د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د جوړجاړي جزیات رسوا شوي

0 780

د ولسمشرد محمد اشرف غني او پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله د مذاکراتو او کېدونکې هوکړې کره جزییات تر لاسه کړل.

 د مالوماتو پر اساس، عبدالله عبدالله به د مصالحې شورا مشري کوي؛ خو حکومت کې به یې د اجرايي صلاحیت کچه صفر وي.

سرچینې سیحون ته وویل، مصالحې شورا د پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ دوه ډوله مجالس مخ ته بیايي، چې لومړی هغه یې د سولې پروسې په اړه د مدني ټولنو له غړیو سره سلا مشورې دي او دویم هغه يې سیاسي برخه ده چې د مصالحې شورا له غړیو سره به ناستې کوي او رهبري کوي به یې.

د سرچینې په خبره، عبدالله عبدالله به د کابینې په غونډو کې برخه نه لري، خو بر عکس به ولسمشر غني رسمآ د افغانستان د منتخب جمهور رییس په توګه پېژني او رسمي اعلان به کوي.

سرچینه وایي، ولسمشر غني به د مصالحې شورا د تصمیم د تایید او رد صلاحیت ولري، ددې شورا د ټولو مشورتي او تصمیم نیونکو غونډو مشري به کوي او نور څوک دې برخه کې مداخله نه شي کولای.

د مصالحې شورا چې ولسمشر غني عبدالله عبدالله ته سپارلې لاندې صلاحیتونه به لري:

۱ په ملي کچه د اجماع رامنځته کول

۲ په نړیواله کچه د سولې پروسې لپاره لابي او د مرستو راجلبول

د مالوماتو له مخې، د ملي یووالي حکومت په څېر کوم بل داسې جوړښت نه تشکلېدونکی دی، چې په لویه کچه د ولسمشرۍ ماڼۍ تصامیم وننګوي او ویټو يې کړي، ځکه راتلونکی حکومت به یوازې د ولسمشر غني لخوا رهبري کېږي او د پرېکړو یواځینی ادرس به ارګ وي.

مالومات شيي، چې د مصالحې شورا لپاره به خپلواک بودیجوي واحد جوړېږي او پیسې به افغان حکومت او د اړتیا په صورت کې نړیوال ورکوي. همدا راز د پیسو د مصرف مسوولیت او صلاحیت به هم د مصالحې شورا د مشر وي.

د مصالحې شورا کې به د هېواد سیاسي مشران، د مدني ټولنې غړي او د ټولنې نور اقشار برخه ولري.

د مالوماتو له مخې، د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د مصالحې شورا د دارالانشاء چارې پر مخ بیايي.

سرچینه وايي، د مصالحې شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت تشکیلات به د ولسمشر غني په لار ښوونه او مشوره کم یا هم زیاتېږي.

سرچینې زیاته کړې، د حکومت د ټولې کابینې د ګومارنې او تبدیلۍ صلاحیت له ولسمشر غني سره دی او هېڅوک يې د ویټو کولو حق نه لري.

همدا راز د مصالحې شورا به له ولسمشر غني سره په مشوره، د ولسي جرګې، ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ترسره کولو لپاره کار کوي او په دې اړه به یو  مېکانیزم جوړېږي.

د سیحون تر لاسه کړیو مالوماتو کې دا هم شته چې وروستیو مذاکراتو کې عبدالله ته په کابینه کې سهم هم ورکړل شوی، محدود شمېر وزیران به معرفي کوي او د ځینو والیانو په ټاکلو کې به ورسره مشوره کېږي.

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله هوکړه کې دا هم راغلي چې د  مصالحې شورا مشر ته به ځانګړي تشریفات او امنیتي تدبیر نیول کېږي.

هوکړه کې ویل شوي، چې د ثبات او همپالنې ټیم مرستیالان به د په خاصو تدابیرو او تشریفاتو د مصالحي شورا معاونین کېږي.

د هوکړه لیک د عملي کولو او د نقض مخنیوي لپاره یوه پنځه کسیزه کمیټه جوړېږي چې هغه به یې څاري.

دې هوکړه کې همدا راز د ټاکنیز نظام اصلاح ته هم اشاره شوې چې دغه کار به له ولسمشر غني سره په مشوره ترسره کېږي.

د حکومت یوې مهمې سرچینې ټینګار کړی، چې دا لومړی ځل دی چې هېواد کې راپورته شوې سیاسي لانجه د افغاني مذاکراتو له لارې او له بهرنۍ مداخلې پرته په سم ډول حل کېږي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، لومړی مرستیال امرالله صالح به د تېر خلاف د هېواد دویم کس وي، جنرال دوستم ته اعزازي مارشالي رتبه هم ورکول کېږي او تر څنګ به یې د مصالحې شورا ارشد غړی وي.

د هوکړې یوه برخه کې دا هم راغلي، چې عبدالله عبدالله ته به په ډیپلماټیکه کچه سهم نه ورکول کېږي او د تېر په څېر به نوې حکومت کې سفیران او ډیپلماټان ونه لري.

اوس باور کېږي چې عبدالله عبدالله له سختو ستونزو سره دی، ځکه خپلو پلویانو ته قناعت نه شي ورکولای چې ولې يې د تحلیف مراسم پر ځای کړل، کله یې چې پر ځای کړل، اوس ولې ترې بېرته په شا کېږي؟

ډېر امکان شته چې ولسمشر غني او پخوانی اجراییه رییس د همدې اوونۍ جریان کې هوکړه لاسلیک کړي.

ولسمشر غني د خپل تحلیف مراسمو په ورځ ملت ته وینا کې وویل، راتلونکی حکومت به یې مشارکتي وي او ټولو خواوو ته به سهم ورکوي.

د ولسمشر غني دغه اقدام په لویه کچه له هرکلي سره مخ دی او ټینګار کېږي چې نور دې هېواد کې سیاسي لانجې پای ته ورسېږي.

سیحون اژانس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply