پر روڼتیا د څار بنسټ: د قانون د تطبیقوونکو ادارو له سیاسي ویش دې ډډه وشي

0 533

 د افغانستان پر روڼتیا د څار سازمان د ولسمشر غني او عبدالله  په سیاسي هوکړه کې د ځینو بنسټونو د ویش په اړه اندیښمن دی.

دا سازمان وایي د دوی دواړو ترمنځ  د عدلي، قضايي، نظارتي او انتظامي بنسټونو او وزارتونو ویش د اندیښنې وړ دی.

 دغه سازمان خبرداری ورکړی چې کېدای شي ځینې غیر سیاسي بنسټونه هم د دغې سیاسي هوکړې په ترڅ کې وویشل شي.

 د دغه سازمان مشر سید اکرام افضلي وايي د همدي سیاسي چلندونو او ویش له امله یو شمېر عدلي، قضایي او امنیتي ادارې د دې پرځای چې قانون پلی کړي سیاسي شوې او له دې امله په کې فساد ډېر شوی دی.

د څارسازمان دغه مسول وایي عدلي او قضایي ادارې باید ونه ویشل شي.

 د دغه سازمان مسوولین وایي حتی داسې ویل کیږي چې د قانون د حاکمیت ساتونکې ادارې یې هم له خطر سره مخ کړې دي.

د دغه سازمان د اړیکو مسول ناصر تیموري وایی حتی د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ د ویش پرسره هم خبرې روانې دي.

دغه سازمان له ټولو سیاسی لوریو غوښتنه کړې چې د اصلاحاتو لپاره دې قضايي ادارو ته په درناوي قایل شي او د دغو څوکیو د وېش څخه دې ډډه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply