سپین او شین یرغل هم وپيژنئ

داکتر تاج الدین ملت مل

0 820


زه یو پنځوس کلن پاک ملې مبارز شخصیت یم. نو د یوه وطنپال افغان په توګه په جرات وایم چې په تیرو څلورو لسیزو کې زمونږ په ملک دری ېرغله شوی؛ د شوروی سور یرغل؛ د پاکستان، عربو، اسرایلو، اېران او امریکا ګ‌‌‌‌‌‌ډ سپین یرغل، چې لا اوس یی هم پلویان په کابل کې دننه او د کابل نه دباندی عملا د نظام په وړاندی جنګیږی؛ او بلاخره د امریکا اوسنې شین ېرغل.

زه د یوه ملتپال افغان په توګه د دری واړو یرغلونومخالف یم، او د هریوه پلویان را ته د هیواد دښمنان ښکاری. فکر کوم چې زه اولین افغان لیکوال یم چې مې د سپين یرغل اصطلاح مروج کړی ده. هر هغه افغان چې یو ېرغل ته ېرغل واېې او د دوو نورو نه مخ بلې خوا ته اړوی، او ور ته د مترقې توب، جهاد او یا هم دیموکراسې او نور نومونه ورکوی، مستقل نه بلکه احساساتې او ضد ملې فکر کوی.

 

راځې دری واړه یرغلونو ته همزمان رد او د هغه هر یو پلویان وهڅوو چې سالم انسانان، سوچه مسلمانان او پاک افغانان شی، واقیعیتونه ومنې، او د خپلو اشتباهاتو د پټولوپه خاطر یوه یا بل یرغل ته پرتوګونه ونه ګندي.  خو تر دی مهمه خبره دا ده چې هو زمونږ ملک اشغال دی، خو باید د دی اشغال په ضد مبارزه هم زمونږ خودی مبارزه وی او واک یی هم زمونږ سره وی. اوس زمونږ اولیت دا ندی چې د یوه اشغال په ضد زمونږ شعار دومره نا اګاهانه وی چې مو بیا همغه بل اشغال ته په خولې کی ور واچوی، او لکه د تیر په څیر مو د باران نه ناوې ته کینوی.  زمونږ اولیت دا دی چې اول مونږ پاک او وطن دوست افغانان په خپلو کې یو قوت شو، او د موجوده اشغال په ضد په خپله اتکا مبارزه وکړو. تر څو د دی اشغال د ختمولو نه پس بیا هم خپلواک پاته شو. زما ویره دا ده چې د دی موجوده اشغال په وړاندی وسله واله او د نظام دننه مبارزه او جګړه هم زمونږ نه ده.  نه هم ولسوال مخالفین او نه هم تکتايي وال مخالفین د دی ملت اصلې وارثین دی، او نه د دغه ملت ګټو او ارزښتونو ته ژمن دي.  مونږ باید یو ځل بیا لکه د شوروی په وړاندی د بی واکه مبارزی ښکار نشو، چې نتیجه به یی نه یوازی دا چې ازادی نه وی، بلکه اسلام، وطن ، نظام او انسانیت به هم یو ځل بیا له لاسه ورکړو، چې دا به بیا یوه نه بخښونکې تکراری تیروتنه وی.

 
مونږ. د یوه بامفهومه او با پلانه ملې مبارزی لپاره یوه پاک افغانې ملې قوت په جوړولو عملا کار کوو. هم مونږ په یوه اګاهانه، داطلبانه او عادلانه ملې یوالې نه یوازی دا چې باورمند یو، بلکې هغی ته عملآ او جدی کار کوو.  زمونږ له نظره سالم اګاهانه، داوطلبانه او عادلانه ملې یوالی یو هدف دی چې هغه د یوه ملې تفاهم او همغږۍ په تنیجه کی منځ ته راتلای شی.  مونږ د دغه ملې تفاهم او همغږۍ لپاره عملآ د هیواد دننه او په نړیواله کچه با پلانه او تشکیلاتې کارکوو.  او نور افغانان هم پدغه اساسی کار کی ونډی اخستلو ته رابولو.  زمونږ له نظره د دیوه دریم ګړې ملې قوت جوړول لازمی او ضروری کار دی.  او باید دی ته په ګډه منظم او بامسؤلیته کار وکړو. که واقعا وطن پال یاست، ناندری او کنځلې پریږدی، با مسولیته او هوښیاره مبارزه ا و زمونږ ملتیا وکړی. راځئ په ګډه خپله سمه لار په ګډه او هوښیارتیا پیداکړو.  ځانونه او ملت به نه غولوو. دا باید ومنو چې یوازی انفرادی هلې ځلې، او ليکني د دی مشکل علاج نشی کیدای.  مسؤلیت اخستنه او خپل ملت رهبری کونه زمونږ او ستاسو مسؤلیت دی نه ناندری.  په احساساتې توګه د ېوه اشغال په ضد د مبارزی په نوم د بل اشغال د وسیلې کیدو نه به ځانونه ساتو ، که نه خدای نا خواسته بیا به لیونې شو.


په درنښت
داکتر تاج الدین ملت مل
ساندیاګو، کلفورنیا، امریکا
د 1399 ل کال د حمل 2، د مارچ 22, 2020

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply