حکومت به ډېر ژر خپله کابينه اعلان کړي

0 675

ولسمشر غني له ډاکتر عبدالله عبدالله سره د سياسي هوکړې تر لاسليک وروسته د اوس لپاره خپل ټول تمرکز د سولې پر موضوعاتو او راتلونکې کابينې متمرکز کړی دی.

ولسمشر غني د راتلونکې ټولشموله او غښتلې سياسي کابينې د معرفي کولو هڅی پيل کړي او له اختر راهيسې يې په همدې مناسبت د ګڼو پوستونو لپاره له يو شمېر کانديدانو سره کتل هم شوي دي.

هغه وزارتونه او خپلواکې ادارې چې د ولسمشر غني په برخه رسېدلي ورته د ټاکل شويو کانديدانو هرکلی شوی دی د بېلګې په توګه، بهرنيو چارو وزارت، ماليې وزارت، ملي امنيت رياست او ځينې نور.

د ترلاسه شويو معلوماتو پر اساس له ډاکتر عبدالله عبدالله سره په سياسي هوکړه کې د ولسمشر غني يو شرط دا دی، چې د عبدالله له لوري ټاکل شوي کانديدان هم بايد د ده د ډلې د کانديدانو په څېر په معيار برابر وي او ټينګار په همدې دی چې په سهم کې وړ کانديدان غوره شي: «ټول تمرکز پر دې دی چې دا ځل د وزارتونو او خپلواکو ادارو سرپرستي حد اقل ته راټيټه شي او په تېر حکومت د سرپرستۍ تر ټولو لوی دغه پېغور ختم شي

دا چې په ولسي جرګه کې د دواړو ټاکنيزو ډلو نفوذ شته، نو امکان لري کابينه په غوڅ اکثريت د باور رايه ترلاسه کړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply