کورونا ځپلې امریکا، نژدې تعصب او قهرجنې مظاهرې

نقیب قانع منګل

0 721

د امریکا لویه وچه په ۱۴۹۲ میلادي کال د کرستف کولمب لخوا کشف شوه؛ له کرستف کولمب څخه وروسته د نوموړي کشف ته د امریکا وېس پوسي په نوم یوه پوه نور انکشاف ورکړ چې ورسره یاده لویه وچه د همدې پوه (امریکو وېس پوسي) د نوم له لومړۍ برخې ونومول شوه.

دا چې د امریکا لویې وچې پراخې دښتې، غرونه او ښکلي ځمکې درلودې، هغه وخت یاده لویه وچه د بشري قوې له کمښت سره مخامخ وه، نو په همدې اساس په امریکا کې مېشتو سپین پوستکو وګړو، چې د امریکا اصلي وګړي ګڼل کیږي، د افریقا لویې وچې په ځینو سیمو حملې وکړي، چې په نتیجه کې یې زرګونه تور پوستي افریقایان ځینې یې د بندیانو په شکل، ځینې یې د پیسو په مقابل کې وپېرل او د ځان غلامان یې وګرځول.

په امریکا کې دا غلامي هغه وخت یو څه اندازه کمه شوه، څو چې امریکا په دوو شمالي امریکا او جنوبي امریکا وویشل شوه.

نقیب قانع منګل

وروسته بیا د فرانسې د انقلاب څخه په تدریجي ډول لومړۍ په جنوبي امریکا ورپسې په شمالي امریکا کې په زیاته اندازه غلامي نوره هم لمنځه لاړه، خو سره ددې بیا هم وخت ناوخت په مجموعو کې د امریکا په ځینو سیمو کې د غلامۍ نښې ښکاریدې، خو د پخوا په پرتله خورا د پام وړ کموالی پکې راغلی و.

خو په وروستیو څو لسیزو کې یادې غلامۍ د نژادي او قومي تعصب په شکل ځان څرګند کړ، چې ډیری وخت په امریکا کې د همدې نژادي او قومي تعصب له امله په وار، وار مظاهرې هم شوي، خو یاد نژادي او قومي تعصب هغه وخت تقریباً د صفر بڼه خپله کړه، چې د امریکې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یو تور پوستی امریکایي وګړی بارک اوباما د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

له بارک اوباما وروسته ډونال ټرمپ د امریکا ولسمشر شو، د نوموړي ولسمشرۍ په وروستیو کې یو سپین پوستي پولیس ۴۴ کلن (ډریک چایوون)  لخو د یو تور پوستي افریقا الاصله امریکایي وکړي ۴۶ کلن (جورج فلوید) وژل او په نوموړي باندې ترسره کړي ظلم د امریکایانو په ذهنونو کې د پخوانۍ امریکا یاد بیا تازه کړ.

کیسه داسې وه، چې یو سپین پوستی امریکایي پولیس (ډریک چایوون) د څو نورو پولیسو په ملتیا یو تور پوستی  افریقا الاصله امریکایي وګړی (جورج فلوید) د مینا سوټه ایالت په مینا پولیس سیمه کې له دوکان بهر د ۲۰ ډالره امریکایي نوټ په بدل کې، چې ادعا کیږي د (جورج فلویډ) لخوا دوکاندار ته ورکړل شوی، خو جعلي و، را لاندې کوي، نوموړی سپین پوستی پولیس (ډریک چایوون) د تورپوستي افریقا الاصله امریکایي (جورج فلویډ) په غاړه خپل زنګون ږدي، تور پوستی وګړی (جورج فلویډ) پرلاپسې غږونه کوي، چې (ساه نه شم اخیستی، ساه نه اخیستی او ساه… اخیستی).

ددې ترڅنګ تور پوستی افریقا الاصله امریکایي (جورج فلویډ) څو ځله د مور، مور او مهرباني، مهرباني… نومونه هم ذکر کړل.

خو په پای کې تور پوستی وګړی (جورج فلویډ) د ساه د بندیدو له امله په روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او مړ کیږي.

دا دردونکي شېبه د یوې کمرې له سترګې تریږي، د سترګو په رپ کې په ټوله امریکا او نړۍ کې یاده صحنه د ټولنیزو رسنیو له لارې لاس په لاس کیږي، چې ورسره پراخ غبرګونونه زېږوي.

خصوصاً په امریکا کې د تور پوستي افریقا الاصله امریکایي (جورج فلویډ) له مړ کیدو وروسته د (سا نه شم اخیستی) تر شعار لاندې زرګونه کسان مظاهرې ترسره کوي او اوس هم دوام لري.

یادې مظاهرې د امریکا په ځینو آیالتونو کې په تاوترېخوالي هم واوښتې، چې ښه مثال یې په واشنټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته هغې کلیسا ته اور ورته کول و، چې زیات وخت پکې لوړ پوړي چارواکي عبادت کوي.

ویل کیږي د یادې کلیسا ځینې برخې هم سوځیدلي، خو اور زر آرام کړل شوی.

په ځینو ایالتونو کې بیا پولیس هم د مظاهرو له کنټرول عاجز شوي، آن د امریکا ولسمشر ډونال ټرمپ یې هم مجبور کړی، چې د مظاهرو د کنټرول لپاره د پوځ د راوتلو ګواښ وکړي او همدارنګه یې په ځینو ایالتونو کې ګرځبندیز هم لګولی.

یادې پېښې په نړیواله کچه غبرګونونه راپرولي، په امریکا سربېره په لندن کې هم په زرګونه خلکو مظاهره ترسره کړه.
دا چې کرونا په موجوده وخت کې د بشریت لپاره تر ټولو ستر خطر بلل کیږي، خو بیا هم د امریکا ولسونو دې ستر بشري خطر ته غاړه کېښوده، قرنطین یې مات کړ او روان ظلم، نژدي او قومي تعصب په خلاف یې غږ اوچت کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې په روانو مظاهرو کې د تور پوستو ترڅنګ سپین پوستو هم ګډون کړی، د دوی هدف د توپیري چلند، د حکومت بې کفایتي او د روان ظلم پای ته رسول دي، چې د نړۍ په اوسنیو سختو شرایطو کې په دومره لوی شمېر کې راټولیدل د ويښو ولسونو نښه ده.

په پای کې دا باید یاده کړم، چې د امریکا سپین پوستي (خپل اوسیدونکي) تر یو میلیون اټکل شوي او له دوی لکه د موزیم تاریخي اثارو په څېر ساتنه کیږي، ترڅو د دوی نسل لمنځه لاړ نه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply