ولسمشر: د طالب بندیانو د خوشي کولو بهیر به چټک کړو

0 555

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د اختر ترلمانځه وروسته په خپلو خبرو کې وویل چې ژر به د طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ چټکه کړي او پر طالبانو يې هم غږ وکړ چې د افغان حکومت بندیان ژر تر ژره خوشي کړي.

ولسمشر وویل د یوه مسوول حکومت په توګه یو بل ګام اخلم او اعلانوم چې د طالب بندیانو د خوشي کولو بهیر به چټک شي :  پر طالبانو هم غږ کوم چې زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه چې له دوی سره دي ژر تر ژره دې خوشي کړي“.

ولسمشر غني خپلو خبرو کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې نور جنګ بس کړي: د افغانستان ملت ته تاوان ونه رسوي، هرڅوک چې شهید کېږي یا ټپي کېږي یو بل داغ دی چې نه جبرانېږي او له شرعي پلوه زموږ ټول علما کرام په دې باور دي چې نن جنګ روا نه دی، ځکه اساسي حل د سولې خبرې پیلول دي“.

ولسمشر غني د اختر له لمانځه وروسته ملت ته په خپله وينا کې وویل چې د حکومت د سولې مرک‌چي پلاوی چمتو دی او هیله يې وښوده چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې ژر پیل شي:

ولسمشر غني په اختري پیغام کې وویل، ځینې طالبانو ته وایي چې اوربند یې  زیان  دی او که اوږد اوربند وکړي سیاسي تول له لاسه ور کوي:

خو زه روښانوم چې طالبان د افغانستان د ټولنې واقعیت دی او ځای یې د خبرو مېزو کې تثبیتېږي نه جنګ کې، اوربند اعلانول چې افغان حکومت یې له کلونو راهیسې اعلانوي د قوت نښه ده نه د کمزورۍ“.

نوموړی وايي، سوله ملي غوښتنه ده او د سولې تړون د ډلو په ځای د ولس دی او د سولې د تړون په هکله وروستۍ پرېکړه به افغان ملت کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply