نیژدې لس میلیونه زده کوونکي له نامالوم برخلیک سره مخ دي

0 601

په افغانستان کې نیژدې لس میلیونه زده کوونکي له نامالوم برخلیک سره مخ دي.

د پوهنې وزارت له یوې میاشتې را په دیخوا د رادیو او تلویزیون له لارې د تدریس د پیلولو خبره کوي، خو لاهم په رسمي توګه دا چاره نه ده پيل شوې.

له هغه وروسته چې د کرونا ویروس هیواد ته راننوت د ټولو ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پرمخ وتړل شوې.

د پوهنې وزارت که څه هم ټینګار کړی چې ستونزه به په فرصت بدله کړې او زده کوونکو ته به د تلویزیون او رادیو له لارې د زده کړې بهیر پیل کړي، خو لاهم نه دی پیل شوی.

د تعلیمي کال نیژدې دوې میاشتې پورې کیږي خو زده کوونکي له ښوونځي بی برخې دي.

یو شمېر زده کوونکي وایي د تلویزیون او رادیو له لارې زده کړې ممکنې نه دي او ډېر لږ کسان ورته لاس رسی لري، خو دا بهیر هم لا نه دی پیل شوی.

ښوونکي وایي د تلویزیون او رادیو له لارې تدریس په هیڅ صورت نشي کولای د ښوونیز نصاب تشه ډکه کړي، خو کیدای شي یو ښوونیز فرصت وبلل شي.

 د پوهنې وزارت وایي د ښوونیزو برنامو عملي کار جریان لري او هره ورځ د پوهنې په تلویزیون او ترکیې د معارف په ستودیو ګانو کې د ساینسي مضمونونه اویا فلمونه چمتو کیږي.

د پوهنې وزارت ویاند نوریه نزهت وایي : چې کله بشپړ شول د ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته به وسپارل شي.

د پوهنې د چارو متخصصین وایي وزارت باید دا برنامه که عملي کوي هم پراخه کړي چې ډېر کسان ترې برخمن شي او په دې برخه کې له  نړیوالو مرسته وغواړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply