ولسمشر محمد اشرف غني په یو تازه اقدام کې، د ۲۰۰۰ نورو طالب بندیانو د خوشې کولو دستور ورکړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي، ولسمشر دا کار سولې  ته د رسېدو او دې بهیر کې د لا زیات پرمختګ لپاره کړی دی.

ولسمشر غني نن د اختر له لمانځه وروسته وویل، چې ژر تر ژره باید بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

ولسمشر تر دې وړاندې هم د شاوخوا ۲۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړی و چې زر هغه يې خوشې شول.