سوله د افغانانو مهمه هیله

سید عبدالله پاچا

0 640

افغان ولس چې د څلویښت کلنې تپل شوي جګړي په ترڅ کې د هیواد د مادي او معنوي شتمنیو د له لاسه ورکولو تر څنګ په میلونونو شهیدان ورکړي او ډیرې غمیزي یې زغملي دي نو له هر څه د مخه په هیواد کې د یوې تلپاتې سولې غوښتونکي دي چې د ټول افغان مظلوم او کړیدلي ولس یواځنې هیله او آرمان دی او دې ته سترګي په لاره دي چې څه مهال به د ښکیلو ډلو تر منځ په هیواد کې د سولې دروازې د ولس پر مخ پرانستل شي، دا چې د کوچنې اختر په رارسیدو سره د طالبانو او دولت تر منځ درې ورځنی اوربند اعلان شو او خلکو وکولای شول چې حد اقل په دغو دریو ورځو کې خو پرته له هر ډول تاوتریخوالې څخه په آرامه ساه وباسي او د خپلو عزیزانو غم او درد و نه ویني او ډیر هیله مند شوي دي چې که خدای کول نو په هیواد کې به یوه تلپاتي سوله ټینګښت و مومي.

سر بیره پر دې چې زمونږ هیواد وال د دولت او طالبانو تر منځ د درې ورځنې اوربند څخه ملاتړ کوي بلکې د دولت او طالبانو  لخوأ اختریز درې ورځنی اوربند هیواد ته د تل پاتې سولې لپاره د ستر زیری په سترګه ګوري او تل پاتې سراسري سولې او د افغان ولس د غمیزو د پای ته رسیدلو په لار کې یو بیساری چانس ګڼي.

لکه څنګه چې دری ورځنی اوربند پای ته رسیدلی او تر اوسه هم ځای پر ځای پاتي شوي او د هیڅ لورې څخه پر یو بل کومه حمله او جګړه نده تر سره شوي، نو د جګړي په دواړو غاړو غږ کوو چې د افغان ځوریدلي ولس غږ واوري او دا اوربند همدا رنګه وغزوي تر څو د هیواد غمجن ولس د زړونو هیلې بیا د خاورو سره خاورې نشي.

د افغانستان په جګړه کې د امریکا د متحده ایالاتو او د دوی د ټولو نړیوالو ملاتړو څخه په هم کلکه غوښتنه کوو چې نور دې د بیوځلو افغانانو د وژلو په درولو کې ریښتوني ګامونه واخلي.

ولس د افغانستان په دولت او وسلوالو طالبانو یو ځل بیا غږ کوي چې نور دې په دې مظلوم ملت ورحمیږي او روان اوربند دې وغزوي او خپل منځ کې دې د دوو افغان طرفونو په څیر په صادقانه توګه د ستونځو او شخړې د حل په موخه ګونډه په ګونډه سره کښینې ولې چې یواځې افغانان کولی شي چې خپلې ستونزي په خپله او د خپلو تاریخي دود او دستور سره سم او د یو بل د ژبې په پوهیدلو سره حل کړي.

همدا رنګه افغان ولس د افغانستان اسلامی جمهوری دولت حسن نیت څخه هم ملاتړ او استقبال کوي چې د اوربند پر مهال یې  د طالبانو  د ۱۰۰۰ تنو د بندیانو د خلاصون حکم صادر او د اختر په شپو او ورځو کې د افغان حکومت له زندانونو څخه آزاد شول او له وسلوالو طالبانو څخه مو هم تمه دا ده کوم افغان سرتیري چې له دوي سره بندیان دي د دواړو لوریو د لا ښه اعتماد په موخه دې له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي ترڅو په هیواد کې د یوې تلپاتې سولې لپاره لا ښه زمینه برابره شي.

په پای کې یو ځل بیا وایو چې الله پاک دې زموږ زوریدلي ولس نور د روانو غمیزو څخه خلاص کړي تر څو هیوادوال مو د هوسایې او نیکمرغی سا وباسي.

!په هیواد کې د یوې تل پاتې سولې په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply