د کابل والي وایي دولتي ادارې به  د نوې  طرحې له مخې چې له اختر مخکې تصویب شوه  سر له سبا کار پيل کړي او اصناف به هم د مهال ویش له مخې کار ته دوام ورکړي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدری وایي د دغې طرحې له مخې دولتي ادارې به هم په دوو کاري شفتونو کې سهار او غرمه د روغتیایی سپارښتنو په پام کې نیولو سره سر له چهارشنبې ورځې کار پیل کړي.

والي وایي چې ښوونځي او تحصیلي مرکزونه به د یوې بلې  طرحې ترچمتو کیدو پورې بند وي ځکه د هغه په وینا په تحصیلي بنسټونو او ښوونځیو کې د زده کړې پیل دقیقې برنامې ته اړتیا لري چې ټول موضوعات په کې په پام کې ونیول شي.