د کویډ نولس اقتصادي اغیزي- حال او راتلونکی

رحیم امین

0 903

نن ورځ نړۍ سره نیږدي او تړلې ده، ټولنیز او اقتصادي پیوستون یې خورا پیچلی دی.  د نړۍ په یوه سر کې یوه پیښه د نړۍ په بل سر کې خامخا په نورو مستقیم یا غیر مستقیم اغیزي کوي. ښه بیلګه یې نن ورځ د کویډ نولس ناروغي ده چې بدبختانه د نړۍ ۲۱۲ هیوادونه ورسره لاس او ګریوان دي. زمونږ هیواد هم د همدې نړۍ یوه برخه ده چې د نوري نړۍ له پیښو مستقیم یا غیر مستقیم اغیزمن کیږو نو اړینه ده د هري پیښي په اړه پوره مالومات ولرو.

د ۲۰۲۰ کال پیل ښه نه وو، بشري ټولنه له کویډ نولس څخه کړیږي چې مونږ هم ورسره لاس او ګریوان یو. زه په دغه لیکنه کې د کویډ نولس په طبي اغیزو او لارښونو خبري نه کوم خو کوښښ کوم د دغې ناروغی اقتصادي اغیزي وڅيړم او په اړه یې مالومات له تاسو سره شریک کړم ځکه دا ناروغی یواځې  انسانان نه وژني، اقتصاد او نور ډیر انساني فعالیتونه اغیزمن کوي چې مدیریت یي اوس مهال کړکیچن او لګښ ته اړتیا لري.

د پیسو نړیوال صندوق اټکل کړی چې اوسني کرځبندیز وار له مخه د اقتصادي کړکیچ یا بحران نښي ښکاره کړي. د دوي به آند دا اقتصادی بحران به د ۲۰۰۸ کال له مالي بحران څخه ډیر بدتر وي او زیاتوي چې ښایې په تیرو ۱۰۰ کلونو کې به داسې یو اقتصادي بحران نه وي راغلی.

زه دلته غواړم دا روښانه کړم چې اوس اقتصادي حالت څنګه دی؟ د نړیوال اقتصاد راتلونکی به څنګه وي؟ او کویډ نولس زمونږ په ژوند، دندو، زده کړو او سوداګری کومې اغیزي لري؟ مخکې له دې چې په دې اړه خبري وکړو اړینه ګڼم چې لومړی په هغو اقتصادي مفاهیمو رڼا واچوم چې د اقتصادي بحران یا کړکیچ لپاره کارول کیږي.

Recession Vs Depression vs Economic Slowdown

تاسو به ښایې ‌ډیر ځله له پورته  مفاهیمو سره مخ شوي یاست خو ایا فکر مو کړی چې توپیر یې څه دی؟ زه یې په اړه لنډ توپیرونه دلته لیکم، هیله لرم چې یو څه به روښانه شي.

  • Economic Slow down

سوړ اقتصاد هغه حالت ته ویل کیږي کله چې GDP  یا نا خالص داخلی تولید کم شي البته منفی نه وي خو کچه یا سلنه یې د تیر کال په پرتله کمیږي. دا حالت زیاتره هغه وخت پیښیږي کله چې د یوه هیواد دولت مالي او اقتصادي چاري سمي نکړي سمبال او یا داسې پالیسۍ جوړي کړي چې مطلق بیګانه یا ټامیان پکې ګډون ولري.

  • Recession

هغه اقتصادي حالت ته ویل کیږي چې د یوه هیواد ناخالص داخلي تولید د دوو او یا زیاتو ربعو لپاره کم او منفي شي. د بیلګي په توګه د یوه هیواد ناخالص داخلي تولید د تیر کال په پرتله منفي څو سلنه کم شي.

  • Depression

ډیپریشن د اقتصاد بدترین حالت ته ویل کیږي. دا هغه حالت دی چې د ناخالص داخلی تولید  کچه منفې ۱۵٪ سلني ته ښکته شي او دا حالت له دریو کلونو زیات وخت ونیسي. د اقتصادي بحران دغه حالت په ۱۵۰ کلونو کې یواځي یو ځل راغلی چې د ګریټ ډیپریشن ۱۹۲۹ په نامه یادیږي. ښایې تاسو د تاریخ په کتابونو کې دا لوستي وي چې دا ژور اقتصادي بحران له لسو کلونو هم زیات وخت دوام وکړ. په هغو لسو کلونو کې په نړیواله کچه د ناخالص داخلی تولید کچه منفی ۱۵ سلنه وه. په زیاتره هیوادونو کې د بې کاری کچه د ۲۵ او ۳۰ سلنو تر منځ حساب شوي. دا حالت د اقتصاد له نظره ویرونکی دی. له نیکه مرغه په نړیواله کچه داسې یو بد حالت بیا ځلي نه ده تکرار شوی. که د ۱۹۲۹ کال ژور اقتصادي بحران  د ۲۰۰۸ کال د مالي بحران سره پرتله کړو نو مونږ یو ډیر بد حالت تصور کولای شو. په ۲۰۰۸ کالی کې نړیوال ناخالص داخلی تولید یواځې ۱٪ لویدلی وو نو تاسو اوس یو ۱٪ اقتصادي رکود له منفي ۱۵ سلنه  سره پرتله کړی! هیره د نه وي چې د ۲۰۰۸ کال مالی بحران ته Great Recession  هم ویل کیږي.

پورتنیو حالاتو ته په کتو سره اوس راځی چې په اوسني اقتصادي بحران خبري وکړو. سره له دې چې د نن ورځي اقتصادي حالت ډیر خلک د ۲۰۰۸ کال له مالي بحران او د ۱۹۲۹ کال له ژور اقتصادي بحران سره پرتله کوي خو خبره داسې نه ده. زیاتره اقتصاد پوهان وایي چې دا حالت ښایې د ۱۹۲۹ کال په څیر نه وي خو شته ‌ډیټا ته په کتلو سره داسې انګیري چې دا حالت  د ۲۰۰۸ کال له مالي بحران څخه بدتر کیدلای شي. د بیلګي په توګه، د فرانسي د لومړی ربعي د دریو میاشتو ناخالص داخلی تولید وده منفي ۶٪ حساب شوي چې دا د نړیوالي دویمي جګړي وروسته د فرانسي تر ټول بد حال دی. بل خوا د اروپا تر ټولو ستر اقتصادي ځواک جرمني داسې اټکل کړی چې د کال په دویمه ربعه کې به د ناخالص داخلي تولید وده منفي لس وي.

که اوسنی حالت د ۲۰۰۸ کال له مالي بحران سره پرتله کړو نو نن ورځ مونږ د اقتصادي بحران پیښیدو لپاره بل ډول سیناریو لرو چې زه یې په لاندې ډول څیړم:

    • کار او بار: نن ورځ خلک کار نه کوي او په زیاتره هیوادونو کې په اقتصادي او ټولنیزو کړنو بندیز دی خو په ۲۰۰۸ کال کې یواځي بانکونه له ناکامیو سره مخ شول، چاچې په بانکونو کې کار کاوو هغوی دنديد له لاسه ورکړي خو په عمومي ډول په ټوله نړۍ کې کار او بار په عادي ډول کیده، خلکو کار کاوو خو اوس دا کار ناشونی ده. سره له دې چې ځیني کمپنی اوس هم کوښښ کوي چې له کوره پر لیکه یا انلاین کار وکړي خو که فکر وشي مونږ ډیر داسې اقتصادي کارونه، صنعتونه او سیکتورونه لرو چې هغه له کوره په انلاین ډول نه شي کیدلای. د بیلګي په توګه، د سپورټ صنعت لکه کریکټ، فوټبال، او داسي نور ټول په ټپه ولاړ دي او یا د بل وخت لپاره یې مهال ویش ځنډول شوی. تاسو فکر وکړی چې په دغو برخو کې به څومره خلکو کار کاوو؟ هغوی چې دا لوبي مدیریت کوي اوس ټول بې کاره دي. د ۲۰۲۰ کال د اولیمپیک لوبي هم ځنډول شوي او ښایي د هند د کریکټ مشهور لیګ یا ای پی ایل هم ماتل شي.
    • د هوانوردی او ټوریزم سیکتورونه: دا سیکتورونه د نورو سیکتورونو په پرتله ډیر زیانمن شوي.  هوټلونه، هوایې شرکتونه،  د هوایې شرکتونو نمایندګی، پیلوټان، د الوتکو نور کاروکوونکي او هغه خلک چې په هوایې میدانونو کې کار کوي، دا ټول اوس بې کاره دي او ښایې چې معاشونه یې وځنډیږي او یا هیڅ ورنکړل شي.
    • د فلم او تفریح سیکتورونه: دا سیکتور هم د نورو سیکتورنو په څیر زیانمن شوی. په ټوله نړۍ کې سینماوي بندي دي، د فلمونه جوړول او تولید یي ټول په ټپه ولاړ دی. هر هغه څوک چې په دې برخه کې کار کوي اوس بې کاره دي. زه دلته یواځې د فلمي اداکارونه خبره نه کوم. کنسرټونه او تفریحي پارکونه هم بند دي چې په میلونونو کارکونکي یې اوس مهال له بې کاری څخه کړیږي.
    • د ټیکنالوژی صنعت یا سیکتور: د ټیکنالوژی سیکتور د نورو سیکتورونو په پرتله نه ده زیانمن شوی او لا یې پرمختګ او ګټه کړي. البته په  ځينو برخو کې یې زیان لیدلی، د بیلګي به توګه د تولید کوونکو کارونه یې بند دي، تولید ځایونه هم تړل شوي نو ځکه اوس د اپل کمپنی نوره د ټریلیون ډالرو کمپنۍ نه ده. د اپل کمپنی د تولید، او د تولیداتو د لیږد زیاتره کار او بار بند دی. په دې برسیره ځینو پر لیکه اپلیکشنونو خورا وده کړي د بیلګي په توګه     ZOOM, Skype, Google hangouts, Meets  دغو ټولو ډیره زیاته وده کړي. پدې برسیره   Netflix, Amazon  او د ګیمونو د جوړولو کمپنیو هم ښي ګټي کړي.
    • د هوټل او ریسټورانټونو سیکتور:  دا سیکتور یو له هغو سیکتورنو څخه دی چې ډیر زیان یې لیدلی. خلک هوټلونو او رسټورانټونو ته نه ځي نو ځکه هلته د عاید سرچیني وچي دي او هغه خلک چې په دې برخه کې کار کوي ټول بې کاره او په کور ناست دي.
    • تعلیمي سیکتور: د تعلیمي سیکتور کارونه هم ټکني شوي خو د نورو سیکتورونو په پرتله یې کار په ټپه نه ده ولاړ. زیاتره زده کوونکي اوس خپل ورځني درسونه په انلان بڼه اخلي  خو زمونږ په څير د غریبو هیوادونو لپاره دا چندان ښه تجربه نه وه. د بیلګي په توګه، انټرنیټ ته نه لاسرسی، یا د انټرنیت لوړ قیمت او حتا په ځينو ښارونو کې یې کیفیت دومره ټیټ دی چې زده کړو جوګه نشي کیدلای. تمه کیږي چې د کویډ نولس څخه وروسته به په تعلیمي سیکتور کې خورا زیات بدلونونه راشي چې پایله به یې په نوې بڼه د زده کړو پیل وي.
  • د کوچنیو سوداګریو غمیزه: ما پورته د لویو شرکتونه په اړه ولیکل چې د خپلو کارکوونکو معاشونه یې کم او یا هیڅ نه ورکوي، کله چې لوی شرکتونه له دومره ستونزو سره مخ وي نو فکر وکړی چې د کوچنیو سوداګریو به څه حال وي. ځکه کوچني شرکتونه د میاشتو حسابونه کوي او کله چې د دریو او یا څلورو میاشتو لپاره زیان ووینی نو د ورکیدو خطر یې زیاتیږي. دا شرکتونه اړ دي یا خپله قرباني شي او یا خپل ټول کارکوونکي له دندو ګوښه کړي. چې دا کار زمونږ په څير د یوه غریب هیواد کې ډیر امکان لري ځکه دلته مونږ ستر شرکتونه نلرو او زمونږ زیاتره اقتصادي قوت همدا واړه شرکتونه دي. 

فکر وکړی که په هر سیکتور کې همداسې لږ لږ کارونه بند شي نو په عمومي ډول به ټول اقتصاد څومره زیانمن شي. د کویډ نولس له پیښي سره سم زیاترو نړیوالو او سیمیزو شرکتونه د پیسو سپما پیل کړي، او اړ شوي چې یا خپلو کارکوونکو ته معاش ورنکړي، یا یې معاشونه کم کړي او یا یې له دندو ګوښه کړي چې دا حالت اوس په ټوله نړۍ کې عام دی. د بیلګي په توګه د  Tesla  کمپنی د خپلو ټولو کارکوونکو معاشونه ۱۰سلنه کم کړي. د ماریوټ  Marriot  هوټل چې د نړۍ د هوټلونو ستر سوداګریز شرکت دی د خپلو لوړ پوړو کارکوونکو معاشونه ۵۰٪ کم کړي او د لنډ مهال لپاره یې ۱۰۰۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي. د ناروي هوایي شرکت او د سکانډینیوین هوایې شرکت خپل ۹۰ سلنه کارکوونکي بې معاشه اعلان کړي.

د کارګرانو نړیوال سازمان یا ILO داسې اټکل کړی چې په نړیواله کچه د ټولو کارکونکو ۳۸ سلنه کارکوونکي د بې کاری او بي معاشی له خطر سره مخ دي او ۲.۷ بیلیونه کارکوونکي مستقیم یا غیر مستقیم اغیزمن کیږي.

فکر وکړی که تاسو یو له همدغو کارکوونکو څخه یاست نو حالت به څنګه وي؟  دا انتخاب ستاسو په لاس کې دی چې د نیټفلیکس فلمونه ګوری او یا له وخت څخه داسې استعفاده کوی چې  نوې څه زده کړی. زما په آند دا به ښه پریکړه وي چې د فلمونو پر ځای په خپلو مهارتونو کار وکړی کله چې حالت نارمل شي تاسو به له ډیرو مخکښ یې او یوه ښه دنده به درته پیدا شي. کوښښ وکړی له دغه وخت څخه داسې ګټه واخلی چې په خپلو کمزوریو کار وکړی او فکر وکړی چې تاسو یوه نوې پیل ته ځان چمتو کوی.

که چیرته تاسو دا پلان لری چې له دغه حالت څخه څه زده کړی نو دا کار اوس ډیر اسانه دی. پر یوټیوب ډیري زیاتي ویډیوګاني شته چې تاسو ورنه یو نوی مهارت زده کولی شی. تاسو کولی شی نوې ژبه زده کړی، کوډینک زده کړی، د پروژي مدیریت زده کړی، ټافل یا جی ار اي ته امادګي ونیسی. منابع ډیري زیاتي دي خو وخت کم دی چې باید ورڅخه ګټه واخیستل شي.

په راتلونکي یې اغیزي:

د کویډ نولس اغیزي به په سیکتورنو کې مختلفي وي، ځيني سیکتورونه به دومره زیانمن شي چې بیرته رغونه به یې ډیر وخت ونیسي او برعکس ځیني سیکتورونه به ښه وده وکړي. که چیرته عمومي فکر وشي نو دا وبا یو نه یو ډول ټول سیکتورونه اغیزمن کولای شي.

سره له دې چې دا نه ده مالومه چې اوسنی ګرځبندیز به څومره دوام وکړي خو د پیسو نړیوال صندوق وړاندوینه کوي چې د ۲۰۲۰ کال تر پایه به د نړۍ د پیاوړو اقتصادي قدرتونو د ناخالص داخلي تولید کچه ۶.۱ سلنه ولویږي او نړیواله سوداګري په ۱۱ سلنه کمه شي. که اوسنی ګرځبندیز همداسي دوام وکړي نو په اقتصاد کې ټول لوبیدونکي به زیانمن شي.

د ځينو نورو سیکتورونو په څير د زده کړو سیکتور هم په انلاین ډول د دې وړ دی چې کارونه یې له کوره تر سره شي. نو له دې وجې په دغه سکتور کې د نوښت امکان ډیر زیات دی ځکه اوس مهال زیاتره تعلیمي اداري مختلفي لاري او چاري لټوي چې خپلو زده کوونکو ته کار وکړي. چې دا حالت ښایې د تعلیم په سیکتور کې ډیر بدلون ومومي چې تر افلاین به زیات انلاین کلاسونه ورکول کیږي.

د اټومیشن شرکتونه هم ښه راتلونکي لري او زیاتره اقتصاد پوهان په دې آند دي چې له کویډ نولس وروسته به د ځمکو او بلډنګونو کار او بار ډیر سوړ شي ځکه زیاتره کمپنی به په دې پوه شي چې دوی کولای شي خپل کار له کوره تر سره کړي نو د دفتر لپاره څه اړتیا ده.؟ څه اړتیا ده چې د ټرانسپورټ لګښت ورکړو؟

په پای کې باید یادونه وکړم چې دولتونه باید په راتلونکي کې  دداسې پیښو د مخنیوي په برخه کې د تحقیقاتو لپاره بودیجه بیله کړي. البته دا بودیجه باید د تیر په څیر یواځي لنډمهاله نه وي، دا ځل یې باید دوام ته پاملرنه وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply