په تخار او بغلان کې په خپل منځي نښتو کې اتلس تنه وژل شوي

0 533

په تخار او بغلان کې د غیر مسوولو وسله والو ترمنځ وسله واله نښته کې اتلس تنه وژل شوي دي.

یوه نښته نن په تخار کې د غیر مسولو وسله والو د یوه قوماندان او د مشرانو جرګې د یوه غړي د ساتونکو ترمنځ د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې شوې او بله نښته د بغلان په بنو ولسوالۍ کې د دوو غیر مسولو وسله والو ډلو ترمنځ شوې ده.

په تخار کې سیمه ییز مسوولین وایي چې نن په کلفګان ولسوالۍ کې د مشرانو جرګې د غړي مولوي عبدالوهاب عرفان او د جنبش ګوند د یوه قوماندان خیرمحمد تیمور د افرادو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده .

دا سرچینه وایي په نښته کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۲ تنه وژل شوي چې ټول د مولوي عرفان افراد دي.

دا نښته نن له غرمې مخکې د کلفګان د قروق سای په کلي کې شوې ده.

خو د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وایي په دغه نښته کې ۹ کسان وژل شوي او ۵ ټپیان دي.

اسیروایي د پیښې په اړه د پولیسو څیړنې پیل شوې دي.

خیرمحمد تیمور چې د جنبش قوماندان دی په دې پیښه کې لاس لرل رد کړي او وایي دی په کلفګان کې نه دي او هلته وسله وال هم نه لري.

مولوي عرفان په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply