میلټري ټایمز: د طالبانو په جګړه کې اویا سلنه ډېروالی راغلی

0 640

که څه هم طالبانو په دې وروستیو کې په جګړه کې ډېروالی راوستی او د سولې د هوکړې د ماتیدو خطر ډېر شوی، خو امریکا د خپلو ځواکونو کمولو ته دوام ورکړی.

میلټري ټایمز امریکایي نشریه وایي سره له دې چې د مارچ میاشتې له پیله بیا د مې میاشتې تر دې دمه د طالبانو په جګړو کې۷۰ سلنه ډېروالی راغلی دی، خو امریکا بیا هم د خپلو سرتېرو کمولو ته ادامه ورکړې ده. میلټري ټایمز وایي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د سولې هوکړې د ماتېدو او نه عملي کېدو ګواښ هم ډېر کړی دی خو بیا هم امریکا د دې هر څه پروا نه ساتي او خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

امریکايي عسکرو په وروستیو ورځو کې په هلمند کې د افغان ځواکونو یوه روزونکې ډله ایستلې او ویل کېږي چې د امریکايي ځواکونو شمېر اوس  په افغانستان کې له لس زره هم ټيټ شوی دی.

میلټري ټایمز لیکي چې په افغانستان کې د امریکا دغه ول بېړني اقدامات د اندېښنې وړ دي او باید د جګړې د پای لپاره اساسي ګامونه اوچت شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply