د فیسبوک د ملګرو څخه یوه انتباهی کیسه د پښتو ادب په اوړو کې اغږلې

سید عبیدالله نادر

0 654

وایي یو کس ډیر په ژوري مطالعي بوخت وو ، او د اخبار مطالب هم یو د بل پسي په زړه پوري وو ، نو تر څنګه ناست یې یو ماشوم ، ډیری پوښتنې ترې کولي ، شوخي یې کوله او سړی یې مطالعي ته نه پریښود ، نو سړی هم د دي د پاره چې ماشوم بوخت کړي ، د همدې اخبار یوه بله ګڼه یې راواخیسته او اخبار کې چاپ شوي د نړۍ نقشه یې څیري څیري کړه ، او ماشوم ته یې ورکړه چې دا جوړه کړه ، غوښتل یې ګوندی په دي پلمه ماشوم بوخت کړي ، ماشوم څیري شوي ټوټي واخیستی ،او نقشه یې ژر روغه کړه، او سړي ته یې وښوده ، سړی حیران شو او ډیر په تعجب یې ترې پوښتنه وکړه ، چې دا دومره ژر دي دا څرنګه جوړه کړه ؟

ماشوم وویل : د نقشی تر شاه بنیادمانو عکسونه می سره ترتیب کړل، او جوړ می کړل ، نو نقشه خپله جوړه شوه ، نو وایي ، ما دا انتباه ترې واخیسته ، چې که د ځمکي پر مخ د انسانانو ځایونه بدل کړو ،او هر څوک د خپل فهم او پوهی په اندازه په خپل ځایونو کښیناوو ، نو دا ستونزی به نه وي. دا ستونزی له دي امله مونږ هم ګالو چې واقعی انسانان لا په خپل ځای نه دي نصب شوي ، یا نه دي کښینول شوي ، یعنی که انسانان اصلاح کړو ، او د علم او معرفت په ګاڼه یې سمبال کړو نو د ځمکي پر مخ به ډیري ستونزی حل شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply