امریکا په افغانستان کې د اوږد مهال اوربند یا اورکم غوښتونکې ده

0 670

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې شورا له رییس عبدالله عبدالله تیلیفوني خبرې کړې دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن  په فیسبوک پاڼه لیکلې مايک پمپيو پرون ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله سره ټليفوني خبرې وکړې.

صدیقي وایي په دغه مکالمه کې مايک پمپيو د اختر په ورځو کې د طالبانو د اعلان شوي اوربند د هرکلي له امله د افغانستان د حکومت ستاینه وکړه.

د ولسمشر ویاند وایي مایک پمپیو له جمهوررئيس غني څخه د دوه زره طالب بنديانو د خوشې کولو پروسې د پيلولو له امله مننه وکړه.

صدیقي وایي د امريکا د بهرنيو چارو وزیر په دې خبرو کې  وويل، امريکا ټينګار کوي چې په افغانستان کې اوږدمهالی اوربند يا اورکم رامنځته او مخامخ مذاکرات پيل شي.

یاده دې وي چې طالبانو او حکومت د اختر په درییو ورځو کې اوربند اعلان کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply