د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله: شپږمه برخه
ډاکټر عبدالرحمن زماني
د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله:
شپږمه برخه – د زمرک خان په ملاتړ د اولسونو پاڅون
د 1941 او 1943 کلونو تر منځ د دوهمې نړيوالې جگړې له امله د هيواد عام وگړي د سختو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ شوي وو. له يوې خوا د ژوند د لومړنيو اړتيايي موادو نرخونه ډير لوړ شوي، او له بلې خوا حکومت نه يواځې د خلکو د هوساينې لپاره د مرستې هيڅ لازم اقدامات تر سره نه کړل، بلکې د هاشم خان صدراعظم په گډون د یحیی خیلو خانداني حکومت د خپلو عايداتو د زياتولو لپاره په هيواد کې د جگړې نه د مخکې وخت په بيه د خوارکي موادو د جبري اخيستلو سيستم نافذ کړ او د لرگيو په گډون يې پر صادراتي توکو نوي دولتي انحصارات او ماليې ولگولې . کله چې په ۱۹۴۳ کال کې وچ کالې هم زياته شوه، نو د پکتيا ځينو خلکو د ژوندي پاتې کيدو دپاره آزاد سرحد ته په پټه د لرگو او وچې ميوې وړلو او د هغې په خرڅولود خوراکې موادو رانيولو ته مخه کړه .
د شوروي اتحاد د يوه استخباراتي رپوټ په حواله، د حکومت په وړاندې د پکتيا په خلکو کې، په خاصه توگه خوست ته نږدې سيمه کې، عامه نارضايتي او خپگان ډير شوې و. په هماغه رپوټ کې راغلي چې د 1943 کال په ژمې کې د آزاد سرحد پښتنو قبايلو هم يوه جرگه رابللې او گواښ کړې و چې « که هاشم خان د خوراکې توکو د کمښت له امله دغې ستونزې ته توجه ونکړي، نو د هغه سره به خپل ټول اړيکي وشلوي». [1]
هاشم خان د ۱۹۴۳ کال د نومبر په مياشت کې د دغې سيمې د خلکو د عمومي پاڅون د مخنيوي دپاره د حربيې وزير، شاه محمود خان، چې د ښه نوم خاوند و، د خبرو اترو دپاره واستولو، خو د هغه دغه سفر ځکه کومې نتيجې ته ونه رسيد، چې د سيمې د خلکو استازو په يوه ژبه د لرگو په تجارت د دولتي انحصار لغوه کيدل غوښتل .
د دسمبر په مياشت کې د وزيرو قام د هاشم خان سره د خبرو دپاره کابل ته يو استازې واستولو، خو لکه چې اټکل کيده دغه سفر پرته له کومې نتيجې پاې ته ورسيد. تر هغې وروسته ۱۹۴۴ کال د فبروري په مياشت کې د غرونو اوسيدونکو په ارگون کې د غنمو پر دولتي گودامونو حمله وکړه او هغه يې تالا کړل .[2]
د زمرک خان ببرکزي پر کلاوو د حکومت حمله د خلکو د قهر پر اور د تيلو شيندل
د ۱۹۴۴ کال د فبروري د مياشې په لومړيو ورځو کې، کله چې د تازه گل تر مشرۍ لاندې د سرحدې قواوو د څو عسکرو لخوا د ځدراڼو د لرگيو د کاروان د مخنيوي د اخ او ډب په نتيجه کې څو تنو عسکرو ته مرگ ژوبله واوښته، نود هغې په سبا جنرال فيض محمد خان (د جنوبي د فرقې قوماندان) د پياده عسکرو او توپخانې په ملاتړ د پيښې سيمې ته لاړ او د عسکرو د وژونکو نه يې وغوښتل چې ځانونه تسليم کړي . خو د منفي ځواب په اخيستلو سره، هغه د کليوالو پر کورونو د توپونو ډزې وکړې . د ځدراڼو ځينې کسان د دولتي عسکرو لخوا ونيول شول، ځينې يې له ويرې د وزيرستان غرونو ته وتښتيدل او نور يې په خپلو کورونو کې پاتې شول . د فيض محمد خان عسکر هم دپښني رواجونو او کلتور او شرعي ارزښتونو پر خلاف کلو ته ننوتل، د خلکو سره يې بد چلند وکړ او هغوې يې و ځورول .
په دولتې کړيو کې د شوروي استخباراتو د يوه ايجنټ د رپوټ له مخې، د جنوبي ولايت د حالاتو خبر «پر حکومت باندې غم لړلې اثر درلود». ظاهر شاه د پيښ شوي وضعيت د څيړلو او ښه او بد د معلومولو په مقصدسمدلاسه، د ۱۹۴۴ کال د فبروري په ۱۲ مه نيټه، يوه غونډه جوړه کړه چې په هغې کې د شاهي کورنۍ او دولت لوړ پوړو غړو هاشم خان صدراعظم، سپه سالار شاه محمود خان د حربيې وزير، داؤد خان د قوای مرکز قوماندان او نعيم خان د صدراعظم مرستيال گډون درلود.
شاه محمود خان چې تر نورو د پښتنو قامونو د دغه سيمې پر وضعيت ښه پوهيدو، ټينگار کولو چې حکومت دې د روغې جوړې له لارې د دغه لانجې د پاې ته رسولو هڅه وکړي . ظاهر شاه او هاشم خان هم د دغه وړانديز منلو ته تيار وو. خو، داؤد خان سختۍ او قاطعيت سره د هر راز بخښنې او پرشا تگ سره مخالفت وکړ . هغه وويل چې د دولت پر وړاندې دغه اقدام بايد بې ځوابه پاتې نشي او هغوې ته بايد سزا ورکړ شي . هغه د مخالفينو د ټکولو دپاره خوست ته د نورو عسکرو د ليږلو غوښتنه وکړه .
د شاه محمود خان او داؤد خان تر منځ لفظي شخړه د داؤد خان په گټه تمامه شوه . پاچا او صدراعظم، سره لدې چې چندانې د سختو وسيلو نه د کار د اخيستلو پلويان نه وو، بيا هم فيصله وکړه چې شپې تر شپې خوست ته درې غونډه عسکرتوپخانه او شپږ عرادې زره پوش گاډي واستوي . د ټکولو د دغه عملياتو عمومي قومانده داؤد خان ته وسپارل شوه. [3]
دخوست د ځدراڼو دغه حالت بيا حکومت ته د ببرک خان د نيولو بهانه او د غچ د اخيستلو زمينه برابره کړه . لومړې د کابل د قوای مرکز د قوماندان، سردار داؤد خان، په امر په چل ول د هغه د نيولو ناکامه هڅه وشوه، او تر هغه وروسته د دوې پر کلاوو او کورونو د حملې امر ورکړ شو، کوم ته چې مخکې اشاره شوې ده . د ځدراڼو د قومي مشر زمرک خان ببرکزي پر کلاوو د حکومت حمله د خلکو د قهر پر اور د تيلو د شيندلو په شان و.
د جنوبي د اولسونو ملاتړ او پاڅون
له يوې خوا د ببرک خان ځدراڼ پر ځامنو د حکومت حمله، له بلې خوا خوست ته د نورو قواوو ليږل او د حکومت ظالمانه اقدامات د ځدراڼو قوم چې لا دمخه يې دنورو ذکر شوو عواملو له کبله د صبر او زغم کاسه نوره سر ته رسيدلې وه، عمومي پاڅون ته مجبوره کړ. پدې توگه اوس نو تر وزيرو وروسته د ځدراڼو لوې او په وسله سمبال قوم هم د حکومت د مخالفينو په کتار کې ودريد.
له ديني عالمانو د جگړې د فتوی اخيستل
د ببرک زي د کورني يادداشتونو له مخې ددوې پر کورونو د لوامشر جعفر خان په مشرۍ د عسکري قواوو د پوځي يرغل نه وروسته، زمرک خان او شيرمحمد خان ببرکزي د ځدراڼو د سپيرې ولسوالۍ له ديني عالمانو څخه له يرغلگرو سره د مقابلې په اړه فتوی او شرعي جواز وغوښت . عالمانو د مقابلې کولو او خپل حريم د ساتلو فتوی ورکړه او ورته يې وويل چې تاسو د خپل سر او مال او ناموس څخه دفاع کولای شئ . تر فتوی اخيستلو وروسته شير محمد خان ببرکزي د ځدراڼو د يوه ستر لښکر سره خپل کلي گيډورې ته راغی او د لوامشر جعفر خان د قواوو په مقابل کې سخته جگړه پيل شوه چې شل ورځې يې دوام وکړ.[4]
تر دې وروسته نو د ځدراڼو د قوم مشر، زمرک خان مجبوره شو چې د ځواکمنو وسله والو پاڅون کوونکو مشري په لاس کې ونيسي ، او نورو گاونډيو قومونو لکه منگلو، تڼيو او صافيو يې هم ملاتړ وکړ. د ټولو دغو جنگياليو شمير لس زره کسانو ته رسيدو، او په لومړيو جگړو کې يې دولتي عسکرو ته درنه مرگ ژوبله واړوله . [5]
د سردار داؤد خان د پوځي اقداماتو ناکاميدل
لکه چې شاه محمود خان اټکل کړې و، د ځدراڼو او د هغوې د ملاتړو قومونو په وړاندې د منظم پوځ اقدامات نه يواځې د کابل په وړاندي د پښتنو دښمني زياته کړه، بلکې په هيواد کې يې د عسکري خدمت (نفوس د تذکرو) نوې اعلان شوې پاليسي هم د ماتې سره مخامخ کړه . پر دې سربيره هغوې د غلو دانو د اجباري خريدارۍ د بدلولو او ماليې د کمولو غوښتونکي شول . د شينوارو، صافيو، خوگياڼيو او تڼيو قومونوهم خپل استازي گاونډيو قومونو ته واستول او د حکومت په وړاندې د گډو اقداماتو غوښتونکي شول . شاه محمود خان د دوې د يوځاې کيدو د مخنيوي دپاره د مشرقي ولايت ته د دغو استازو د نيولو امر وکړ، خو څرنگه چې دې کار پښتانه نور هم وپارول، نو له بدې ورځې يې دغه بنديان هم خوشې کړل .
شاه محمود خان چې د قومونو مشرانو سره د جرگې کولو واک نه درلود، په عاجله توگه هاشم خان ته خبر ورکړ چې له نظامې پلوه برې امکان نه لري، ځکه چې د شمير او ټوپکو له مخې د پښتنو ټولگي په جنوبي سيمه کې له دولتي عسکرو زيات دي .
هاشم خان د مارچ دمياشتې په لومړي سر کې د زمرک خان د پاڅون د پراخه گواښ سره د مقابلې دپاره شاه محمود خان ته لارښونه وکړه چې د جگړې د پاې ته رسولو په مقصد د قوم مشرانو سره خبرو اترو ته ورمخکي شي . هاشم خان ومنله چې ددوې پر وړاندې پر شا لاړ شي . حکومت د لرگيو په تجارت دولتي انحصار لرې کړ، د آزاد بازار په نرخ يې د غنمو اخيستلو ته اجازه ورکړه، او په عسکري خدمت کې يې د هغوې گډون هم کم کړ.
د خانداني حکومت لخوا ولسي مشرانو ته د بډو او رشوت ورکول
هاشم خان قومې مشرانوته د بډو او رشوت د ورکولو په مقصد له کابله شاه محمود خان ته څو مليونه افغانۍ هم واستولې . شاه محمود خان د دغه پيسواو د دوې په چارو کې د حکومت د نه لاسوهنې د ضمانت، او پر کوچيانو د ماليې د کمولوپه مرسته د ۱۹۴۴ کال په پسرلي کې بريالې شو چه د سرحدي قبايلو د عمومي پاڅون مخنيوې وکړای شي .
د ځدراڼو مشرانو ته هم د شاه محمود خان په نمايندگۍ يو هيئت واستول شو، چې ټولو جنگياليو ته يې دبخښنې او د دولتي عسکرو د تيرې له امله د رسيدلي تاوان د ورکولو وعدې ورکړ شوی . زمرک خان ته هم وعده ورکړ شوه چې د پخوا په شان به د ځدراڼو مشر پاتې شي، خوهغه وسله په ځمکه کينښوده او اعلان يې وکړ چې « اوسنې حکومت هيڅ د اعتبار وړ نه دئ نو ځکه د هغې وعدې، چې د خلکو د غولولو پر بنسټ ولاړې دي، او هيڅ گټه نه لري، منلې نه شي. دا د خاينانو حکومت دئ چې حيثيت، شرف او وجدان نه لري ».[6]
شاه محمود خان د دغه ځواب په لاسته راوړو بله ورځ عسکرو ته امر وکړ چې د ځدراڼو د اصلي قوتونو په مرکز، د المرې پر غره حمله وکړي، او هغه ونيسي، سهار د دواړو خواوو تر منځ سخته جگړه پيل شو، د منگلو لښکرې د زمرک خان مرستې ته راورسيدلې او په گډه يې دولتي قواوو ته ماتې ورکړه.
د دغه برياليتوب خبر په چټکۍ سره د ډيورنډ د کرښې د دواړو خواوو اوسيدونکو قامونو تر منځ خپور شو. سليمان خيلو هم د زمرک خان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. د شمالي وزيرستان د ماداخيلو په گډون وزير هم د زمرک خان سره ملگري شول او پدې شان د تڼيو او دره گي د سيمو ميشت قبايل هم . د پاڅون کونکو د ټولو لښکرو شمير تر (۱۸۰) زره جنگياليو واوښت . د آزاد سرحد وزيرو او مسعودو هم په وزيرستان کې جرگه وکړه چې د ځدراڼو مرستې ته ورودانگي، خو د بريتانيا د حکومت له خوا د وزيرستان د کلو د بمبارۍ سمدستي گواښ د دغه کار مخه ونيوله .
په افغانستان کې دننه وضعيت نور هم کړکيچن کيدو، او د يحېی خيلو د خانداني حکومت په وړاندې د يوه عمومي پاڅون تهديد ورځ په ورځ زياتيدو. د گرديز تاجيک اوسيدونکي هم د زمرک خان سره ملگري شول . پدې ترڅ کې د اپريل او می په مياشتو کې د غلام محمد خان په مشرۍ او د افريديو او شينوارو په ملاتړ د امانيستانو لس زره کسيز يو لښکر هم جوړ شو، خو دغه لښکر ډير ژر ماتې وخوړه او د غازي امان الله خان پلويان هم د زمرک خان سره ملگري شول .[7]
د خانداني حکومت د زور او زر نه د استفادې پاليسي
هاشم خان چې د کورني سياسي بحران د لمنې خپريدو سخت انديښمن کړی ؤ، خوست ته سمدلاسه د گرديز نه د دوه لښکرو او دولس جنگي الوتکو د ليږلو امر وکړ . په کابل کې احساس کيده چې دا قواوې به د پاڅون د ځپلو دپاره کفايت ونکړي، نو ځکه په هيواد کې د عمومي سفربرۍ اعلان هم وشو.
په تیرو وختونو کې په پلازمینې باندې د پښتنو قبیلو د حملو تاریخ ته په پام سره، هاشم خان د کابل په شاوخوا مورچلو کې د نوي ګمارل شوي واحدونو د ځای پر ځای کولو امر وکړ. هغه شاه محمود خان ته هم امر وکړ چې سمدلاسه د زمرک خان پر ډلو برید وکړي . پدې برخه کې پر ځدراڼو د بريد د پاره ، شاه محمود خان ارګون ، ګردیز او خوست کې د پام وړ ځواکونه راټول کړل . د 1944 په اپریل کې ، شاهي هوایی ځواک د ځدراڼو پر کلیو بمبارۍ پیل کړې .
شاه محمود خان د جنګي عملیاتو د پیل کولو لپاره بيړه نه کوله . ځکه چې ځدراڼو سره د لومړنيو جگړو په جریان کې دا څرګنده شوه چې افغان سرتیري نه غواړي د خپلو هيوادوالو سره جګړه وکړي . دا خطر هم و چې د وزیرستان قبایل هم ممکن د زمرک خان سره یوځای شي. له همدې امله ، د افغانستان حکومت جنرال پیرمحمد خان د وزیرو دمشرانو پیرلو لپاره د زياتو پیسوسره وزیرستان ته واستولو.
پير محمد خان په لومړي ګام کې د یوه متنفذه وزیرستاني مشر ، زنګي خان څخه د یو ملیون افغانیو بډو په بدل کې مرسته وغوښته، ترڅو هغه دې ته وهڅوي چې د ځدراڼو مشر له خپلې سيمې څخه لرې کړي . خو زنګي خان په ویاړ سره ځواب ورکړ چې « د پیسو له امله ، هغه نه غواړي خپل عزت او وقار ته زیان ورسوي ، او خیانت او سپکاوی وکړي ». [8]
پیرمحمد خان بیا هغه ته د دوه ملیونه افغانيو وړاندیز وکړ. خو هغه لا هم د نه ځواب ورکړ . د افغانستان حکومت هیڅکله هم د کوم پاڅون لپاره د دا ډول اضافي پیسو وړاندیز کړې نه و.
د حکومت لخوا پر ايپي فقير فشار راوستل
دا لومړی ځل و چې د شاهي کورنۍ تګلاره د داسې غندنې او عمومي کرکې سره مخ شوه . آن دیني عالمانو او قومي مشرانو چې په تیرو وختونو کې یې له دولت سره دوستانه اړیکې درلودې د جنوبي او ختیځ ولايتونو په ځپلو کې له مرستې ډډه وکړه .
د بهرنیو چارو وزارت هم شمالي وزیرستان ته خپل استازې وليږو ترڅو د ایپي فقير سره خبرې وکړي . ده له ایپي فقيرڅخه وغوښتل چې د زمرک خان زامن یرغمل ونیسي . دا څرگنده ده چې د کابل استازي د دې خدمت لپاره پريمانه انعام ورکولو ته چمتو ؤ، خو د ايپي فقير د ځدراڼي مشر د زامنو د یرغمل نیولو څخه انکار وکړ.[9]
د انگريزانو نه د خانداني حکومت د مرستې غوښتل
هاشم خان د بريتانوي هند د حکومت نه وغوښتل چې د افغانستان د جنوبي سيمې د پاڅون کوونکو سره د وزیرستان د قومونو د یو ځای کیدو مخه ونیسي، او له دوی یې وغوښتل چې پر وزیرو زور راولي تر څو د زمرک خان سره د مرستې د کولو څخه ډډه وکړي . په کابل کې د بريتانیا سفارت د خپل حکومت په استازیتوب هاشم خان سره ژمنه وکړه چې د آزاد سرحد قبايل به د ځدراڼو سره مرسته نه کوي .
بريتانيې همداسې وکړل . ځکه چې غوښتل يې د هاشم خان انگريز پلوه حکومت په قدرت کې وساتي . د جولای په مياشت کې، سکوئیر دانگلستان سفير په کابل کې د شوروي سفير باکولین سره په يوې ناستې کې، د زمرک خان د پاڅون په نتيجه کې د بريتانوي هند او افغانستان پولې ته څيرمه وضعیت په دقیق ډول تشریح کړ چې« اوس د قبايلوترمینځ دوه څيرې موجودې دي، په افغانستان کې زمرک خان او په هند کې د ایپي فقير. زمرک خان د افغان حکومت پروړاندې مبارزه کوي او د ایپي فقير د انګلستان د حکومت پر ضدجنگيږي . فقير او زمرک کولی شي د افغان حکومت پروړاندې په مبارزه کې سره یوځای شي، او بیا به قبایل د حکومتي سرتیرو په پرتله قوي وي . د قبیلو ځواک هرچا ته څرګند دی . نادر شاه په همدې زور سره د سقاو زوې ته ماتې ورکړه . دا چې امان الله په تخت پاتې نشو، علت يې هم د هغه پر وړاندې د قومونو پاڅون و». [10]
د هاشم خان د انګلیس پلوه حکومت د ژغورلو لپاره، د هند د شمال لویدیځ سرحدي ایالت والي د وزیرستان د قومونو په مشرانو غږ وکړ چې د بنو ښار ته راشي او په تهديد او تطميع يا گواښ او بډو سره يې مجبوره کړل ترڅو د افغانستان په پيښو کې د دوې نه مداخلت یقیني کړي . خو دې سره سره، وزيرو په خپله سیمه کې د ځدراڼو کورنیو ته پناه ورکړه .
(نور بيا)
[1] . د بهرنيو استخباراتو د ادارې آرشيف، د قبايلو دوسيه، لومړې ټوک، 246 مخ . د ستالين افغاني جگړه (تيخانف) د آريانفر ژباړه
[2] . هماغه ځاې 247 مخ.
[3] . په کابل کې د شوروي استخباراتو د ايجنټ د ۱۹۴۴ کال د فبروري د مياشتې د ۲۶ مې نيټې رپوټ ، هماغه ځای ۲۵۰ مه پاڼه .
[4] . غروال، محمد عارف . د غازيانو او اتلانو ياد، ۲۳۳ مخ .
[5] . په کابل کې د شوروي استخباراتو د ايجنټ د ۱۹۴۴ کال د فبروري د مياشتې د ۲۶ مې نيټې رپوټ ، ۲۵۰ مه پاڼه، د ستالين افغاني جگړه (تيخانف (د آريانفر ژباړه) .
[6] . د جنوبی د وضعيت تر نامه لاندې په کابل کې د شوروي اتحاد د ميشت ايجنټ د 21/5/1944 نيټې رپوټ، هماغه ځای ۲۵۲ مخ .
[7] . هماغه ځای، ۲۶۲ مخ، له کابل څخه د ۱۹۴۴ کال د می د مياشتې رپوټ .
[8] . د جنوبی د وضعيت تر نامه لاندې په کابل کې د شوروي اتحاد د ميشت ايجنټ د 2۲/۶/1944 نيټې رپوټ، هماغه ځای ۲۸۱مخ .
[9] . د بهرنيو استخباراتو د ادارې آرشيف، د افغانستان د قبايلو31252 شميره دوسيه، ۶۵ مخ . د ستالين افغاني جگړه (تيخانف) ، (د آريانفر ژباړه)
[10] . د آزاد سرحد د دواړو لورو د قبايلو په طاقت کې څه شک نشته، خو د انگريزانو سفير د خپل هيواد د توطئو او دسيسو په هکله څه ويلې نه دي او پټه خوله پاتې شوې دئ .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320