د فرخناز اصفهاني پام وړ

سيد حسين پاچا

0 572

د فرخناز اصفهاني پام وړ :

امريکا لا څه چې پاکستان ”رياست“ عملاً په افغانستان کې ماتې خوړلې

هند په خپل رغنده رول د خلکو زړونه ګټلي، خو سرچپه رياست بايللي دي

افغانان رياست او تش د مدرسو په نوم وړانده فارمي چرګوړي يې نه غواړي

نوټ : آغلې اصفهانۍ رياست دې هسې بېځايه غلطه محاسبه نه کوي. ۷۳ رياست دې د ۵۰۰۰ کلن تاريخي افغانستان د الحاق وادغام، د پينځمې صوبې او د خوندي سيمې خوبونه نه ويني. افغانستان که نورو هضم کړی وي، نو ۷۳ کلن رياست به يې هم هضم کړي، خو کلا وحاشا چې دا به د ۷۳ کلن رياست لپاره د زقوم يا د جهنميانو د روزۍ په شان د رياست کولمې پاره پاره کړي. بنګاليان مجبور شول چې د رياست له ظلمونو نه د خلاصون لپاره له هند مرسته وغواړي او ځانونه يې د رياست له ظلمونو خلاص کړل. افغانان به هم بالاخره مجبوريږي چې د تلپاتې سوله ييز او ديموکراتيک افغانستان د ثبات، هوساينې (سوکالۍ) او د تپل شوې (نا اعلان شوې جګړې) د پای لپاره له تاريخي دوست هند نه مرسته وغواړي او حق په حقدار وسپارل شي. په نورو ټکو بلوڅو ته خپل حق، سنديانو ته خپل حق، کشميريانو ته خپل حق، افغانانو ته خپل حق او پاتې يوه برخه پنجاب د ها غاړې دوه برخې پنجاب سره يوځای شي.

آغلې اصفهانۍ،

له موږ يې مه پوښته، بلکې له سومونات و پاني پته يې وپوښته چې هغه د جنګ ډګرونه درته د خپلې خاموشۍ پر ژبه د غزنوي و دُراني تاريخونو د زړه خواله وکړي.

آغلې اصفهانۍ،

يوځل خو هسې د هديرې ته د ثواب د تګ پلمه د خپلو مشرانو ذوالفقار علي بوټو، بېنظير بوټو، ضياءالحق، اختر عبدالرحمان، نصيرالله بابر، حميدګل، کرنيل او داسې نورو لکه غلام اسحاق خان، نوازشريف، زرداري، ميرزا اسلم بيګ او داسې نورو هم وپوښته چې د مړو او د ژونديو له زړونو له هغه پټ سوخت او حاله هم خبره شې چې چا خپل ارمانونه له سره يووړل او څوک به يې لا ګور ته له ځانه سره يوسي، خو افغانستان به هماغسې وي، لکه څنګه چې دی.

آغلې اصفهانۍ،

کرنيل امام دې د خپل کتاب ”داستان جهاد افغانستان“ کې داسې وايی :

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

مشاهد حسين دې داسې وايی :

هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو

بابر دې داسې ويلي :

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

General Akhter Abdur Rehman:

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

د ميرزا اسلم بيګ خبره :

بينظيرې موږ ته وويل چې جلال اباد ونيسئ او کابل وسېځئ!

ضياءالحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

مکار ديکتاتور پروېز مشرف :

Musharraf: Pakistan and India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must stop

In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban.

  • In an interview with the Guardian, Musharraf admitted that when he was in power, Pakistan sought to undermine the government of former Afghan president Hamid Karzai because Karzai had “helped India stab Pakistanin the back”. But now the time had come to “totally cooperate” with Ashraf Ghani, the Afghan president since September, who Musharraf believes is “the last hope for peace in the region”.
  • “In President Karzai’s times, yes, indeed, he was damaging Pakistan and therefore we were working against his interest. Obviously, we had to protect our own interest,” Musharraf said. “But now President Ashraf Ghani has come and he is trying to restore balance in Afghanistan. We must totally cooperate with him.”

آغلې اصفهانۍ،

فهل وجدتم ما وعد ربکم حقًّا؟

د يوې ښځينه په توګه زما مشوره تاسې ته دا ده چې د ضياءالحق او نورو قبرو ته ورشئ او ترې وپوښتئ چې تاسې خو ولاړئ، خو موږ ته مو څه راپرېښوول؟

هغه څه چې تاسې ويل او هيله مو وه هغه مو ترلاسه کړل؟

ضياءالحق تاسې ته داسې تګلاره نه ده پرېښې چې د هغې له مخې زموږ و ستاسې وروري او دوستي پرې د يو مسلمان او ګاونډي په توګه وپايي. نو،

اليس منکم رجل رشيد؟

تاسې کې داسې يو څوک نشته چې د ضياءالحق د هغه زړې (پرسوده) او دښمنانه تګلارې چې پر تشدد او تلپاتې جګړې ولاړه ده له دغه زړې او دښمنانه تګلارې (پالېسۍ) پر وړاندې په خپل پارلمان کې پرې بحث وکړئ او د يو ښه ګاونډي په توګه زموږ او د هند، بلکې د سيمې او نړۍ په کچه پاتې شئ؟ تر څو چې تاسې له دغې دښمنانه تګلارې لاس اخېستی نه وي، نو زموږ وستاسې ترمينځ به تر قيامته روغه رانه شي.

آغلې اصفهانۍ،

په دې هيله چې د افغان ولس يو په زغرده پيغام مې دررسولی وي او د يوې استازې په توګه په خپل پارلمان کې دې خپل هغه ايماني واخلاقي رسالت ترسره کړئ.

موږ له عام ولس سره هېڅ ستونزه نه لرو، بلکې موږ او هغوی سره د اسلامي ارزښتونو کې په رڼا کې يو له بل سره نغښتي يو او ترې منندوي يو. پاکستان خپل دويم کور بولو، خو زموږ او د هند ستونزه ستاسې له رياست سره ده چې دغه مردار رياست مو زموږ او ستاسې د ټولو پر مريو خپلې ناولې او کرغېړنې پنجې ښخې کړي او وينه مو څښي، نو تر څو به دغه ډول حالات ټول په ګډه زغمو؟

ايا ښه به دا نه وي چې يوه ورځ د ضياءالحق په شمول د اختر عبدالرحمان، نصيرالله بابر، حميدګل، کرنيل امام، بوټو، مشاهد حسين، طلعت حسين، شريفين، د اسلامپالو او سياستوالو کورنۍ پارلمان ته راوغواړئ او د باجوه و فيض په مخ کې ورسره د دغې تلپاتې تپل شوې جګړې په تړاو خبرې وکړئ او د حل لار يې راوباسئ. طالب مالب پرېږدئ او نه طالب دومره په هېواد کې ستاسې ګټې ساتلی او تضمينولی شي. ولې د هند غوندې دولت پر دولت او رغنده اړيکې نه جوړوئ؟ ترڅو به تاسې دا د ناشونو او شومو هيلو هسې بېځايه او غلطه محاسبه کوئ؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

پاکستانۍ سياستواله : امريکا افغانستان کې ماتې خوړلې، هند دې دا تجربه نه تکراروي

https://www.taand.com/archives/149625

هند : طالبان بايد د غني په مشرۍ ديموکراتيک نظام په رسميت وپېژني

https://khabarial.com/archives/3427

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply