ولسمشر غني له جګپوړیو امریکايي چارواکیو سره پر افغان سوله خبرې وکړې

0 518

ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو، افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له قوماندان جنرال سکاټ مېلر او کابل کې د امریکا له سفیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې پر افغان سوله او د دې بهیر په راتلونکیو اقداماتو خبرې کړې دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دې ویډیو کنفرانس کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، د امریکا اساسي هدف د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو اړیکو د دوام په چوکاټ ولسواک، باثباته او قوي افغانستان دی.

خبرپاڼه کاږي، ولسمشر غني ویلي، سولې، ثبات او ولسواک افغانستان ته د رسېدو لپاره لا زیات کار ته ضرورت دی.

د هغه په خبره، ددې بهیر لپاره باید د دواړو هېوادونه ګډ ټیمونه لا زیات کار وکړي.

دې ویډیو کنفرانس کې هوکړه شوې، چې نږې ورځو کې به  سولې په راتلونکیو جزییاتو ه کار وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply