په افغان سوله کې د پاکستان ګټې

محمد داود نیازی

0 927

کله چې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د سولې خبرې پیل شوي ، په افغان سوله کې  د امریکا استازي ډاکتر زلمي خلیل زاد تر افغانستان پاکستان ته شاید ډیر سفرونه کړي وي . او پاکستان هم وخت ناوخت د افغان سولې په اړه فرمایشونه او سپارښتنې کوي په دی نه غږیږم چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې تر کومې کچې دي.

دلته یوازې په دې خبره کوم چې پاکستان ولې په افغانستان کې سولې ته دومره لیواله دی، د پاکستان د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر د سولې د تړون په لاسلیک کې ګډون هم دا مانا لري چې تر هرچا ډير پاکستان دی سولې ته خوشاله دی .

د پاکستان او لودیز ملګرتیا په افغانستان کې د جهاد له دورې ډيره ګرمه وه،او امریکا له پاکستان سره ملیاردونه ډالره مرسته هم کړې ده . کله چې امریکا 2001 زیږدیز کال کې افغانستان ته راغله ،او په افغانستان کې د ترهګری خلاف جګړه پیل کړه نو پاکستان په ظاهر له امریکا سره ودریدو  چې ګویا له ترهګرو سره مبارزه کوو او په ډيره پیمانه مرستې هم ترلاسه کړې خو کله چې د امریکا ولسمشر ډولډ ټرمپ وټاکل شو او د پاکستان خلاف یې خپله ستراتیژي وټاکله او په پاکستان یې خپلې مرستې بندې کړې ځکه امریکا په پاکستان بې باوري شوی وه او امریکایان په دي پوه شوی ول چې د پاکستان استخبارتي اداره له طالبانو سره اړیکې لري.

 خو کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شوی نو پاکستان ډيره هڅه وکړه چې له دی خبرو ګټه واخلي او د امریکا سره په دی برخه کې مرسته وکړی چې په همدې ډول زلمي خلیل زاد پاکستان ته ډير سفرونه وکړل  .

په همدې مهال کې پاکستان له چین سره د انډیواولي تار غځولی و، چین په پاکستان کې ملیاردونو ډالرو پانګونه وکړه د چین د یو سړک یو کمربند پروژې یو دهلیز پاکستان کې چې تر پنځوسو میلیاردو ډالرو ډير لګښت لري او ډيره برخه یې چین ورکوي چې د دې پروژې په وړاندې لویه ستونزه د امریکا ناخوښي ده او امریکا یې په وړاندې دریږي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دی اړه خپله اندیښنه هم څرګنده کړې ده  .

په همدې ډول د پاکستان سیال هندوستان دی چې د نړۍ لویو اقتصادي ،سیاسي او نظامي ځواک بدلیدونکی دی اقتصادي وده یې نسبت پاکستان ته ډيره لوړه ده  په همدې ډول په دی وروستیو کې مقبوضه کشمر د هندوستان برخه ګرځول پاکستان ورخطا کړی ،تر څنګه یې د هندوستان او امریکا د وسلو قرارداد او د امریکا له لوري له منځنۍ اسیا څخه د انرزۍ د لیږد په برخه کې د هندوستان ملاټر هم پاکستان ته د نه منلو خبره ده .

تر څنګ یې پاکستان په خپله هم په افغانستان د ځینو ګټو د خوندي کیدو په موخه دا هڅه کوي چې افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت راولي ځکه په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مینځته راتګ او په افغانستان او پښتونخوا کې د لر او بر یو افغان خبرې پاکستان ورخطا کړی دی ،تر څنګ یې د اوبه مسله ده چې پاکستان له پخوا له ډيرو  اقتصادي ستونزو سره مخ دی که چیرته د افغانستان اوبه مهار شي نو د دې داستونزې بله لار پسې ډیرې شي ځکه له یوې خوا د همالیا د غرونو اوبه ترې هندوستان ګرځوي ، نو له بلې خوا د پاکستان د اوبو د څیړنې مرکز هم ویلي چې پاکستان به تر کال (۲۰۲۵) پورې د اوبو له قلت سره مخ شي داسیا پراختیايي بانک د راپور پر بنسټ پاکستان په نړۍ کې د اوبو له کمښت څخه ډير اغیزمن دی او په نژدې وخت کې به د هغه هيوادونو په قطار کې ودریږي چې د اوبو له کمښت سره مخ دي .

نو ځکه پاکستان هم هڅه کوي چې د کنړ د سیند پر سر د بند جوړولو مخه ونیسي او پاکستان اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې پاکستان اوبو ته پام ونکړي نو دا به دې ځان وژنې په مانا وي.

 همدارنګه د افغانستان له لارې منځنی اسیا ته د سوداګرۍ برخه ده چې د افغانستان له لوري صورت نیسي او پاکستان په هڅه کې دی چې دا بازار خپل کړي په څنګ کې افغان دولت بیا کوښښ کوي چې د پاکستان له بندرونو څخه د صادراتو د پراختیا په برخه کې ګټه واخلي خو پاکستان ته دا د منلو وړ نه دي .

له مرکزي اسیا هېوداونو څخه د انرژي پيرل دي چې پاکستان هم په دی برخه کې ستونزه لري او پر هندوستان چې د پاکستان له لوري انرژۍ لیږدول کيږي نو افغانستان به  د پاکستان په خوښه دا کار ترسره کوي .

له پورتنیو څرګندنو څخه داسې پایله ترلاسه کولای شو پاکستان غواړي په سوله کې له امریکا سره مرسته باندې دا وښايي امریکا ته چې موږ له تاسو سره ملګري یو او مرسته کوو چې په همدې موخه امریکا بیرته پاکستان خپلې مرستې او ملاټر ترلاسه کړي او هغه نوم چې په نړیواله کچه یې د ترهګرو د ملاټر په برخه کې ترلاسه کړی ورغوي او ځان له ټروریزم څخه د ملاټر ادارې  له خړ لیست څخه وباسي .

له بله اړخه سیمه چین ته پریږدي د دوی له چین سره د سپیک پروژه عملي شي چې له همدې لارې بیا سویلي اسیا او مرکزي دهلیزونه سره ونښلي او د هندوستان لاس له دی سیمې وباسي لکه څرنګه چې د قطر هوکړې په ورځ طالبانو په ډيره څرګند ډول له پاکستانه مننه وکړه او هندوستان هیڅ یاد هم نه کړو چې دا خپله پاکستان د طرفدارۍ مانا لري  .

په دریم کې په افغانستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ هم چوپ کړي او د افغانستان د اوبو چې ځان حقدار ګڼي ګټه ترې واخلي .

محمد داود نیازی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply