د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وایي د بهرنیو چارو وزارت د ایران پرپوله له افغانانو سره د ایران له خوا شوی جنایت د بهرنیو چارو وزارت له خوا څیړل کیږي.

صدیقي صدیقي په ټویټر لیکلي چې دا موضوع په جدي ټول تعقیبوي.

د تیرې شنبې په ورځ په هرات ولایت کې یو شمېر افغان کارګرانو وویل چې د ایران پوله ساتونکو  ۵۰ تنه افغان کارګر چې په غیر قانوني توګه د کار کولو لپاره ایران ته اوښتي و، په «دهانه ذوالفقار» سیمه کې وهلي ټکولي او په زور سره سیند ته اچولي ۱۲ تنه یې ژوندي پاتې شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د تیرې شنبې په ورځ وویل چې په دې اړه څېړنې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي ۱۶ تنه افغانان ژغورل شوي، ۱۶ تنه مړه شوي او له ۱۸ نه تر ۲۰ تنو نور په اوبو کې ورک شوي دي.

هغه همدارنګه زیاته کړې چې په دې اړه له ایراني چارواکو سره خبرې په جنجال سره پای ته رسېدلي، خو نوموړي ډاډ ورکړی چې له ټولو ډیپلوماټیکو لارو څخه به یادې پېښې ته رسیدګي وشي.