له ایران څخه یو پلاوی راغلی ترڅو د دغه هیواد په پوله کې د افغان مسافرو د وژلو او بیا سیند ته د غورځولو پیښه وڅیړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر نن له ایران څخه راغلي یو لوړپوړي ډیپلوماټیک پلاوي سره لیدلي دي.
وزارت وایی دغه پلاوی د هغو افغانانو د وژنې د پېښې څېړلو لپاره کابل ته راغلی دی چې تېره میاشت د ایران او افغانستان د پولې په اوږدو کې د ایراني ځواکونو له لوري وژل شوي او بیا یې مړي سیند ته غورځول شوي وو.
د بهرنیو چارو وزارت وایي له ایراني پلاوي سره په دې خبرو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې دا پيښه باید په دقیق ډول وڅیړل شي او موخه یې داده چې د پیښې عاملین پیدا او په راتلونکې کې د داسې پیښو مخه ونیول شي.
د وزارت اعلامیه وایي د ایراني پلاوي مشر محسن بهاروند ویلي چې د افغان لوري اسناد او شواهد یې ترلاسه کړي او د قانوني لارو یې څیړنه شوې چې پایلې به یې د افغانستان له دولت سره شریکې شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320