د اختر ښائسته ورځ ده
زړو کي شوق وهي موجونه
د سرور په خندا خلاصي
غونډي خولې لکه ګلونه
******
و کوڅو ته راوتلي
له کورو هلکان جوني
رنګارنګ جامې یی تن کي
په خندا دي نازنیني
******
د چا سره خولۍ په سر ده
د چا شین دسمال په غاړه
چا دوه لاسه دي سره کړي
مځکه نه ویني له ویاړه
*****
چا جیبونه دي ډک کړي
له میوو له شیرینیو
څوک خپل پلار دی نازولی
په روپیو په کالیو
*****
چا ښائسته جامې اغوستي
خوښ سیالانو کي نن ګرځي
څوک له شوقه له خوښیه
په مستۍ راغلی غورځي
*****
څوک په خوښ زړګې روان دی
و کورو ته د خپلوانو
څوک په منځ کي خوشال ناست دی
د دوستانو د یارانو
*****
هر طرف خلک خوښۍ کړي
زړونه خلاص دي له غمونو
غونډ په شور او شوق راغلي
د خوښیو له جامونو
*****
په هر لوري نغمې سر دي
د سرور او د مستیو
هر یو زړه نن مالامال دی
له خوښیو له ښادیو
*****
خلک هغه زړونه هغه
خو شورونه پکي نور دي
مځکه هغه اسمان هغه
خوشوقونه پکي نور دي…
*****
هلته هغه ویرانه کي
یو وړوکی ماشوم ژاړي
زړه یې ډک دی له غمونو
مخ پر تورو خاورو نغاړي
*****
غم ځپلي مور و پلاریې
کړي کوښښ چي دی ایمن کي
خو ها کله کراریږي ؟
!چي زاړه کالي یې تن کي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320