مديحه ارم؛  چې نن يې يوې سواليې ژوند ژغورلی

0 668

مديحه ارم د پاکستان په حکومتي هوايي شرکت پي‌ای‌اې کې د ايرهوسټس په توګه کار کوي او ټاکل شوې وه چې  په هغه بدبخته الوتکه کې کراچۍ ته سفر وکړي په کومه کې چې پرون تر سلو د زياتو کسانو وجودونه بلکې لولپه شول، خو دا په حيرانوونکې توګه ژوندۍ پاتې شوه.

عجيبه خبره دا ده چې د دې ژوند يوې سواليې (؟) ژغورلی او ليکوونکی يې هم نه پوهېږي چې ولې ورڅخه دغه سواليه ليکل شوې ده.
کيسه داسې ده چې نن سهار مديحې ته له دفتره زنګ ورځي چې پر ځان دې ګوتې ووهي، ځکه ټاکل شوې چې ماسپښين به له لاهوره کراچۍ ته په همدې الوتکه کې ځي.

دا هم ځان اماده کوي، خو د غرمې تر يوې بجې موټر نه پسې ورځي.

وروسته چې دفتر ته زنګ وهي، له هغې خوا ورته ويل کېږي چې په ليسټ کې دې نوم ليکل شوی و، خو د نامه مخ ته دې يوه سواليه هم ايښوول شوې وه، ځکه نو موټروان د مديحه ارم پر ځای، د ارم خان په نامه د يوې بلې اييرهوسټس کور ته تللی او هغه يې اخيستې ده.

دې ته د دفتر له خوا ويل شوي چې خير دی، بله ورځ به په دې پسې موټر لاړ شي او مديحه هم پر کور کښېني.

مديحه ارم وايي، وروسته چې يې واورېدل هماغه الوتکه لوېدلې او تر سلو زيات کسان پکې سوخړې پوخړې شوي، فشار يې کښته شوی او تر اوسه ګنګسه ده.

دا وايي، نه پوهېږي بخت يې بيدار دی، ژوند يې وفادار دی او که څه کيسه ده، خو هر څه چې دي، هماغې سواليې کار وکړ.
کله چې د سواليې له ليکواله پوښتنه کېږي چې ولې دې د نامه مخ ته سواليه ليکلې وه، وايي، فکر يې نه و، خدايزده ولې ورڅخه ليکل شوې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply