طبیعي مُشک یا مسک څه دي؟

ژباړه او زياتونه: محمد اصف حلیمي

0 1,363

طبیعي مُشک یا مسک څه دي؟ د مشکو هوسۍ څه ډول حیوان دی او له مشکو څخه په عطرو کې څنگه استفاده کېږي؟ 

طبیعي مُشک څه دي؟

مشک یوه ډېره خوشبويه، گران بیه او کمه پیدا کېدونکې ماده ده، چې په عطرو او دارو جوړولو کې کارول کیږي.
دا ماده له یوې مشکینې هوسۍ څخه لاسته راځي چې علمي نوم یې “Moschus Moschi Ferus” دی.
د مشکو هوسۍ له معمولي هوسیو څخه کوچنۍ او ښکر نه لري، رنگ یې قهویي، لاسونه یا مخنۍ پښې یې تر وروستنيو لنډې او دوه اوږده د نېښ غاښونه یې له خولې راوتلي وي.
دا ډول هوسۍ د تُبت، سیبري، د چین په شمال لویدیځ او د مرکزي آسیا په ځینو معتدلو سیمو کې پیدا کیږي.
له دوی څخه په خاصو وختونو لکه ژمي کې له بدن څخه مشک لاس ته راځي. مشک په اصل کې مایع وي خو په ژمي کې د هوا د سوړوالي له امله په جامد بدلیږي.
د هوسۍ نر جنس د تخمدان او ناف ترمنځ یوه غُده ده چې مشک ترشح کوي، تازه مشک قهويي رنگه تور ته نږدې سرېښناکه ماده ده.
د مشکو کڅوړه یا کیسه، گرده، له دریو تر پینځو سانتي مترو قطر او د پینځو گرامو په اندازه وزن لري.
مشک د عطر په ډول کارول کیږي، همدرانگه په ځینو درملو کې چې د ارام، سردري او د زړۀ او معدې پياوړتيا لپاره وي هم مشک کارول کېږي.
د تاریخ په اوږدو کې مشک له ډېرو مشهورو او خوشبويه عطرو څخه گڼل کېدل او اوس هم ډېر مينوال لري.
د مشکو کلمه له عربي څخه ریښه اخلي، مشک یو ډول عطر دي، چې حیواني منشاء لري.
د مشکو هوسۍ منډې وهونکې حیوان دی او د لیدلو، اوریدلو او بويولو قوي حس لري.
د مشکو هوسۍ په ځنگلونو کې ژوند کوي او د ونې پاڼې، واښه او وحشي میوه یې خوراک دی.
د ورځې معمولا په پټ ځای کې خوب کوي، سهار او ماښام تيارۀ وختونه په څر پسې درومي.
د چین په خاوره کې درې ډوله هوسۍ شته: یوه د مشکو اصلي هوسۍ ده، دویېمه آسپې ته ورته هوسۍ او دریمه د مشکو ځنگلي هوسۍ ده.
آسپې ته ورته هوسۍ ترټولو لویه او ځنگلي هغه یې تر ټولو کوچني ده. د مشکو اصلي هوسۍ په شمال ختیځ چین کې ژوند کوي. آسپې ته ورته هوسۍ په شمال لویدیځ او شمال ختیځ کې ژوند کوي او ځنگلي هوسۍ په شمال لویدیځو، جنوب لويديځو او د چین په مرکزي برخو کې ژوند کوي.
د چین دولت د مشکو هوسیو او نورو ژویو د ساتنې لپاره ځانگړی قانون لري، څو خلک هغوی ته زیان ونه رسوي.
د هوسیو په ساتنځایونو کې کارپوهان په دې توانیدلي دي، چې د مشکو هوسۍ اهلي کړي.
چین د نړۍ ترټولو لرغونی او مهم د مشکو لرونکی هېواد دی، نږدې دوه زره کاله مخکې چينايانو له مشکو څخه په عطرو او دارو جوړولو کې استفاده کوله.
په «شن نونگ بن تسائو جین(shennong Bencaojing( درملو اړوند ترټولو لرغوني کتاب کې چې د هان په سلسله کې( له ۲۰۶ قبل میلاد نه تر ۲۲۰ وروسته له میلاده پورې) لیکل شوی دی د مشکو په اړه داسې راغلي دي: « مشک تُند او گرم خوند لري، خوب گډوډونکي او زیانمن شیان له منځه وړي.» درمل پوهانو په راورسته دورو کې د مشکو په اړه څه چې په پورته کتاب کې راغلي وو، پر هغو یې نور معلومات هم زیات کړي دي.
څرنگه چې خلک نن ورځ مشک پوره او دقیق پیژني، له طبي او د درملو اړوندو کتابونو پرته، په تاريخ، جغرافيې او ځینې تذکرو کې هم د مشکو په اړه ځینې مطالب را نقل شوي دي.
په چین کې پخوانیو خلکو مشک په دریو ډولونو ويشلي وو: لومړی، هغه چې په پسرلي کې د هوسۍ په ناف یا کڅوړه کې پیدا کیږي او هوسۍ یې د درد او په ډبرو پورې د ځان خارښت له امله له کڅوړې څخه دفع یا راوباسي. د دې ډول مشکو تاثیر ډېر قوي او چیرته چې لوېدلي وي هلته واښه نه رازرغونیږي. دغه مشک ترټولو ښه او قیمت یې له گوهرو او مرغلرو سره برابر دی. دویم ډول هغه دي، چې د هوسۍ تر ښکار وروسته له دې پرې او جلا کېږي. د مشکو دا نوع هم لوړ او ممتاز دي. دریم ډول مشک هغه دي، چې د مړې شوې هوسۍ له ځیگر او سپرز څخه ترلاسه کیږي. دا ماده هم ښه بوی ورکوي او گټه ترې اخیستل کیږي، خو عطر او اثر یې کم دی.
نن ورځ په چین کې کارپوهان په بله طریقه له هوسیو څخه مشک ترلاسه کوي.
هر کال د هوسيو په ساتنځایونو کې کله چې د نر هوسۍ کڅوړه یا کیسه له مشکو ډکه شي نو متخصصين په ځانگړې کاشوغې سره د هوسۍ له کڅوړې څخه مشک راوباسي. دا کار معمولا په کال کې له یو تر دوو وارو په وچ مني کې کیږي او هوسۍ ته کوم زیان نه رسیږي.
ویل کيږي، د تانگ سلسلې په سلطنتي باغ کې د مشکو هوسۍ ساتل کېدله. د دې هوسۍ ناف له معمولي اوبو څخه ډکېدۀ او خوشبوی یې تر معمولي مشکو زیات و.
وایه شي که د دې هوسیو یو څاڅکی مشک مو د اوبو په سطل کې اچولي وی او جامې یا کالي مو ورباندې وینځلي وی نو خوشبويي نه ختمېده، څو کالي زاړۀ شوي نه وو، خو وروسته بیا له هوسیو څخه یاد شوي مشک نه ترلاسه کېدل.
په پخوا وختونو کې په ځانگړي ډول په دریېمه او څلورمه زېږديزه پیړۍ کې د اشرافو طبقو ترمنځ له مشکو څخه گټه اخیستل کیدله. هغوی د ورځني ژوند په ځینو شیانو کې لکه: بالښت، کالیو او د لیکلو په رنگ کې له مشکو استفاده کوله.
د یادونې وړ ده، چې د مشکو هوسۍ په افغانستان کې هم د بدخشان ولایت په لوړو غرونو کې لیدل شوې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply