنداني کولو لپاره وه. د ۲۰۲۰ میلادي کال د مۍ د میاشتې په لومړۍ نېټه ښاغلی وزیر د جنوبي وزيریستان په واڼه کې د پاکستاني روزل شویو تروریستانو لخوا په ډزو ټپي او په ورپسې ورځ یې د اسلام اباد په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

پوښتنه دا ده، چې دغه جبر ولې او تر کومه؟ لاملونه یې ګڼ دي، خو د لیکنې د لنډون په موخه به یې ځينې اړين په لاندې ډول بیان کړو:

لومړی:

دا لومړی نه بلکې اتلسم ځل و، چې د پاکستان لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر علي وزیر کور ته په کفن کې نغستي جسدونه ورولېږل شو. د خپلې خاورې او ولس لپاره د دغې ویرجنې کورنۍ قرباني ساری نلري او خوشحال بابا شعر پرې څه صدق کوي، چې ویلي یې وو:

پلار نیکه مې شهيدان تر ګوره تللي

پشت په پشت مې دا هنر دی، آل په آل

د علي وزیر د کورنۍ ګناه یوازې دا ده، چې د پاکستاني جبر او د دغه دولت لخوا پر افغانیه خاوره د تپل شوي جنګ او ترهګرۍ پر وړاندې غږ پورته کوي. د یوې کورنۍ په متواتر او دومره بې رحمه ډول په نښه کولو سره پاکستان غواړي، د حاکمې مفکورې پر وړاندې غږ پورته کوونکو ته پیغام ورکړي، چې همدې کورنۍ ته له رسول شوي درد څخه عبرت واخلي.

دویم:

پښتون ژغورنې غورځنګ د سوله ییزو موخو لپاره د کوزو پښتنو د ټولنیز او سیاسي انسجام پر یوه مهم ادرس بدل شوی. د دغه ادرس قوت د متحدو، متعدو او داسې ځوانانو رهبري ده، چې د ستونزو د حل لپاره په خپلو سيمو کې پر ځان د ولس د راټولولو وړتیا لري. عارف وزير هم د د وزیریستان په واڼه کې د پي ټي اېم مشري پر غاړه درلوده او د علي وزير سیاسي فعالیتونو ته یې اوږه ورکړې وه. پاکستان د پښتنو او په ټوله کې د افغانانو په منځ کې هغه اشخاص په مستقیم ډول او د خپل روزل شویو ملېشو په واسطه هدف ګرځوي، چې د پرګنو د یووالي ظرفیت لري او د افغان ملت پاره ګرېوان ته پینې لګوي. هغه د شاعر په ژبه چې:

د سر سړي مو وژني او د کار سړي مو وژني

دښمن زموږ هوښیاره دی، هوښیار سړي مو وژني

درېیم:

که څه هم پاکستان په پښتونخوا کې د ترهګرۍ د ورکېدو خبره کوي، خو په دغه خاوره د ترهګرو طالبانو او نورو تروریستي شبکو پراخ شتون ته په کتو سره داسې بريښي، چې د پنجابي د نسل پرستې غلبې او تاوتریخجن مذهبي افراطیت ائتلافي مفکورې لا هم د افغان انسان د متواتر قتل عام لوی اسباب دي.

څلورم:

پاکستان له لسیزو د کوزو او برو افغانانو تر منځ د هویتي مشترکاتو د محوې او د پښتونخوا میشتو وګړو د جبري پاکستاني کولو هڅې کوي. د پي ټي ایم د نورو غړو په څېر عارف وزیر په خورا بې باکۍ له افغانستان سره د خپل اجدادي تړاو یادونه په علني ډول کوله. له تپل شوي مصنوعي هویت سره د اصیل افغاني هویت ټکر د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په ګډون د محکومې پښتونخوا د لسګونه زره افغانانو په مرګ تمام شوی دی. د عارف وزير مرګ د همدغه خونړي تسلسل یوه کړۍ ده. لکه هغه یوه شاعر چې ویلي:

پښېمانه نه یم په نعره د لر و بر دې مړ شم

ما یې د واورې اوبه څښلې په سپین غر دې مړ شم

پنځم:

د پښتون ژغورنې غورځنګ د عدم تشدد تګلارې پاکستان تر بل هر څه زیات اندېښمن کړی او غواړي چې د غورځنګ د رهبرۍ او غړو په پارولو سره دوی تاوتریخوالي ته وپاروي تر څو د مسلح بغاوت او ترهګرۍ په نوم یې وځپي. دوی فکر کوي چې که دغسې وشي نو په دې کار سره به لږ تر لږه څو لسیزې نور هم د پښتونخوا پر خاوره څوک د خپل ځانګړي هویت، فرهنګ، حقونو او له افغانستان سره د تاریخي تړاو خبره بیا ونکړای شي. د پاکستان لخوا د پي ټي اېم د غړو وژل او په افغانستان کې د طالب ترهګرو د تاوتریخوالي نوې څپې ته په کتو سره دا څرګنديږي، چې دغه هېواد لا هم د خپلو ستراتيژیکو موخو ترلاسه کولو لپاره له ترهګريزو ډلو او کرايي قاتلانو څخه د دولتي پالیسۍ د یوې وسیلې په توګه له کار اخیستنې لاس په سر شوی ندی. په لر و بر وطن کې له تاوتریخجنو جریاناتو دا هم په ډاګه کیږي، چې اسلام اباد په افغان خاوره د دایمي سولې او ثبات هڅو ته ژمن ندی او تر دې دمه یې نسبي هڅې د افغان سولې لپاره نه، بلکې د امریکا او طالب تر منځ د شوي قرارداد لپاره وې، تر د خپل مخ پر ځوړ اقتصادي وضعيت د ښه والي لپاره د واشنګټن لخوا ودرول شویې مرستې بېرته ورپیل شي.

څه باید وکړو؟

لومړی:

دغه وضعیت ته په کتو سره د لر و بر افغان مشران تاریخي رسالت لري، چې سیاسي اختلافات یو طرف ته کړي او د ملت په یک پارچه ګۍ کار وکړي. پاکستان چې تل یې د پښتونخوا له خاورې څخه د تروریستي شبکو د پالنې لپاره د یوې حایلې سيمې په توګه استفاده کړې، مخه یې یوازې د پښتون ژغورنې سوله ییز غورځنګ په پیاوړتیا نیول کېدلای شي. افغانان اړ دي، چې د خپلې نسل کشۍ د ودرولو لپاره د دغه غورځنګ کلک ملاتړ وکړي.

دویم:

د افغان سولې پروسې د بریالیتوب په صورت کې پاکستان ته د طالب د راوستلو لپاره د امریکا غځېدلی لاس هم راټولیږي چې ورسره به پر پاکستان د امريکا انحصار کم شي. واشنګټن له وړاندې په دې فکر دی، چې پنجاب د چين کمپ ته داخلېدونکی دی، نو د طالب د ممکنه پخلاینې په صورت کې د دې احتمال ډېریږي، چې افغانان دې د امریکا کلک متحدين واوسي. خو بیا هم په سيمه کې له لویو تحولاتو، په ځانګړې توګه د افغانستان سولې پروسې سره باید ډېر معقولانه چلند وشي.

درېیم:

د افغان وژنې بې رحمانه لړۍ ته د نړۍ پام را اړول هم د وخت له ضرورتونو څخه دي. که څه هم افغانان د خپل غږ رسونې د معتبرو او معاصرو وسیلو له کمښت سره مخ دي خو بیا هم که ځوانان د بې ضرورته، مقطعي او غیر متمرکزو بحثونو پر ځای په ټولنیزو رسنیو کې خپله ملي داعیه بیان کړي او سیاسي مشران د فعالې ډېپلوماسۍ له لارې تر نړۍ د خپل ملت غږ په مؤثر ډول ورسوي؛ دا چاره ممکنه ده.

څلورم:

له لسیزو وروسته په پښتونخوا کې د پښتنو د قاتل نوم په زغرده اخیستل او پر وړاندې یې نوی ټوکېدلی مزاحمت هیله بخښوونکی پرمختګ دی خو په افغانستان کې د پاکستاني نفوذ لپاره د زمينه برابروونکي طالب پر وړاندې لا هم جمعي سکوت ندی مات شوی. د لر وطن له افغان څخه د بر وطن افغان باید د ګډ قیام الهام واخلي تر څو په یوه وخت د ملت ژغورنې مبارزه په همغږۍ پر مخ ولاړه شي؛ ځکه چې راتلونکي یو یا دوه کلونه د ټولو پښتنو او افغانانو، او حتی ټولې سيمې لپاره برخليک ټاکونکي دي.