ولسمشر غني او عبدالله د ویش پرجزیاتو بوخت دي

0 540

ارګ او سپیدار ته نیژدې سرچینې وایي چې د دواړو لورو دوه اړخیزه خبرې وروستي پړاو ته نیژدې شوې او ژر به وروستي پایله اعلان شي.

د دغه خبرو په اړه یوه باخبره سرچینه وایي چې د سپیدار د وړاندیز شوې طرحې په اصولو له هوکړې وروسته اوس دواړه لوري په جزیاتو کار کوي او مذاکره اوس د حکومتي څوکیو په ویش روانه ده.

دا سرچینه وایي چې د عبدالله عبدالله په شمول په بیلابیلو کچو خبرې دوام لري.

د دغې مذاکرې یوه باخبره سرچینه وایي چې اوس د کابینې، خپلواکو ادارو، ولایتونو او سفارتونو په ویش بحث روان دی.

 په همدې وخت کې ارګ ته نیژدې سرچینې هم د دې خبرې پخلی کوي او وایي د ارګ او سپیدار خبرې مخ په بشپړیدو دی او روان وضعیت ته په پام هڅه کیږي چې دا لانجه ژر حل شي.

دا سرچینې وایی دواړه لوري د مالیې او بهرنیو چارو پر وزارتونو او لویې څارنوالۍ چڼې وهي.

ارګ او سپیدار اوس په رسمي توګه د دغه خبرو په اړه څه نه وایي که څه هم مخکې د ولسمشر دوهم مرستیال ویلي و چې د دواړو لورو لانجه مخ په خلاصیدو ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply