نوې هوکړه او شل لويې ستونزې

نقيب احمد عزيزي

0 555

د ټولنو سياسي تاريخ راته وايي چې خلک د سخت قانون پر وړاندې نه دي را پارېدلي، خو د هغه قانون پر ضد يې پاڅون کړی چې په تبعيض تطبقېږي. د قانون تبعيضي تطبيق يا تشريح په ټولنه کې خلک په دوو عمده پوړونو وېشي؛ يو تر قانون پورته خلک، بل تر قانون لاندې وګړي.

د مدون قانون له امله د دغسې طبقاتي تقابل پېښېدل د حکومتونو بحراني کېدل حتمي کوي. په فرانسه کې د اوولسمې پېړۍ سياسي مفکر مونټسکيو ويلي وو: قانون بايد لکه مرګ بې‌استثنی تطبيق شي.

په افغانستان کې د يويشتمې پېړۍ په پيل د استبداد هغه بڼه بدله شوه چې واک د توپک په ماشه بدل شي، د امريکايانو او نړيوالې ټولنې په راتګ افغانستان هم د سياسي نظام د رهبري لپاره د ډيموکراسي چوکاټ خوښ کړ او کابو دوې لسيزې پرله‌پسې په دولتي او عامه کچه تبليغات ورته وشول.

د ډيموکراسي په ګڼو ښېګڼو کې يوه دا په ګوته کېږي چې د واک غريزه پرې مهارېدای شي او د اقتدار لپاره د وراني او وژنو مخه نيسي، خو بدبختانه وينو چې موږ د سرو زرو په چاړه حلال شوو.

د کابل په خوشال خان مېنه کې د يوه بلاک مالک د هر اپارتمان له مخه څو ګلدانونه ايښي او ګلونه يې پکې کرلي، ده د ګلانو د ودې لپاره په ګلدانونو کې حيواني سره اچولې، خو چې شمال شي د ګلو تر وږمو د خوشايو بوی ډېر الوځي.

زموږ لپاره هغه ميکانيزم هم په مشکل بدل شوی چې نورې نړۍ بيا بيا د خورا مجرب حل په توګه کارولی دی. په افغانستان کې د ډيموکراسي په منځ کې استبداد ته وده ورکول شوې ده، د ډيموکراسي د ګل وږمې داسې پکې پيکه دي لکه د هماغه بلاک کوم ګلدان ته چې ولاړ يې.

تازه دا دی بيا د واک پر سر شخړه وه او تر دې ځايه ورسېده چې نړۍ پر افغانستان طنزونه وليکل او د دوو ښکرونو وطن يې وباله.

 د اشرف غني او عبدالله د موافقې ستونزې څه دي؟

۱. دې هوکړې د انتخاباتو ضرورت نفې کړ. څرګنده شوه چې که د انتخاباتو لګښت نورو برخو ته ځانګړی شوی وای او واک همداسې وېشل شوی وای، نتېجه به همدا وه. يوه ستونزه دا ده چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د عامه افکارو رهبري د ډيموکراسي په ختمېدو تمامېدای شي.

۲. د خلکو هيلې تمثيل نه شوې، زاړه جوړښت ته نوم ور بدل کړای شو او د سولې لپاره ځانګړې برخه او بوديجه د باج په توګه وبايلل شول. د سولې لپاره پکې د اجماع جوړول يو شرط بلل شوی چې د سياسي توافق پر بنسټ به جوړېږي. په دې سره مشورتي لويه جرګه بې ارزښته او نفې شوه او د خلکو غوښتنې تر پښو لاندې شوې.

۳. د اجراييه رياست دوه مرستيالان په پنځو بدل شول او ډاکټر عبدالله د هېواد په کچه دويم کس شو چې ان دوو مرستيالانو ته به يې هم امنيتي پروتوکول ورکول کېږي.

۴. سپېدار ماڼۍ يو متنازع مکان شو او له دې وروسته به د دې بد سياسي کلتور مانورونه همدلته اجرا کېږي. د تحليف دوو مراسمو وښووله چې ټاکنې نمايش وې او که دوی تر ټاکنو مخکې توافق غوښتی وای، افغانستان لا ډېر د سولې فرصت لرلای شوای. سپېدار ماڼۍ تر اوسه د اجراييه رياست په نامه د سياسي غصب لپاره اشغال شوې وه، اوس د ملي مصالحې د عالي شورا په عنوان.

۵. د ادارو ادغام او ايجاد پخپله د مديريت او ناسالم پلان ښکارندويي کوي، د سولې شورا، بيا د سولې شورا د دارلانشاء په نامه بوديجه بادول، بيا هغه مدغمول او د سولې په چارو کې وزارت ايجادول او بيا هغه بېرته د ملي مصالحې د عالي شورا په نامه جوړښت ته ور اچول او بې‌ګټې لوی تشکيلات سازول يې ښه مثال دی.

۶. د اشرف غني ستونزه دا ده چې په فراقانوني جوړښت کې د قانون د جدي تطبيق نارې وهي. مثلاً په نوې هوکړه کې ويل شوي چې د ملي مصالحې عالي شورا ته به د اجراييوي کارمندانو تقرر د قانون پر بنسټ کېږي. دا د حکومت تر ټولو قوي ضعف دی چې له مرداري عطر جوړوي.

۷. د سولې ملي اجماع تر سوال لاندې پکې بلل شوې، داسې څرګندېږي چې د عبدالله ټيم د غني د واک له ننګولو سره سره د سولې لپاره جوړه شوې اجماع هم رد کړې ده. سره له دې چې دا اجماع ښاغلي اشرف غني د خپل تېر پنځه کلن کار سور عنوان ياداوه. له دې سره موږ په بحران کې بېرته شا ته ولاړو.

۸. عبدالله به له دې وروسته په بهرني سياست کې دخيل وي، ځکه د هوکړې له مخې بايد د افغانستان د سولې لپاره بشري مرستې دی را جلب کړي. د نړيوالو اړيکو او ډيپلوماسي پوهنې راته وايي چې که د يوه هېواد د کورنۍ ادارې مربوط چارې له بهرني سياست سره غوټه شوې، دواړې خرابېږي.

۹. د نوي جوړښت په وظايفو کې يوه جالبه وظيفه هم شته: « جلب کمک های بین المللی برای باز سازی بعد از بر قراری صلح.» دا فقره څرګندوي چې له سولې وروسته د بيارغاونې چارې هم د ملي مصالحې عالي شورا ته د يوه موازي حکومت په څېره ور له غاړې دي. دلته يوه تطبيقي ستونزه دا هم ده چې سوله يقيني نه ده، خو له بهرنيانو د افغانستان د بيارغاونې لپاره مرستې غوښتل کېږي.که احياناً دغه مرستې را جلب هم شي، د لګولو لپاره به يې زمينه برابره نه وي او يوازې د غلا امکان به پاتې وي.

۱۰. عبدالله ته د موازي ولسمشر مقام ډالۍ شوی. هوکړه ليک وايي چې د ملي مصالحې په ټولو اړونده مراسمو کې به د هېواد د دويم کس امنيتي تدابير او تشريفات ورته نيول کېږي. دلته هيڅوک دا پوښتنه نه را پورته کوي چې ولې؟ د سولې لپاره ولې داسې کس تعيين شي چې د هغه امنيت د هېواد د دويم کس په کچه نيول غواړي. د عبدالله سايکالوژي ته په کتلو هغه هيڅکله پر دې هم بسنه نه کوي او د ميم زرما ټول يې زما قاعده به ورباندې عملي کوي، لکه دا عملي چې يې کړه.

۱۱. د ملي مصالحې عالي شورا په نامه جوړ شوی تازه جوړښت خپلواک بوديجوي واحد دی، هم به يې د افغانستان حکومت ملا تړي او هم به يې بين المللي سرچينې تمويلوي. يعنې د جګړې د بوديجې سپانسر ته داسې جوړښت نه لرو لکه د هغې سولې لپاره چې يې لرو چې يو ځل بيا بې اجماع بلل شوې ده.

۱۲. دا جوړښت د سياسي رهبرانو، په اصطلاح ملي شخصيتونو، ملي شورا د استازيو، بېلابېلو سياسي پوړونو، ټولنيزو اقشارو، مدني ټولنو او ښځو او ځوانانو تشکيل بلل شوی چې يو هم د قانون له مخې د وظيفوي شرایطو تصفيه نه شي کولای، خو بس سره ګرځي به او د پوښتنې سړی به نه وي. ټول بې‌تعريفه افراد پکې شاملېدای شي. د هغه هېواد لپاره دغه ډول تشکيل څه پايلې لرلای شي چې د نظامي سرتېريو او جنګ بوديجوي بار نه‌شي اوچتولای او يوازې په تېرو پنځو کالو کې له نه کوارديناته، نه امکاناتو او شړېدلې رهبري څخه پنځوس زره سرتېري قرباني شول؟

۱۳. د هوکړې په متن کې يو ځای د سولې د برخې کارکوونکي تقدير شوي او جالبه دا چې د برهان الدين رباني تر څنګ د صلاح الدين رباني کارنامې هم ستايل شوې دي. صلاح الدين هغه سړی دی چې د بهرنيو چارو د وزارت له سرپرستي سره يې د جمعيت په وسيله د خپل حکومت پر ضد غونډې تنظيمولې او کودتايي اخطارونه يې خپرول. اوس د سولې په خاطر تمغه ور تړل کېږي، حال دا چې وطن يې د سره جنګ لمبو ته سکور پروت دی.

۱۴. تر دغو ټولو امکاناتو وروسته د غني پر ټيم او وطن د بلوسېدو بل فورم د مشارکت په نامه بيان شوی او هلته نو اول د سپين‌ږيري سړي جنسي تېريګر ته مارشالي رتبه اهداء شوې ده. دا د يوه هېواد په نظامي تاريخ کې يو تريخ باب دی. موږ د جګړو تريخ تاريخ لرلی، خو د وطني وقار په خوله کې مو متيازې نه وې شوې. دوستم نه عادي پوهه لري، نه مسلکي څانګه، نه يې بهرنی نظامي اغېز شته، نه يې کورنی سياسي صلابت. وچ سرټمبه دی او په همدې يې ګټلې او د همدې بد رواج بنسټګر به هم ثابت شي.

۱۵. د مشارکت دويم لړ په کابينه او وزارت خانو کې د پنځوس فيصده ونډې لرل دي. دا نو هغه څه دي چې پنځه کاله به اختلافونه ترې را ټوکېږي. دغه ټکی به مو د اجراييه رياست زيارت ته ننواتې ورولي.

۱۶. په هوکړه‌ليک کې يو ځای راغلي چې تغيير، تبديل او د کسانو عزل به په موجه دلايلو د ولسمشر صلاحيت وي، خو متاسفانه د دې خبرې په منځ کې هم يو ستر د تنازع او جنجال قید «موجه دلايل» پټ دی. و به وينو چې ولسمشر به راولاړېږي او يو څوک به عزل کوي، خو مقابل لوری به ورته وايي چې نه وروره! دلايل دې موجه نه دي. د موجه دلايلو وجودي ماهيت نو بيا څرګندوه، خدای به دا وي شپې يې نورې.

۱۷. د ولسواليو شوراګانو ټاکنې له امنيته پرته شونې نه دي، موږ و تاسې په نږدې تېر کې ولسمشري ټاکنې هم وليدې چې نږدې افغانستان ته د سياسي شعور نه لرلو شرم ور اوښتی و، حال دا چې ستونزه د خلکو په شعور کې نه وه، د حکومت په نه حضور کې وه. دويم دا چې ګواکې دوی به د ټاکنو په کمېسيونونو او بهير کې اصلاحات راولي، خو الکټرونيکي تذکرې د نيم نفوس دويمې برخې ته هم نه دي توزيع شوې.د درغليو مخه تر هغو نه نيول کېږي چې رايې الکټرونيکي نه‌شي. په دومره لوی سند کې دغه شي ته هيڅ اشاره نه ده شوې.

۱۸. اشرف غني له جمعيت سره د حکومتي ساختار بدلون منلی دی، دا هغه شی دی چې د دولت ساز ټيم کمپاينرانو ښاغلی حنيف اتمر ورباندې غانده او غني ته يې پرې رايې را ټولولې. د هوکړه ليک متن وايي چې د وړو ټاکنو تر ځينو پړاوو وروسته به يو هيأت تعيينېږي او بيا به د اساسي قانون پر نوې طرح او تعديل کار کوي. دغه چارې هېواد د اساسي قانون بحران ته بيايي او د طالباني دلايلو په تقويه منتج کېږي. نړۍ به وايي چې تر اوسه د افغانستان حکومت سولې ته قانون نه تعديلاوه، خو اوس يې د سياسي فشار لپاره ايډيټوي.

۱۹. سره له دې چې د دغسې نويو سياسي نسخو ګټې احتمالي او غيرثابتې وي، خو له ټلوالې سره منل شوې چې دا توافقنامه به د حکومتي دورې تر پايه پورې چلېږي، يعنې که هر ډول بحراني وضعيت راځي، څوک به يې پر عبدالله او ډلې يې نه شي منلای چې تر دې جوړښت تېر شي او ملي مصالحو ته ارزښت ورکړي.

۲۰. اشرف غني د جوړجاړي په نامه داسې قمار وهلی چې که يې ولسمشري عبدالله ته ور خوشې کړې وای، ګټه يې کوله. له همدې يې قياس کړئ چې څوک د ځان ګټه تثبيت نه کړای شي، هېوادنۍ هغه به څه را تکيه کړي؟

خدای دې مل شه وطنه!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply