د لاسو د مینځلو او د ساده صابون او اوبو د ځواک په اړه

ژباړ: ډاکټر محمد سمین ستانکزی

0 1,579

لکه څنګه چې کورونا ویرس په خپرېدو دی، هغه څه چې تاسو بايد پرې پوه شئ هغه د لاسو د مینځلو او د ساده صابون او اوبو د ځواک په اړه دي.

د لاس مینځل کارنده دي خو دا باید سم ترسره شي. د کورونا  ویرس د خپریدو له پیل راهیسې، د روغتیا چارواکي له موږ څخه غواړي چې  د ښو دلايلو له امله موږ د  خپلو لاسونو  پاکوالي ته پاملرنه وکړو.

د انتان د کنترول لپاره له صابون او اوبو سره د خپلو لاسونو مینځل زموږ له خورا ارزانه او يوه له ډيرې اغيزمنې تګلارې څخه ده .

دا د انتان د خپريدو په مخنيوي او ورو کولو کښې د پام  وړ مرسته کوي.

دا تمه کيږي چې د COVID-19 پيښې به په راتلونکو اونیو او میاشتو کې مخ په زياتيدو شي، د لاس مینځل یوه داسې لاره ده چې موږ  کولی شو د ویروس د خپریدو په ورو کولو  یا کمولو کې خپله ونډه ادا کړو – او د خپل ځان او نورو ساتنه وکړو.

د خپریدو د ورو کولو لپاره، دا وخت دی چې څو ځله په بشپړ ډول  د خپلو لاسونو په مینځلو باندې تمرکز وکړو.

لاسونه څرنګه کورونا ويرس خپروي:

باور کيږي چې کورونا ویرس ډیری وختونه د تنفسي څاڅکو ( کوچنيو زرو) له لارې خپریږي – نوموړې کوچنۍ زرې هغه وخت جوړيږي کله چې موږ ټوخی يا پرنجی وکړو.

دا ویروس هغه وخت لیږدول کیدی شي کله چې یو په کرونا اخته وګړی ټوخی يا پرنجی وکړي، او دا کوچني ویروس لرونکي  څاڅکي په خلکو یا د هغوي شاوخوا سطحې باندې پريوزي.

COVID-19 د هغه چا سره د مستقیمو يا نږدې اړیکو له لارې خپریږي څوک چې په ناروغۍ اخته وی. پدې کې دوی ته نږدې ودریدل او د هغو زراتو تنفس کول شامل دي چې له منتن شخص څخه د ټوخي يا پرنجي په وخت کښې په هوا کښې خپاره شوي وي.

مګر همدارنګه تاسو کولی شئ د هغو سطحو سره  په لمس کولو باندې نوموړی ويرس تر لاسه کړئ کومې چې د منتنو څاڅکو پواسطه ککړې شوي وي.

څیړنې ښیې چې دا د څو ورځو لپاره په سطحو باندې پاتې کيدلی شي.

کله ومينځل شي

دا هغه وخت دی چې لاس مينځل پکې مهم دي

د دې لپاره چې ویروس تاسو اخته کړي، نو دې ته اړتیا لري چې ستاسو په بدن کې ځینې ځانګړو حجرو ته لاره پیدا کړي. د کورونا ویرس ستاسو د خولې، پوزې یا سترګو له لارې داخليږي.

د دې معنی دا ده چې حتی که تاسو د خپلو لاسونو پواسطه ویروس ترلاسه کړئ يعنې ستاسو لاسونه په ويرس ککړ هم شي، نو تاسو پدې ډول کولی شئ  چې له ويرس څخه ځان وساتئ چې خپل لاسونه مخکې له دې څخه چې خپل  مخ ته  يې وروړئ له اوبو او صابون سره يې پاک ومينځئ.

دې ټکي ته په پاملرنې سره، دا ښه نظر دی چې خپل لاسونه د معمول په پرتله ډیر ځله ومینځئ.

نو لاسمينځوني ( دستوشوی) ته ورشئ او له صابون سره لامينځل پيل کړئ:

  • وروسته له پوزې سوڼ کولو، ټوخلو او پرنجي څخه.
  • تشناب ته له تللو څخه وروسته (په ځانګړي توګه لکه څنګه چې شواهد ښیې SARS-CoV-2 کیدای شي د ډکو متيازو له لارې خپور شي).
  • له خوړلو څخه مخکې او وروسته.
  • د خوړو له چمتو کولو مخکې، د چمتو کولو په ترڅ کښې او له چمتو کولو وروسته.
  • وروسته له دې چې تاسو کورني حيوان ته خواړه ورکوئ يا مو ورباندې لاس ولګيږي.

ماهرین دا هم وايي چې تاسو باید د عامه ځایونو له ليدلو يا عامه ځايونو ته له ورتللو څخه وروسته خپل لاسونه ومینځئ، تر څو هغه ميکروبونه مو له لاسونو ليرې شي کوم چې ښايي تاسو له ککړو سطحو څخه راخيستی وي. لکه هغه څوک چې  ډير ځلي په عامه ترانسپورت، د پیرودلو مرکزونو، یا جمنازیم کې ورسره په تماس کيږي.

په سمه توګه يې تر سره کړئ

سربيره پردې، چې تاسو خپل لاسونه ډير ځلي مينځئ، تاسو بايد ډاډ تر لاسه کړئ چې په بشپړ ډول يې مينځئ.

د دې لپاره چې لاسونه مو له ميکروبونو څخه پاک شي نو له پاکو روانو اوبو او صابون سره يې تر (۲۰) ثانيو پورې يا د دومره وخت لپاره ومينځئ چې دوه ځلي د (کليزه دې مبارک شه) غزل واياست.

د New South Wales پوهنتون د انتان د کنټرول ماهر. Mary-Louise McLaws وويل. “خپل لاسونه لامده کړئ، صابون ورباندې ووهئ، او د خپلو لاسونو ټولې سطحې په ځانګړي ډول ستاسو د ګوتو قاتونه (ګونځې) او د نوکانو شاوخوا ښه ومږئ، بیا یې کنګال کړئ. “

(د روغتیا نړيواله اداره )

د نل لاندې ګړندۍ اوبه به دا کم نه کړي

د روغتيا نړيواله اداره

د اوبو د تودوخې په اړه ډیره اندیښنه مه کوئ. مګر په عامه تشنابونو کې، کله چې ځئ يعنې له تشناب څخه وځئ نو د نل د بندولو يا د تشناب د دروازې د خلاصولو لپاره کوښښ وکړئ چې کاغذي لاس پاکی وکاروئ.

وچول مهم دي يا اهميت لري

پروفیسر McLaws وویل، د خپلو لاسونو وچول هم مهم دي.هغه وويل، ”  د کاغذ يا ټوکر لاس پاکی جراثیم لرې کوي که چیرې تاسو هغه د صابون او اوبو سره نه وی لرې کړی.

په عامه تشنابونو کې، د کاغذ تولیه (ځان پاکی ) ستاسو غوره شرط دی.

که چيرې دا نه شئ کولي، نو د لاس وچوونکی وکاروئ يا يې پريږدئ چې د هوا پواسطه وچ شي، څومره ډير چې تاسو کولی شئ پرې ايږدئ تر څو بشپړ وچ شي.

که چيرې تاسو په کور کښې په تشناب کښې  لاس پاکې (دست پاک) کاروئ، دا مهمه ده چې په منظم ډول يې پريمينځئ. که چيرې په کور کښې مو کوم يو ناروغ وي نو دا  ښه ده چې هغه خپل لاس پاکی يا تويله وکاروي.

ولې صابون له ضد عفوني مادې څخه غوره دی:

پروفیسور McLaws وویل چې SARS-CoV-2 ويرس د ” envelope virus ” په نوم پیژندل کیږي، پدې معنی چې د ځینې نورو ویروسونو په پرتله يې وژل نسبتا اسانه دي.

د کورونا ویرس د ذراتو بهرنی پوښ د شحمو (غوړو) پواسطه احاطه کيږي (د شحمي مالیکولونو څخه جوړ شوی) چې د پاکټ (کڅوړې) په نامه یادیږي کوم چې له صابون سره د تماس په وخت کښې جلا کيږي.

هغې وویل، د لاس مینځلو مفکوره د میکروبونو د وژلو لپاره نده، بلکې دا ستاسو له لاسونو څخه جراثيم ليرې کوي.

هغې وویل، “صابون او اوبه به خامخا ستاسو له لاسونو څخه ویروسونه لرې کړي” که چیرې دا مایع صابون وي یا د صابون چکۍ وي ډيره پروا نه کوي تر هغه وخته چې ښه ځګ وکړي.

کله چې اوبه شتون ونلري، د لاس ضد عفوني کوونکې يا جيل چې نږدي ۶۰ سلنه الکول ولري بسنه کوي. همدارنګه دا بايد د ۲۰ ثانيو لپاره ومښي.

پروفیسور McLaws وویل: “که دا په سمه توګه وکارول شي، نو تاسې به  خوندي وساتي، تر هغه چې تاسو د خپلو لاسونو په ورغوو کښې په کافۍ اندازه واچوئ، او تاسو د دواړو لاسونو ټولې برخې پرې وپوښئ، په ځانګړي توګه ستاسو د ګوتو څوکي.”

په وروستيو اونيو کښې ټولو لاس مينځلو ته په توجو سره تاسو ممکن پوه شئ چې ستاسو لاسونه تر نورمال حد ډير وچ شوي دي.

دې ته بايد تاسو پاملرنه وکړئ چې د لاس کريم يا لوشن کارول خوندي دي، که چيرې تاسو د لاس مينځلو څخه وروسته د ډير وخت لپاره لاسونه پرې غوړ کړئ.

پروفيسر McLaws وويل، “له کومه وخته چې تاسو دمخه احتمالي ميکروبونه او جراثیم لیرې کړي دي… تاسو کولی شئ د محلول يا لوشن سره د خپلو لاسونو ساتنه وکړئ،”

ستاسو د لاسونو سربيره ، دا ښه نظر دی چې په مکرر ډول سره لمس شوې سطحې پاکې او ضد عفوني کړئ.

په دوي کښې ميزونه، د دروازو دستګيرونه (کونډې) د برق سويچونه، د څوکيو سطحې، دفتري ميزونه، تليفونونه، کيبورډونه، تشنابونه او دستشويۍ شاملې دي.

څرنګه چې د ريزش او زوکام لپاره ده، د هغو خلکو له نږدې تماس څخه ځان وساتئ چې ناروغ وي.

او د اوس لپاره، د روغتیا  څانګه وړاندیز کوي چې هرڅوک د امکان په صورت کې له نورو سره له فزیکي اړیکې يا نږديوالي څخه ډډه وکړي.

که چيرې تاسو ناروغ ياست، له نورو خلکو څخه فاصله وساتي تر څو هغوی هم ناروغ نه شي.

کله چې ټوخی يا پرنجی کوئ خپلې خولې او پوزې ته رويمال ونيسئ ( يا له خپلې څنګلې څخه کار واخلئ)، او کارول شوی رويمال يا کاغذ په کثافت دانۍ کښې واچوئ.

که تاسو د ناروغۍ احساس کوئ، تاسو باید طبي پاملرنه تر لاسه کړئ، مګر خبر اوسئ  اوس مهال چې ډير خلک د زوکام او ريزش اعراض تجربه کوي، COVID-19 نلري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply