کابلوف د ترکیې له انادولي خبري آژانس سره په خپله تازه مرکه کې ټينګار کړی، ټاکل شوې وه چې د می میاشتې په ۲۹ مه نېټه له طالبانو د بندیزونو لیرې کولو مسله د امنیت شورا د غونډې په اجنډا کې نیول شوې وای، خو ونه نیول شوه.

د هغه په خبره، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځکه له طالبانو بندیزونه نه لیرې کوي چې له امریکا سره د طالبانو هوکړه په کوم ډول چې لازم وه، نه ده عملي شوې.

هغه ویلي، که بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وای، اوس به بندیزونه هم لیرې شوي وو.

د کابلوف په وینا د طالبانو د بندیزونو پای ته رسېدا د دې لپاره خورا مهم شرط دی چې دا ډله له یوه تروریستي تنظیم څخه په یوه سیاسي تحریک بدله شي.

کابلوف یو ځل بیا افغان حکومت ته د کابل ادارې خطاب کړی دی او ویلي يې دي چې افغانستان سره د روسیې اړیکې سمې نه دي.