د طالبانو د اوربند په اړه!

سید عبدالله پاچا

0 826

د طالبانو د اختر د درې ورځو اوربند د افغانانو له پراخ هر کلي سره مخ شوي، خلکو د طالبانو هرکلی نه دی کړی چې ښه کار یې کړی، بلکې خلکو له طالبانو هیڅ تمه نه درلودله چې افغان وژنه به بنده کړي، له همدې کبله افغانانو ته جالبه وه چې طالبانو څنګه درې ورځې له افغان وژنې لاس واخیست.

اوربند هغه کلمه ده چې افغانان له کلونو ورته په تمه دي،او بیلابیلو وختونو کې یې له طالبانو غوښتي چې یواځینی اوربند دی چې کولی شي افغانان سولې ته ورسوي او وینه تویدنه بنده شي.

تاسو ته به درې ورځې اوربند څنګه ښکاري، خو دې درې ورځو کې د شاوخوا ۱۵سوه کسانو ژوند ژغورل شوی دی.

د جګړې له شدت سره یو ځای په اوسط ډول هره ورځ ۵سوه کسان وژل کیږي او ټپيان کړي چې ملکي وګړي، سرتيري او طالبان پکې شامل دي.

له طالبانو غوښتنه ده چې د سولې د خبرو د پيل لپاره دې اوربند وکړي، یا دې تاوتریخوالی کم کړي، خو دا چې طالبان سره همغږي نه لري او یا یې یوه مشوره نه ده، نو باور نه لري چې ګنې اوربند سره دې جګړه بیخي ختمه شي.

تاسو ولیدل چې د اوربند په ورځو کې ځینو ولایتونو کې چاودنې وشوې چې خلکو ته یې مرګ ژوبله واوړوله.

نو له دې ښکاري چې یا طالبانو ټولې ډلې هیڅکله نه غواړي چې جګړه کې دې سړښت راشي او یا د طالبانو تر څنګ نورې ډلې شته چې د وضعیت د ګډوډولو هڅې کوي.

افغان حکومت د سولې لپاره خپل نیت او اراده ښودلې ده، ۳۵۰۰ طالب بندیان خوشې کیږي، دوه میاشتې یې جګړه درولې وه، بین الافغاني خبرو ته یې پلاوی ټاکلی او مصالحې شورا یې جوړه کړې.

خو برعکس طالبانو څه وکړل، جګړه یې زیاته کړه، د هغو شمېر سرتيرو زندانیانو د خوشې کیدلو یې چې ویلي و، خوشې یې نه کړل، یا ورسره نشته او یا کومه بله خبره ده.

د سولې خبرو ته چې باید شروع شوی وی، حاضر نه شول او دا پروسه همداسې له یوې ورځې بلې ته غځیږي چې بې باوري یې رامنځ ته کړې ده.

طالبانو له درې ورځیني اوربند وروسته بیا جګړه پيل کړه، په داسې حال کې چې خلکو تمه درلودله چې یا به دا اوربند یوه اوونۍ کیږي او یا به تر بین الافغاني مذاکراتو دوام وکړي.

خو داسې و نه شول او طالبانو بیا خپل بریدونه پيل کړل، تازه مورد کې یې پکتیا ولایت ځینو پوستو باندې بریدونه کړي چې شاوخوا ۱۴ سرتيري یې پکې شهیدان کړي دي، هغه سرتېري چې له پاکستان ورتلونکي لارې به یې څارلي چې قاچاق او چاودیدونکي توکي له پاکستان افغانستان ته وا نه وړي.

دغه راز ځينو نورو ولایتونو کې هم ملکي وګړي د طالبانو د جګړې قرباني دي، طالب هم په دې پوهیږي چې د دې جګړې قربانیان افغانان دي او جګړه پردۍ ده، خو دا چې طالب د پردۍ جګړې کرايي قاتلین دی، هر کله هڅه کوي د سولې پروسه ناکامه او جګړې ته نوې پلمې پيدا کړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply